تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) د ګرانۍ په دې دور کې واده کول او له واده وروسته د اولاد روزنه د ډېرو خلکو لپاره ورځ تر بلې ستونزمنېږي. خو سنګاپور داسې یو نوی پروګرام اعلان کړی چې له مخې به یې د دغه هېواد هر نوی زېږېدلی ماشوم تر ۱۷ کلنۍ پورې له ۵۵ زره او ۴۸ امریکايي ډالرو څخه زیاته مالي مرسته ترلاسه کړي.
د سنګاپور صدراعظم لارنس وانګ دا اعلان په دې هدف کړی چې په هېواد کې د زېږون د کچې د کمېدو ستونزه کمه کړي.
د صدراعظم په وینا، سنګاپور له دې وړاندې هم د ماشومانو د زېږون پر مهال کورنیو ته مالي مرستې ورکوي، خو د مرستو اندازه د کورنۍ د ماشومانو د شمېر او د زېږون د ترتیب له مخې بدلېږي، چې د ډېرو خلکو لپاره یې درک کول ستونزمن دي. د نوي پروګرام له مخې به د سنګاپور هر تبعه ماشوم ته په ساده او مشخص ډول مالي مرسته ورکول کېږي.
دا مالي بسته به په پنځو پړاوونو کې ورکړل شي:
- لومړی پړاو: د ماشوم له زېږېدو وروسته په لومړیو ۱۲ میاشتو کې به والدینو ته ۷۸۸۰ ډالر ورکړل شي.
دوهم پړاو: په راتلونکو ۱۶ کلونو کې به شاوخوا ۲۴،۹۰۰ مرسته ورکړل شي.
- درېیم پړاو: حکومت به د ماشوم د پرمختیا حساب (Child Development Account) له لارې له شاوخوا ۳،۸۹۳ ډالر
- څلورم پړاو: کله چې ماشوم ۱۶ کلن شي، حکومت به د هغه د ماشوم د پرمختیا حساب ته شاوخوا ۳،۸۹۳ ډالر ورکړي.
- پنځم پړاو: کله چې ماشوم ۱۷ کلن شي، د لوړو زدهکړو د لګښتونو لپاره به شاوخوا ۷،۷۷۱ ډالرو څخه زیاته مالي مرسته ورکړل شي.
د راپورونو له مخې، په سنګاپور کې د هرې ښځې د اولاد زېږولو کچه له بېساري کمېدو وروسته ۰.۸۷ ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې د نفوس د ثابت ساتلو لپاره په نړیواله کچه ۲.۱ ماشومان د هرې ښځې لپاره مناسبه کچه ګڼل کېږي.
سنګاپور هیله لري چې د دغو مالي مرستو له لارې د کورنیو د اولاد روزنې اقتصادي بار راکم او د ماشومانو د زېږون کچه لوړه کړي.
د نړۍ په ګڼو نورو پرمختللیو هیوادونو کې هم د ماشوم زېږولو ته د میندو د هڅولو لپاره مالي مشویقونه شته خو د سنګاپور د حکومت له لوري اعلان شوې پیسې په نسبي ډول ډېرې دي.