شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهد بېلابېلو لیکوالو کیسې او خاطرې

د بېلابېلو لیکوالو کیسې او خاطرې

لوڅ عکسونه

فدامحمد باران

لنډه کیسه

ــ مشرې! ایله چې در یاد شوو؟

ــ زه خو هر وخت حاضره یم، ته یې چې له ځان دې د انځر ګل جوړ کړی.

ــ کارونه یو څه ډېر شوي، دا تیره هفته یې را نه اووه بې محصوله موټر نیولي و، ریس زوی مړي را ته  اته پنځوس  لکه افغانۍ جریمه اچولي وه.

ــ ښه، دا خبرې پریږده! دونیاوي چارې دي، کله لاندې کله باندې، کاغذپیچ مال مې پیدا کړي، ماښام باید خامخا راشي.

ــ په هغه شرطونو پوره ده که یوازې باکره ده؟

ــ نه نه، څه وړ چې تا غوښته، تر هغې هم دوه ګوتې پورته!

ــ سمه ده، که وزګار هم نه شوم درځم.

ــ ژمنه ده؟

ــ زما خبره، خبره ده.

ــ سمه ده، حاضر دم خدای په امان.

موبایل یې د ښي دوم لاندې کيښود، لاسونه یې د کوچ یو سر او بل سر ته وغځول، د کوپړۍ شاه تنۍ برخه یې د کوچ په ژۍ ورو ورو خوځوله، سترګې یې چت کې خښې کړې وي. اوږد اسویلی یې وه ایسته. سم را کیناست. په شیشه یي میز ایښي جنسینګ نه یې ټس پورته کړو. غړپ یې وکړ. د جنسینګ کوتي ته یې لیدل. موبایل یې وشرنګیده، سکرین یې  وکوت. د زنګ راتلو ساز یې بند کړو. په مخي ته پروت میز یې کیښود. غړپ یې وکړو. تر لسو ثانیو یې سترګې پټې کړي. موبایل یې را واخیسته. ډایل کړو شمیرو کې یې دریمه شمېره هوکې کړه. پر لپسې یې دوه غړپه وکړل. موبایل یې وچنګیده، د موبایل په سکرین یې سترګې خښې کړي، وه یې ویل: چټل انسانه! موبایل خو پورته کوه. له ځایه پاڅیدو، د دروازې خوا ته روان شو.

د رینجر موټر شاه ته یې خپل موټر ودوروه، ترې را ښکته شو، د رنجر دروازې ته ودریده، شیشه یې ټیټه شوه،  په لاس یې ستړي مه شي وکړه. وه یې ویل، قومندان صیب! تلیفون ولې نه ځوابوي؟

ــ که یې پورته کړم څه؟ بیا به وایي، تور موټر دي، خیر دی خوشي یې کړه. تیره اونۍ دې هم د اووه دیرشو تورو (بې محصولو) موټرو پیسې نه دي راکړي.

ــ قومندان صیب! تا هم ولیدل، تېره اوونۍ مې څومره جریمه پرې کړه. د ګمرک ریس نوی موټر اخیستی و، دوولس زره ډالره مې هغه ته ورکړل.

ــ ښه دې کړي، پریږده چې دا دې موټرو جریمه هم پرې کړي، نیغ یې ګمرک ته بیایم.

ــ قومندان صیب! داسي مه کوه، دوه موټر دي، خوشي یې کړه، زه هم کور ته روان یم. د دوشنبې په ورځ دې خپل حساب نغد واخله.

ــ ستا قول، قول نه پاتي کیږي.

ـــ بې غمه اوسه، دا قول به قول شي، یوازې تر دوشنبې صبر وکړه.

ـــ او بوتل؟

ـــ ګوره قومندان صیب، څو واره مې وویل، زه یې نه شم پیدا کولی، پیسې به یې درکړم. ته یې خپله درته واخله.

ـــ ځای یې زه در ښایم.

ـــ نه کیږي، لویه ګناه ده. ما له ځان سره مه ګنهګاروه!

ـــ ځه ملا! دا هره شپه به زما سره یوه بستره کې هلکان پراته وي.

دواړو وخندل.

د ماخستن اذان یې واوریده، ټیپ ریکاډ یې بند کړو. جل جلاله یې وویل. د موټر سرعت یې نور هم تیز کړو. پنځمه کوڅه کې تاو شو، یو څه مزل یې وکړو. کیڼ لاس ته بلې وتلي کوڅې ته ور وګرځیدو. موټر یې ودروه. پیاده روان شو. موبایل یې راوخیسته. غوږ ته یې ونیوه. وه یې ویل، راغلم، دروازې سره یم.

