د تېرې لیکنې (د پرون او نن پرتله)چې د انسان د ژوند په اړه د پرون او نن تر منځ یوه ساده پرتله وه ،په تعقیب دا فکر راته پیدا شو چې د هغې لیکنې په ادامه یوه بله لیکنه هم پر همدې موضوع ولیکم ،خو لږ په متفاوت تفصیل او بېله بڼه یا په بل عبارت له بلې زاویې څخه، که څه هم چې نوموړې موضوع نن سبا یو لوی او مهم بحث دی او کېدی شي د د دغې موضوع د بحث او هر اړخیزه څېړنه د یوه جامع او بشپړ کتاب د لیکلو اړتیا ولري ،خو نن به یې دلته په ابتدایي تصور باندې یو څو ټکي شریک کړم:
که انسان له یوې خوا د فطرت زېږنده دی، خو له بلې خوا د صنعت جوړوونکی هم دی.هغه له خاورې، اوبو، هوا او رڼا سره تړلی ژوند پیلوي؛ خو بیا همدا انسان د خپل عقل، فکر او لاس په ځواک داسې نړۍ جوړوي چې د طبیعت له لومړني انځور سره ډېر توپیر لري.
د انسان خلقت او جوړښت دوه اساسي بعدونه لري: مادي بعد او معنوي بعد.
مادي بعد یې د انسان د جوړښت هغه برخه ده چې د لمس وړ ده لکه د انسان د بدن اندامونه او داسې نور،چې په خوراک ،څښاک باندې تسکین او تغذیه کېږي او معنوی بعد بیا د انسان د جوړښت هغه برخه ده چې د لمس وړ نه ده لکه د انسان روح ،عقل ،فکر او نور حواس ،چې په عبادت او نورو اخلاقي او غیر اخلاقي کړنو باندې تسکېن او تغذیه کېږي او هر کله چې د دغو بعدونو په تسکین او تغذیه کې انسان د فطري لحاظه د افراط او تفریط لور ته حرکت او اقدام وکړي،د انسان ژوند له ستونزو سره مخ کېږي !
فطرت انسان ته ساده ژوند ور زده کوي؛ صنعت یې ژوند پېچلی،خو آسوده کوي. فطرت ورته د ونې سیوری، د چینې اوبه، د مرغیو سندرې او د لمر تودوخه وربښي؛ صنعت ورته لوړې ودانۍ، چټک موټرونه، الوتکې، موبایلونه او مصنوعي ځیرکتیا برابروي. انسان د فطرت له نعمتونو ګټه اخلي او بیا یې په صنعت بدلوي.
ولې انسان غواړي خپل تېر او ساده ژوند ته وروګرځي، سره لدې چې په پرمختللې زمانه کې د ژوند ټولې آسانتیاوې او سهولتونه په واک کې لري؟
ښايي ځواب دا وي چې د انسان په ژوند کې ستونزه له هغه ځایه پیلېږي چې انسان د صنعت په جوړولو کې د فطرت له حدودو تېر شي او دانسان د فطرت سره سم د صنعت په جوړولو کې د افراط او تفریط ښکار شي ،په دې معنا که ژوند دومره آسانه شي چې د انسان د فزیکي حرکت کچه له صفر سره ضرب شي دا به هرو مرو د انسان روغتیا زیانمنه کړي او که دومره سخت شي چې انسان د خپل بدن د دمې او آرامښت لپاره هیڅ وخت ونه لري او پرلپسې د ماشین په شکل کار وکړي دا به یې هم روغتیا زیانمنه کړي ،نو د صنعت په جوړولو او انکشاف کې باید انسان متوازن او متعادل حرکت وکړي.
که انسان ونې پرې کړي، خو د نوي کښت فکر ونه کړي؛ سیندونه وکاروي، خو د پاک ساتلو مسؤولیت هېر کړي؛ له ځمکې شتمني راوباسي، خو د ځمکې د بیا رغېدو حق ورنه کړي؛ هوا ککړه کړي، خو د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه فکر ونه کړي،نو په دې صورت کې یې د خپل فطرت سره مغایر حرکت کړی او ځانته یې ستونزې راوړلاړې کړې دي.
دا خبره هم جوته ده چې صنعت په خپل ذات کې د انسان دښمن نه دی، صنعت د عقل، علم او تجربې ثمره ده. ستونزه په صنعت کې نه، بلکې د انسان په ناسم چلند کې ده. هغه صنعت چې د انسان د ژوند د اسانتیا لپاره وي، نعمت دی؛ خو هغه صنعت چې انسان د خپلې وسیلې، ماشین او مادې غلام کړي، د پرمختګ تر نامه لاندې د انسان د بېوسۍ پیل دی.
نن انسان داسې وسایل لري چې په څو ثانیو کې د نړۍ له بلې برخې سره اړیکه نیولی شي؛ خو کله ناکله له خپل څنګ ته ناست انسان سره د خبرو لپاره وخت نه لري. د نړۍ معلومات یې په لاس کې دي، خو له خپل ځان سره د خبرو هنر یې له لاسه ورکړی. د فاصلې ستونزه یې حل کړې، خو د زړونو تر منځ واټن یې زیات شوی.
پخوانی انسان به د شپې اسمان ته کتل او د ستورو په رڼا کې به یې د خالق عظمت احساساوه؛ نن انسان د اسمان تر شا هم سفر کولی شي، خو پوښتنه دا ده چې ایا د خپل زړه تر ژورو هم سفر کولی شي؟
اصلي پرمختګ دا نه دی چې انسان څومره لوی ښارونه جوړ کړل، څومره چټک ماشینونه یې جوړ کړل او څومره نوې ټکنالوژي یې رامنځته کړه؛ اصلي پرمختګ دا دی چې انسان د دې ټولو تر څنګ څومره انسان پاتې شو.
فطرت انسان ته د توازن درس ورکوي. ونه دومره اوبه اخلي چې ورته اړتیا وي، سیند په خپل مسیر روان وي، مرغه د خپلې اړتیا په اندازه خوراک کوي. خو انسان کله ناکله د اړتیا له پولې اوړي او د حرص په نړۍ کې داخلېږي.
له همدې امله، د نن انسان ستره اړتیا د صنعت پرېښودل نه دي؛ بلکې د صنعت انسان کول دي. علم باید له اخلاقو سره مل وي، پرمختګ باید له مسؤولیت سره، او ځواک باید له رحم سره مل وي.
انسان باید ځان د فطرت مالک نه، بلکې امانتدار وبولي؛ ځکه ځمکه یوازې موږ ته په میراث کې نه ده راکړل شوې چې هر څه پکې وکړو او خبره ختمه شي ، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم دا ځمکه له موږ سره امانت ده.
موږ د فطرت له غېږې راوتلي یو او د صنعت نړۍ مو په خپلو لاسونو جوړه کړې ده. خو که یوه ورځ صنعت دومره لوی شي چې انسان پکې ورک شي، لکه چې لوی شوی دی، نو په حقیقت کې دا پرمختګ د انسان بریا نه، بلکې ښايي د هغه ماتې وي.
زما په اند خو انسان هغه وخت بریالی دی چې صنعت یې د فطرت ملګری وي، عقل یې د اخلاقو تابع وي، او پرمختګ یې د انسانیت په خدمت کې وي.
عبدالرحمن فرقاني