Homeخبرونهعایشه وهاب د امریکا په کانګرس کې د لومړۍ افغان‌الاصلې په توګه...

عایشه وهاب د امریکا په کانګرس کې د لومړۍ افغان‌الاصلې په توګه لوړه وکړه

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ که) د کلیفورنیا ایالت سناتورې عایشه وهاب د امریکا د استازو جرګې د غړې په توګه لوړه وکړه او په دې توګه د امریکا د کانګرس په تاریخ کې لومړنۍ افغان‌الاصله امریکايۍ شوه چې د کانګرس غړیتوب ترلاسه کوي.

وهاب د کلیفورنیا د ۱۴مې حوزې استازیتوب کوي. نوموړې د ځانګړو انتخاباتو له لارې د پخواني استازي ایرېک سویل‌وېل پاتې دوره وګټله او له دې وروسته یې د سپټمبر په ۲مه په رسمي ډول د استازو جرګې د غړې په توګه لوړه وکړه.

له سرپرستۍ څخه تر کانګرسه

د عایشې وهاب د ژوند کیسه هم د هغې د سیاسي پرمختګ له امله د پام وړ بلل کېږي. نوموړې د افغان کډوالو په کورنۍ کې زیږېدلې او په کلیفورنیا کې لویه شوې ده.

وهاب په ۲۰۱۸ کال کې د کلیفورنیا د هیوارډ ښاروالۍ شورا ته وټاکل شوه او د امریکا په عامه چارو کې د لومړنیو افغان‌الاصله ښځینه سیاستوالو له ډلې شوه. په ۲۰۲۲ کال کې د کلیفورنیا ایالتي سنا ته له بري وروسته، هغه لومړنۍ افغان‌الاصله او مسلمانه ښځه شوه چې د دغه ایالت د سنا غړیتوب یې ترلاسه کړ.

د کانګرس ټاکنې

وهاب د ۲۰۲۶ کال د ځانګړو ټاکنو پر مهال د کلیفورنیا د ۱۴مې حوزې لپاره د کانګرس څوکۍ وګټله. هغې له ملیسا هرنانډېز سره سیالي وکړه او شاوخوا ۵۳ سلنه رایې یې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې هرنانډېز ۴۷ سلنه رایې ترلاسه کړې.

د نوموړې بریالبتول هغه مهال لا ډېرد پام ځان ته واړاوه چې د انتخاباتي کمپاین په وروستیو ورځو کې د وهاب د مخالفانو د ملاتړ لپاره د بهرنیو ډلو له خوا د پام وړ پیسې ولګول شوې. وهاب د خپل بري په غبرګون کې وویل چې د هغې حوزې رایه‌ورکوونکو وښوده چې «دا حوزه په پیسو نه شي اخیستل کېدای.»

د افغانانو لپاره تاریخي بدلون

کانګرس ته د اغلې وهاب نګ د امریکا د افغان کډوالو د ټولنې لپاره یوه تاریخي پېښه بلل کېږي. تر هغې وړاندې افغان‌الاصله امریکایانو په سیمه‌ییزو او ایالتي سیاسي ادارو کې د پام وړ حضور درلود، خو هېڅ افغان‌الاصله امریکايي تر دې مخکې د امریکا د کانګرس غړی نه و.

وهاب په دې توګه د امریکا په فدرالي سیاست کې د افغان امریکايي ټولنې لپاره یوه نوې دروازه پرانیسته او د افغان کډوالو د دوهم نسل د سیاسي ونډې یو مهم مثال وګرځېده.

له هیوارډ څخه تر واشنګټنه

د وهاب سیاسي سفر په سیمه‌ییزه کچه پیل شو. په ۲۰۱۸ کال کې یې د هیوارډ ښاروالۍ شورا ته لاره وموندله، وروسته د کلیفورنیا ایالتي سنا ته ولاړه او اوس د امریکا د استازو جرګې ته رسېدلې ده.

نوموړې خپل بری د امریکا د «امریکايي خوب» له مفهوم سره تړلی دی او ویلي یې دي چې د سرپرستۍ له تجربې څخه تر کانګرسه د هغې سفر د امریکايي خوب د امکاناتو څرګندونه کوي.

عایشه وهاب اوس د امریکا په کانګرس کې د کلیفورنیا د ۱۴مې حوزې استازې ده او د هغې د لوړې په کولو سره یو افغان‌الاصله امریکايي په لومړي ځل د امریکا د فدرالي قانون جوړونې په لوړه اداره کې رسمي حضور پیدا کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...