Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمنصور احمد خان: له افغانستان سره اقتصادي تعامل د اوږدمهالې سولې لپاره...

منصور احمد خان: له افغانستان سره اقتصادي تعامل د اوږدمهالې سولې لپاره مهم دی

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۷ مه) د کابل لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له سعودي شرکت «ډیلټا انرژي» سره د افغانستان د انرژۍ د موافقې په غبرګون کې ویلي چې له افغانستان سره اقتصادي تعامل او د خلکو ترمنځ اړیکې، په دغه هېواد او سیمه کې د اوږدمهالې سولې او ثبات لپاره مناسبه تګلاره ده.

احمد خان ویلي چې دغه موافقه کېدای شي یو مهم بدلون رامنځته کړي. د هغه په وینا، له افغانستان سره د اقتصادي راکړې ورکړې او د خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا تمرکز، د اوږدمهالې سولې او ثبات لپاره منطقي لاره ده او له افغان حکومت سره د ټول‌ګډونه حکومتولۍ او له ترهګرۍ سره د اغېزمنې مبارزې د هڅو ترڅنګ تعقیبېدای شي.

د نوموړي دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې د سعودي «ډیلټا انرژي» له افغانستان سره د تېلو او ګازو د اکتشاف او تولید، په هرات کې د طبیعي ګاز د کارونې او د ګازو د یوې نل‌لیکې د جوړولو د ارزونې په اړه یو لړ قراردادونه لاسلیک کړل.

د ډیلټا انرژي په وینا، په دغو قراردادونو کې د کشک او تېرپل په شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ کیلومتره مربع ساحه کې د تېلو او ګازو اکتشاف، په هرات کې د طبیعي ګاز د کارونې طرحه او د «سنت‌ګاز ـ د سوکالۍ دهلېز» په نوم د ګازو د شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره نل‌لیکې د جوړولو وړاندیز شامل دی.

شرکت ویلي چې دغه ګډ پروګرام، چې په ۲۵ کلونو لپاره دی، د شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالرو احتمالي پانګونې ظرفیت لري؛ خو دا رقم د اکتشاف پایلو، اقتصادي توجیه، تخنیکي او اقتصادي څېړنو، مالي سرچینو، قانوني جوازونو او د پانګونې په راتلونکو پرېکړو پورې تړلی دی.

پاکستان هم د دې پروژې له مهمو موضوعاتو څخه دی. پاکستان د ټاپي ګاز نل‌لیکې په پروژه کې مهم رول لري او په اوسني وړاندیز کې هم باید د احتمالي خنډ په توګه په پام کې ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...