ورو یې دروازه خلاصه کړه. کور ته ننوتو. انګړ رڼا و، له دهلیز په ونه برابره ښځه را ووته. سور بلین یې اغوستی و، غاړه یې سپینه پړقیده. موسکه شوه. وه یې ویل: زبیره! راغلي؟

ــ خلک خو همداسي وایي.

غیږې یې سره ورکړي. زبیر د ځان خوا ته نیزدې کړه، ښی لاس یې ورو ورته په ملیې ښکته پورته کش کړو.

ښځې وویل: راځه دغې کوټې ته.

کوټې ته ننوتل. ښځې د بخارۍ څخه راغلي د تور مزي دوه سپړل شوي لاینونه ساکیټه کې ننویستل، بیا د زبیر په خیټه ور کیناسته. په مخ یې لاس ور تیر کړو. زبیر وویل: مچو!

ښځه ورټیټه شوه.

د بخارۍ سپین خیرن سیمونه ورو ورو سره کیدل.

زبیر وویل، موټر مې باندې ودروه.

ــ کیسه کې یې مه اوسه. نفر شته، ورته ګورې.

ــ خلک وږي شوي، تیره ورځ یې هم زموږ تره زوی له ټوډي موټر خلاص کړو.

ښځې ورو وخندل.

پاڅیده، بلې کوټې ته لاړه. زبیر د څنګ توشک ته وکتل، دوه داغونه پرې ښکاریدل، لکه خوږې اوبه چې پرې توی شوي وي. په خپل ځای کې پورته شو، په کوم توشک چې ناست و، ټول یې ولیدو، پاک و.

دروازه خلاصه شوه، ښځې پسې شاه ته بله دنګه پیغله را ننوته. پنجابۍ جوړه یې اغوستي وه. اننګي یې تک سره و. غټې سترګې یې لومړی په زبیر کې ونیوي، خو سمدستي یې ځمکې ته ښکته کړي. خوا ته یې ور نیزدې شوه،  ښی لاس یې ور وړاندي کړو، ستړي مه شي یې وکړه.

زبیر، د نجلۍ غمبورو کې جوړې شوي وړې کندې ته لاس ور نیزدې کړو. جینۍ یې لاس ونیوه. وبونګیده، ورو یې وویل، مه کوه.

زبیر وویل: ته اوس له ریسې شرمیږي؟

جینۍ له کوټې ووته. زبیر دیواله ته ایښي بالښته ته تکیه وکړه، وه یې ویل: ډېره نازدانه ده.

ښځې وویل: یو پروګرام کوي؟

ــ لیونۍ! وایم ټوله شپه مې ورته کتلی.

ــ ښه، حساب خلاصوي؟

ــ پسې مړه به شي.

ښځه موسکه شوه، وه یې ویل:  ټوله دونیا پسې مړه ده.

ــ ډېرې وه نه غواړي، چې ټول تاوانونو کې یم.

ــ اته سوه ډالر را کړه.

ــ څه وایي؟ نرخونه لویدلي. اوس نو هغه د ډالرو وختونه تللي.

ــ واه واه، باکره پیغله هم غواړي. شرطونو ته دې پام دی؟ په ونه دنګه، ملیه نرۍ، سینې یې مخي ته او کوناټي یې شاه ته وتلي، هغه هم په خپله اندازه، تر حد دې نه وي اوښتي.  یوازې په قلم مې جوړه نه کړه، نور چې څنګه تا ویلي و.

زبیر اته سلګون نوټونه وشمیرل، ښځې ته یې ونیول، و یې ویل: هن ډېرې دې واخیستې، دا تیره اوونۍ مې په یو سلګون، پوهنتونۍ باندې لوی اودس واړوه، خو دا نازکه ارزي.

ښځې وخندل،

له کوټې ووته. زبیر ایفون را وویست، خپله فیسبوک ایډي یې خلاصه کړه.

باکره پیغله د برقي بخارۍ څنګ ته ناسته وه،  ښځې په څلورو خړو نوټونو ګوته تیره کړه او ورته و یې نیول. پیغلې وویل، نه کیږي، په پنځو سوو کې چې یوه کمه وي، بېرته ځم.

