تاند – د ۱۶۶۶م کال پر همدې ورځ د لندن لوی اور په ناڅاپي ډول د پاچا د ډوډۍ پخوونکي په کور کې پیل شو. دې اور څلور ورځې (د سپټمبر له ۲ تر ۵ پورې) دوام ورکړ او د زاړه سینټ پاول کلیسا او شاوخوا ۱۳ زره کورونو په شمول یې د ښار لویه برخه ویجاړ کړه.
د ۱۷ پیړۍ تر نیمايي پورې، د لندن ښار په مرکزي برخه کې لا هم د منځنۍ پیړۍ جوړښت پاته و، او شاوخوا یې هغه دېوال راچاپېره شوی و چې ډېر کلونه پخوا د رومیانو د تسلط په مهال جوړ شوی و. د اور په لړ کې، د لندن د منځنۍ پیړۍ دا برخه په بشپړ ډول وسوځېده.
د ویسټ مینسټر (اوسنی ویسټ انډ) چې د هماغه مهال د لندن اشراف مېشته سیمه وه، د دوهم چارلس وایټ هال ماڼۍ او د لندن په لمنه کې د بېوزلو مېنه هم د اور له خطر سره مخامخ شوه، خو تاوان ورته پېښ نه شو. ۱۳ زره ۲۰۰ کورونه، ۸۷ کلیساوې، د پال سینټ ستره کلیسا او د ښار اکثره دولتي ودانۍ په دې ناببره او نه کنټرولېدونکي اور کې لولپه شوې.
اټکل کیږي چې په هغه وخت کې د لندن له ۸۰،۰۰۰ اوسیدونکو څخه د ۷۰،۰۰۰ تنو کورونه او سرپناوې په بشپړ ډول ویجاړې شوې.
که څه هم په اور کې د وژل شویو کسانو شمیر هیڅکله څرګند نه شو، خو تل داسي باور کېده چې د هغو خلکو شمیر چې په دې لوی اور کې له ژونده بې برخې شول، ډېر نه و، ځکه چې یوازې یو څو نومونه په رسمي ډول د دې ناورین د قربانیانو په توګه ثبت شوي دي.