Homeخبرونهسوداګرۍ وزارت: د ۱۱ ولایتونو په صنعتي ښارګوټو کې د ځمکو د...

سوداګرۍ وزارت: د ۱۱ ولایتونو په صنعتي ښارګوټو کې د ځمکو د وېش لړۍ پیلوو

تاند/پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۲مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ۱۱ ولایتونو په صنعتي ښارګوټو کې به د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.

ددغه وزارت خبر پاڼه کې راغلي، صنعتي ښارګوټو کې د ځمکو وېش سره به کورنيو تولیداتو ملاتړ ترڅنګ صنعتی پرمختګ ته لار اواره شي.

خبرپانه کې غزني، پکتیا، بغلان، لغمان، کابل، بلخ، کندوز، لوګر، میدان وردګ، پروان او هرات هغه ولایتونو یاد شوي چې، پکې به دغه وېشه وشي.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت له پانګوالو او سوداګرو غوښتي چې، د ځمکې تر لاسه کولو، د تولیدي او صنعتي پروژو د پلي کولو په موخه دې خپلې غوښتنلیکونه دوی ته وسپاري.

د اقتصادپوهانو له نظره، په صنعتي ښارګوټو کې د ځمکو وېش کولی شي د پانګونې او کورني تولید لپاره زمینه برابره کړي، د نویو فابریکو او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي او د وارداتو کچه راکمه کړي.

خو دوی وایي، مهمه ده چې ځمکې، پانګوالو ته په شفاف ډول ووېشل شي او ورسره برېښنا، اوبه، سړکونه او نور اساسي خدمات هم برابر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...