ــ واخله پلیتې! په اولو کې هره یوه همداسي وي، وروسته بیا په زرو افغانیو نه په خوله ایله کوی نه په…

ــ دا چې خپل عزت له خاورو سره خاورې کوم، د مور له پاره مې،  د ژوند او مرګ خبره یې ده.

ــ په مور دې څه ټکه را لویدلي؟

ــ زړه یې سوری دی، د سرې میاشتې په همکارۍ مو ترکیې ته بوتله. هلته یې ورته زړه کې بیټري کیښوده، اوس یې هر وخت بیټري چنګیږي، څو وارې مې روغتون ته بوتله، وروستی ځل یې ویل، چې باید بیا عملیات شي. پوره پنځه سوه ډالر غواړي. درې اوونۍ مې سوالونه وکړل، د ډیرو سپکو سپورو په اوریدو سره سره مې ایله دوه زره افغانۍ ټولې کړي. له پلاره را پاتي دونیا مې وختي پرې ختمه کړه، مجبوري ورځې دلته را ولیږلم، اوس تا هم لانجې شروع کړي.

د څنګ کوټې د دروازې د خلاصیدا غږ شو، زبیر غږ کړ، مشرې!

ــ دا دی درغله.

ښځې بلین له بدنه کش کړو، په خپل سینه بند یې لاس ور دننه کړو، د سلو نوټ یې ترې را وویسته، نجلۍ ته یې ونیوه، وه یې ویل: ورځه! هلته ورته نیستۍ وه نه غږوي. عشقي کیسې ور سره کوه. پوخ ګاک دی، بیا په ما پټاکې کوي. که خپه دې کړو، تر ترشو به دې پرهیز کړم.

جینۍ کوټې ته ننوته، زبیر له ځایه را پاڅیده، غیږه یې ترې تاو کړه. ورو یې کلکه کړه. وه یې ویل، دې ته وایي اندام، داسي غوژه غوښه مې نن ولیده.

تر لاس یې ونیوه، له ځان سره څنګ ته یې کینوله. وه یې ویل: ډېره ښکلي یې.

نجلۍ غلي وه.

ــ ولې شرمیږي؟

ځواب یې تر لاسه نه کړو.

د نجلۍ په سینو یې لاس ور کيښوده، وه یې ویل: اه! واه! څه کلک تیان دي.

نجلۍ سونګیده.

زبیر جیب ته لاس کړو، د سلو ډالرو نوټ یې را وایسته، جینۍ ته یې ونیوه، وه یې ویل: هن! خو ټوله شپه ده، په دې چنګ پنګ به یوازې زما زړه خوړین کړي. سمې عشقي کیسې وکړه، که ښه مینه دې را سره وکړه، شاید لږې نورې هم درکړم.

نجلۍ د ټیکري پیڅکه په خپلو سترګو تیره کړه.

زبیر خپل کمیس وه اسیته، نجلۍ یې ورو څملوله، په شونډو یې خپلې شونډې ور کیښودې، لاندنۍ شونډه یې ترې زبیښله.

ـــ ډېره خوږه یې؟ تر بورې هم ډېره.

نجلۍ ورو وویل: واده لري؟

ــ هو

ــ ولې نورو پسې را وتلی یې؟

ــ هغه زوی مړې یې په اسانۍ نه مني، په مات  سر یې رضا کړم، خو د سپینې غرې په څېر پرته وي. اخ، واه به یې وا نه وري.

د نجلۍ اننګي یې د لاس په دوو ګوتو ټینګ کړل، وه یې ویل: سخت تک سره دي، لکه لږ وړاندې چې چا زبیښلي وي، تر انارو هم ډېر سره، پلار لکه چې ډېره په ناز لویه کړي یې؟

ــ پخوا مړ دی؟

زبیر یې په سینو لاس ور کیښوده، تیان یې ورو ورو ور ټینګول، وه یې ویل، دا نو مور د شهزادګۍ په څیر ساتلي یې؟

ــ چې په ښه بد پوهیدلې یم، په کټ پرته ده؟

ــ که نن یې را سره په شوق وکړي، ورور به دې یا ځان سره اشپز کړم یا باډي ګارډ.

ــ کاش٬ هغه ښه معاش درلوده، د بل محتاجه نه وو. تر ځان به ډېر زما او د مور په فکر کې و. مور یې میاشت کې یو ځل د پیښور شیرپاو روغتون ته بیوه. ما هم چې څه غوښتل راوړل یې.

