Homeخبرونهمسوولان: تر دې وروسته به د ترافیکي پېښو عاملان نیول کېږي او...

مسوولان: تر دې وروسته به د ترافیکي پېښو عاملان نیول کېږي او محاکمه کېږي

تاند/پنج شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۲مه) د حکومت د چارو ادارې عمومي ریاست ویلي، چې د دوی مشر شیخ هبةالله اخندزاده د یوه پنځه ماده ییز حکم پر اساس د ترافیکي پېښو د عاملینو د نیولو او د هغو د محاکمه کېدلو حکم کړی دی.

د یادې ادارې په وینا، د دغه حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت ته ویل شوي چې، د ترافیکي پېښو عاملین ونیسي او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دې د ترافیکي پېښو د عاملینو پېژندلو، نیولو، اړوند معلوماتو او اسنادو په برابرولو کې همکاري وکړي؛ ترڅو هغوی محکمو ته وسپارل شي.

په دغه حکم کې دا هم ویل شوي چې، د ترافیکي پېښو قربانیان او وارثان دې د ترافیکي پېښې له مسؤل شخص څخه خپل حقوق ترلاسه کړي.

د کورنیو چارو او ټرانسپورټ وزارتونه، د محکمې او اړوندې نورې ادارې د دغه حکم په تطبیق کولو مسؤلي ګڼل شوي دي.

دا حکم وروسته له هغه صادرېږي چې، د هېواد پر لویو لارو ترافیکي پېښې زیاتې شوي او لوی لامل یې د موټرچلوونکو له لوري بې احتیاطي او ګړندی تګ ښودل کېږي.

د حقوقي او ټولنیزو چارو د نظر خاوندان وایي،
د ترافیکي پېښو د عاملینو نیول او محاکمه کول کولی شي د بې‌احتیاطۍ او سرغړونو کچه راکمه او د خلکو د خوندیتوب احساس پیاوړی کړي.

خو کارپوهان ټینګار کوي چې دا به هغه وخت اغېزمن وي چې قانون د ټولو لپاره یو شان، عادلانه او د پېښې د واقعي علت پر بنسټ تطبیق شي.

1 COMMENT

  1. قوانین او اصول له کافرو زده کړی لعنت دی ستاسو په عقدیه او اصولو شی. د غربی هیوادو په هیڅ څلور لارو کی ترافیک نشته، هیڅ موټر له خپل لاین څخه بهر تیریدای نشی. غربی هیوادو کی کچیری یو انسان په موټر ووژل شی تر هغو چی ځوی یی 18 کالو ته رسی مقابل طرف باید د هغه د فامیل ټول مخارج ورکړی. دلته هر طالب دریور دی بالخصوص دولتی موټری داسی چلوی ته به وایی چی د ادی مال یی دی ـ وګوری رنجر موټرونه ټول چیت او پیت شوی د همدغو جاهلو له لاسه ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...