ــ ولې مړ شو؟

ــ وروستۍ ځل په رحصتۍ راغلی و، هلته یې د پوستې ملګرو د ګاونډي هیواد له عسکرو سره د پولې په سر شخړه راغلي وه، مور مې اجازه نه ورکوله، ده ورته ویل، هیواد هم مور ده. لکه څنګه چې ستا پالنه را باندي فرض ده، همداسي د هیواد ساتنه هم ده. ته یوازې دعا راته کوه. خدای ساتندوی دی.

لاړو؛ خو په سرو وینو لیت یې کور ته راوړو.

زبیر دیوال ته کتل، ښه شیبه غلی و، ورو یې وویل، هیواد خو یوازې دا ده مور نه وه، د ټولو مور ده.

غلی شو، سترګې یې ښکته واچولي، بیا یې دیوال کې وګڼدلي، لکه په هر دیوال یې چې د پیغلې خور لوی لوی انځورونه ځړیدلي وي. چت ته یې وکتل، له سترګو راغلي دوه غټې اوښکې یې د زنې له کونجونو د ټټر په ببرو ویښتو وڅڅیدي.


سیاسي بدلون 

حیات الله ستانکزی

په لړزیدلو لاسونو یې قفس کې خپل زرک ته تازه اوبه واچولې ، او قفس یې د مڼې د ونې یخ سیوري ته کیښود . له جیب څخه یې د نصوارو قوتۍ را واخست لومړۍ یې په ښیښه کې خپل مخ ته وکتل او په سپینه ږیره یې لاس تیر که خپله لونګۍ سمه کړه یوه خوله نصواریې واچول ، او په سیوري کې هوار شوي فرش باندې یې بالښت ته ډډه ووهله . 

او بیایې خپل لمسي شمس ته غږ که : شمسه والکه  شمسه هغه توفداني خو را وړه ، څو شیبې وروسته د اتو کالو ماشوم

توفداني په لاس د بابا څنګ ته کیناست ، بابا نصوار تو کول ، او زرک خپل آوازونه هوا ته پورته کړل . شمس په خوشالي وویل بابا جانه پلار مې زنګ وهلی وو نن کورته راځي . ددغې خبرې په آوریدو سره د سپین ږیري اسلم خوله له وارخطایي وازه پاتې شوه . د هغه اندیښنه په ځای وه ، ځکه یو ساعت مخکې معلم نسیم چې د ولسوالۍ له بازار څخه کورته راته نو وسله وال طالبان یې لیدلي وو چې په لویه لار کې یې موټر تلاشي کول او له ځینو کسانو به یې پوښتنې ګرویګنې هم کوالې .

د اسلم خان مشر زوی په ملي اردو کې دنده تر سره کوله او نن کورته را روان وو ، اسلم خان په سوچونو کې ډوب شو ، چې هسې نه زوی یې د طالبانو لخوا و پیژندل شي ، یا کارت ورسره وي او یا هم چا یې شیطاني کړې وي ، ځکه چې د اسلم خان دښمنان کم نه وو. 

هغه د سوچو په دریاب کې غرق شو او هغه وخت ور په یاد شو چې خپله اسلم خان د روسانو په وړاندې په مسلح جهاد کې د مجاهدینو قومندان وو ، هغه افغان حکومتي مامورین او عسکر ور په یاد شو چې اسلم خان او کسانو یې وژلي وو . او هغه ځوان عسکر هم ور په یاد شو چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت په مهال یې ژوندۍ نیولی وو ، هغه څو ځلې د اسلم خان پښو ته ځان ور آچولی وو او په زاریو یې ورته ویلي وو ، چې ما مه وژنه د مور یو زوی یم او دوه واړه ماشومان په کور کې زما د راتلو لار څاري ، خو اسلم خان ورباندې د تور ټوپک جاغور خالي کړی وو .

اسلم خان وارخطا شو او خپل زوی یې ذهن ته راغی، چې د طالب یې سرته ټوپک نیولی وي ، ژر یې شیطان لاحولو که، په لړزیدلو پښو ودرید اود کلي د جومات خواته روان شو.


 اتلس کلنه نجلۍ

حامده (مقتصد)
ځوانې جینۍ په خپلو تورو ویښتو کې ږمنځ تېره کړه ویې ویل:
ـ ادې بېګا مې خوب لیده چې ویښته ږمنځوم ټول مې په غېږ کې را توی شي.
– خوبونه دې په نېک شګون نیسه، کوژده به دې وشي له خیره، ښه ژوند به ولرې.
– د څه شي کوژده! زه کوژده نه کوم، هلته کلی کې خو مکتبونه نه وو اوس ښار ته راغلو زه درس لولم.
– پام کوه چې دا خبر دې ابا وانه وري هسې په کور کې جنګ مه راته جوړوه.
جینۍ په غریو نیولي غږ وویل: دا اته کاله بې زده‌کړو پاتې شوم دا بس نه دی، چې اوس مې هم زدکړو ته نه پرېږدئ؟
له تورو ویښتانو یې نرۍ چوټۍ جوړه کړه، آینې ته مخامخ ودرېده له ډنګروالي یې د سترګو شاوخوا ګونځې پیدا شوي وو. دواړه لاسونه یې په مخ تېر کړل، ادې ته یې ور غږ کړ:
– ادې تلیفون ته زنګ دی.
– پلار دې دی، څه به وایي؟
– هلو د روبینې پلاره څه دې ویلې؟ ښه ښه بېګا ته راځي؟ سمه ده.
– څوک راځي؟
– نعمت له اېرانه راغلی هغه بېګا ته راځي.
– ښه اوس به پخلي ته لاړ شو.
بېګا د ډوډۍ خوړلو وخت کې نعمت ویل “کاکا هغه زما کیسه څنګه شوه؟ ” سړي په سپینه ږېره لاس تېر کړ ویې ویل کیسه خو مو خلاصه کړې وه، اوس به خوله خوږه کړو سبا ته دې له وروڼو سره په دستمال پسې راشئ. سړي ښځې ته سترګه کېښکوده، ښځه له ځایه پاڅېده یوه قاپ کې یې لږ چاکلېټ راوړل، سپین ږېري چاکلېټ واخیستل او مخامخ په عمر پاخه ځوان ته یې ورکړل. جینۍ له ټولو په پوښتونکي نظر د دې کار ځواب غوښت، سپین ږېري سړي وویل: روبینې لورې تاته خو معلومه ده چې نعمت به هره میاشت موږ ته شل زره افغانۍ رالېږلې ما هم په بدل کې ته ورکړې وې، اوس دې د واده وخت دی نو باید ستاسو د کوژدې ټولو ته ووایو. جینۍ هکه حیرانه پاتې وه، اتلس کلنه جینۍ له پنځه دېرش کلن هلک سره کوژده شوې وه. د درس ویلو ټول ارمانونه یې په اوبو لاهو کېدل.
سهار یې ادې وپوښتل: روبینې لورې په تا څه شوي؟
– هسې د شپې خوب نه راتو، بې خوبه یم.
غرمه خوا د جینۍ حالت په خرابېدو شو، مازدېګر یې سترګو تورې حلقې وویستې، په خوله یې ځګونه راغلل، لږ وخت وروسته په روغتون کې د ناروغانو په کټ پرته وه، یوه ځوان هلک د ډاکټرانو سپینه چپن اغوستې وه، په غاړه کې یې د فشار اله وه، ویې ویل: پلار جانه ستاسو لور زهري څه خوړلي، معده یې مینځل غواړي. زړې ښځې سونګېدا شورع کړه. شل دقیقې وروسته یې د جینۍ په لاس کې د سیرومو پیپ تېر کړی و، په خوله یې اکسېجن بند و او د زړه د زربان ماشین ارامه درزا کوله. یوه اونۍ وروسته جینۍ سترګې رڼې کړې ډاکټر وویل روبېنې حالت دې څنګه دی؟ جینۍ په زګېرېدلي اواز وویل ښه یم.
– څه شی دې خوړلي وو؟
– معده مې خوږېده د شربت په بوتل کې د موږکو دوا وه په غلطۍ مې وڅښله، سهار پوه شوم چا ته مې حال ونه ویل.
ډاکټر وویل: نور ځان مه په زحمت کوه ته آرام ته اړتیا لرې.
د سپین ږېري سړي تر خوا له عمره پوخ ځوان هم په څوکۍ ناست و. ډاکتر وویل: ستاسو ناروغ په هوښ راغی، وېلې د موږکانو دوا یې خوړلې. د هغې زهر تېز دي اوس به یې په ټول بدن کې تیت شوي وي. موږ یې تداوي نه شو کولای پېښور ته یې بوځئ.
سبا مازدیګر د پېښور د شېرپاو روغتون مخې ته له موټر نه سپین ږیری سړی بل له عمره پوخ ځوان او ځوانه جینۍ راکوز شول. ډاکټر له عمره پوخ ځوان ته په نیمه پښتو وویل: دا ناروغ مو د روغېدو نه دی په راوستو کې مو ناوخته کړي ټول بدن یې زهري شوی. ځوان ژېړ رنګه مخ ولاړ و. دوې ورځې وروسته نرسې په مړاوې غږ وویل” ډاکټر صیب وایي چې د روغتون کارونه راخلاص کړه ناروغ مو په حق ورسېد.
نور مې مه وژنه همدا سزا مې بس ده
بې تعلیمه چې دې پاتې کړم په کور کې؟
———————————————————————-

چرسي تبليغ او امير صيب!

نوربادشاه يوسفزی

ګل شير ته خدای هدايت وکړو او هغه د چرس وهلو څخه توبه ويسته او دين پرې هم لږ ډېر تاثير وکړو نو د تبليغي جمات سره تبليغ لا هم لاړو, تبليغيان هم د ګل شير په دې عمل ډېر خوشاله وو او چرته چې به تلل نو د خلقو سره به يې د ګل شير پيژندګلو کوله او وئيل به يې ” ګل شير ته وګورئ,  الله پاک پرې خپل رحم وکړو, او د وس د چرس وهلو نه هم توبه کړې ده,

د هر لمانځه روسته به د امير صيب لخواه ګل شير ته و وئيلې شو ” پاسه ګل شيره دوي ټولو ته و وايه چې مخکې به تا څومره چرس وهل? او وس درباندې خدای څومره فضل وکړو,
هر ملاقات کې به ګل شير ته وئيلې شو چې ” ګل شيره و وايه دې خلقو ته چې مخکې به تا څومره چرس وهل, ستا ژوند څومره برباد وو,

د ګشت په دوران کې به هم په هر دوکان, حمام, حجره, هډه کې امير صيب ګل شير ته امر وکړ چې ” ګل شيره واوروه دوي ته خپله قيصه چې مخکې به ته څومره چرس وهل او د ګناهونو په دلدل کې به پروت وې هم دغه رقم به ګل شير خپل قيصې ته کش ورکړو,
يو ځل په جماعت کې د لمانځه روسته امير صيب ګل شير ته و وئيل ” ګل شيره پاسه او دوي ته واوروه چې څنګه الله په تا رحم وکړو او ته د چرس وهلو نه توبه ګار شوې او زمونږ ملګرې شوې,
ګل شير ودريدو او خلقو ته ګويا شو ” مومينانو ” دا رښتيا دي چې اول  به ما ډېر چرس وهل, او دا هم رښتيا دي چې ړومبئ زما ژوند ډېر برباد او تنګ وو, او دا هم رښتيا دي چې اول زه د ګناهونو په دلدل کې نختۍ يو چرسي ياديدلم, خو يوه خبره ده چې هغه وخت الله پاک زما ښۀ پړده ساتلې وه, خو چې ده کله نه د دوې تبليغيانو سره ملګرې شوې يم د هغې ورځې روسته داسې ځائ او محفل ندې پاتې شوې چې دوي پدې خبره وئيلو زه بې پرده او شرمولې نه يم چې ګل شيره دي ته و وايه چې مخکې ته څومره چرسي, ګنانګار او برباد سړې وې .


مجبوري

محمد نور شاهین

ښایسته هوا وه، هره خوا شنه ګلان غوړیدلي وو، هر ګل د بل ګل سره د ښه بوی او ښه رنګ په وړاندې کولو کې سیالي کوله.

زه هم له خپل هغه ملګري سره چې تل به چوپ،غمګین،له دنیا نه زړه توری او له هیچا سره یې ملګرتیا نه کوله، د خپلې پوهنځۍ مخکې په شین چمن کې ناست وم.

ما به هم تل له خپل ملګريسمیر څخه دا پوښتل، چې ته ولې تل چپ او غمګین یې او پدې ورځو کې دې طبیعت خراب ښکاري؟

دی به یوازې د یو تش کالبوت په شان ناست و او ځواب به یې نه راکاوه.

نن پوهنتون ته لږ د وخته راغلي وو. ما غوښتل د هغه د غمونو پېټی لږ څه سپک کړم نو ځکه مې له هغه سره بیا د هغه د یوازې‌والي او چوپتیا پوښتنه وکړه.

سمیر هم ملامت نه و، هغه نور زما له دا ډول پوښتنو څخه بیخي په تنګ راغلی و، هغه سر ټیت کړ او په ژورو سوچونو کې ‌ډوب شو.

له ښه ځنډ وروسته یې سر راپورته کړ،چې ګورم سترګې یې له اوښکو ډکې دي.

په لړزیدلي غږ یې وویل:هغه واده کېږي، هغه زما نه شوه، ما ورسره له ځانه زیاته مینه درلوده خو هغه لاړه او د بل شوه، هغه لاړه هغه لاړه، او له دې سره په ژړا شو.

ما ورته وویل چې څه شوي؟

 په غریو نیولي غږ یې وویل: ما له هغې سره ډیره مینه وکړه، خو پلار یې بل چاته ورکړه او راتلونکې شپه به یې واده وي، سره له دې چې هغه اوس د بل چا امانت ده، خو دې ته تیاره ده چې له ما سره وتښتي او نور ټول ژوند له ما سره یو ځای و اوسېږي.

په داسې حال کې چې ما ته یې په هیله‌مند نظر کتل، زیاته یې کړه؛ ایا مرسته راسره کولای شې؟

ما ورته ډاډ ورکړ چې خیر یو څه به وشي.

زما له دې خبرې سره یې ناڅاپه ځان زما غېږې ته را واچوو او په سلګو یې پیل وکړ.

څو شېبې وروسته مو یو ټولګیوال زمونږ په طرف راغی او ویې ویل: درس پیل شوی دی او ښوونکی ټولګي ته راغلی.

مونږ هم پاڅیدو،  په لاره کې سمیر وویل: وروره وروسته به له مسکا سره هم خبرې وکړو چې هغه په دې اړه څه وایي.

زما هم فکر ګډ وډ شوی و، په درس سم پوه نه شوم او هېڅ خوند یې نه راکاوه.

کله چې له ټولګي څخه راووتو،زه او سمیر له خپل مسیر څخه په بله لار روان شوو، ده خپل موبایل را وویست اوبې له ځنډه یېمسکا ته زنګ وکړ.

د مبایل د مقابل لوري څخه ځواب رانغی، خو بهیر بیا هم خوښ و، ځکه چې هغه ډیری وخت په یوازې‌والي کې تیر کړی و او اوس ورسره زه وم.

دچینایی ادبیاتو په پارک کې یو ځای کیناستو، اود یو نوی پلان په لټه کې شولو،له ډیرو خبرو او پلانونو څخه وروسته مو په دې سلا وشوه؛ چې باید سمیر زموږ له پخوانیو خبرو څخه مسکا خبره کړي، خو ستونزه دا وه چې زموږ سره وخت کم و او یوازې یوه شپه وخت مو درلوده، ځکه ټاکل شوې وه چې سبا شپه به د واده شپه وي.

دا چې زه او سمیر ډېر کلک ملګري وو او یو بل ته له خپل سر څخه هم تېر وو، خو اوس دا داسې مسله وه چې ما، سمیر او دریم او اصلي کس یعنې مسکا ټولو ته مشکل جوړېده.

زه هم له سمیر سره د هغه کور ته لاړم، د شپې مو تر ډېره په دې اړه خبرې وکړې، د شپې نا وخته د خوب ښاپېرۍ ته ورتر‌ ‌غاړېوتو.

کله چې مې سترګې رڼې کړې، تیاره وه،چې ګړی ته مې وکتل(۲:۴۳) وې، پاڅېدم؛ له لمانځه او تلاوت وروسته مې خدای ته د سوال لاسونه پورته کړل او د سمیر په مسله کې مې له هغه ذات څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
دا مهال سمیر د کوټې ور را خلاص کړ او ډېر خواشینی ښکارېدو.

ما ترې وپوښتل؛ څه شوي دي؟

سمیر وویل: هغه مې له ټول پلان څخه خبره کړه، خو ویل چې اوس ډېره نا وخته ده او دا هر څه نا شوني دي.

له ډېر اسرار وروسته مې دې ته راضي کړه چې هغه به نیم ساعت وروسته په څلور لارې کې زما انتظار کوي.

سمیر له کوټې ووت، لږ ځنډ وروسته بیرته په داسې حال کې راغی چې دوه دانې تفنګچې یې په لاس کې وې، یوه یې خپله واخیسته او بله یې ما ته راکړه.

له اطاق څخه بیرون ته را ووتو، هوا ډېره نرمه چلېده او دغه نرمې هوا د یوې لویې پېښې راتګ ته شېبې شمارلې.

 سمیر خپل موټر را وویست، موټر ته پورته شوو، د څلور‌لارې په لوري روان شوو.

سمیر په ژورو فکرونو کې ډوب و او موټر د ډېر سرعت له امله له هوا سره خبرې کولې.

شل دقیقې وروسته موږ ټاکل شوي ځای ته ورسېدو.
چې ګورو مسکا له ځان سره یوه بله نجلۍ هم راوستلې وه، سمیر د مسکا په لوري روان شو او زه لږ څه لرې یو لوري ته ودرېدم.

د سمیر او مسکا تر منځ خبرو دوام درلود کله، کله به د دوی تر منځ خبرې جدي شوې.

سمیر ورته زارۍ پیل کړې، چې ما یوازې څه نشو کولی او اوس مې دغه ملګري زما سره د هر ډول مرستې ژمنه کړې، هغه د دغه خبرو سره په ژړا شوه او په غټو غټو اوښکو یې وژړل.

زه هم لږ څه ور نېږدي شوم او ورته ومې ویل: خورې اوس ډېره نا وخته ده او د خبرو وخت نه دی، ځئ چې لاړ شو او دغه مهلت له لاسه ورنکړو، زما د خبرو سره هم‌مهاله مسکا په ټوخي پیل وکړ او سمیر چیغې کړې؛ دا ولې؟؟؟؟

زه چې کله متوجه شوم، ګورم چې د مسکا له خولې وینې روانې وې.

مسکا په چیغو پیل وکړ، ما نه درته ویل چې اوس ډېره نا وخته ده، ما له خپل ژوند څخه لا مخکې لاس اخیستي او نیمه پیاله زهر مې خوړلي، ځکه زه په دې باوري وم چې زه ستا نشم کیدای، نو ځکه مې نه غوښتل چې نور ژوند وکړم.

سمیر چېغې کړې؛ هله ونېسه چې روغتون ته یې ورسوو.

خو هغې وویل: نه تاسو نور زما د ژوند د خوندي کولو لپاره کوښښ مه کوئ، ځکه اوس ډېره نا وخته ده.

سمیر په غېږه کې ونېوه او موټر ته مو پورته کړه.

موټر ته له پورته کېدو سره سم مو موټر په ډېر سرعت سره روان کړ، نو دا چې شپه وه او په سرکونو باندې ډېر بېرو بار نه و، د مسکا له خولې وینې روانې وې او دې ټوخل، سمیر ورته د فکرونو په نړۍ کې ډوب و.

روغتون ته له رسېدو سره سم مې چېغې کړې، بېړنی ناروغ دی، بېړنی!!!

نرسانو له را رسېدو سره سم غوښتل مسکا پورته کړي خو سمیر پرېښنودل او مسکا یې په خپله غېږه کې را اوچته کړه او د بېړنۍ خونې په لوري یې منډې کړې.

په بستر له څملولو سره سم ډاکټراڼو سمیر ته وویل: نور ته بهر وتلی شې.

په داسې حال کې چې مسکا په نېم ژواندي حالت کې پرته وه؛ چیغې کړې: سمیره، سمیر، س، ره!!!! مه م، ځ، ځه، مه ځه!!!

له دې خبرو سره یې له پزې هم وینې راغلې او په سلګیو کې یې وویل؛ مینه درسر، مینه….مینه درسره لرم، مینه درسره لرم!!!

له یوې ژورې ساه څخه وروسته یې نور د تل لپاره خدای په اماني وکړه.

ډاکټرانو هم سرونه ځوړند ونیول او وویل: په تآسف سره چې ناروغ مو وبایلود.

له دې خبرو سره سمیرپه زړه لاس کیښود،د درد له امله یې خوله خلاصه کړه،یو ناڅاپه د مسکا په کټ ورپریووت او بیا یې هېڅکله له خولې آواز اوچت نشو.

زما هم نوره په پښو کې سېکه نه وه او د خونې په غولې د ځنګنو په سر کیناستم له سترګو مې په داسې حال کې اوښکې تلې چې د سمسییمیرر، سمیر نامه مې تکراروله.

زه هم پوه شوم چې سمیر په بل جهان کې د یو ځای‌والي په موخه په مسکا پسې لاړ او نور به هېڅکله له ما سره خبرې ونه کړې.


پوچک

 محمدخالص ادیب

یو په بل پسې موټرونه درېدل، موږ تقریباً پینځم موټر و، لمر پر زرغونه دره ګر مې وړانګې غوړولې، د شنو چینارونو له څوکو مرغان تښي و، ماشوم له سړک غوا واړوله، تر لکۍ یې کش کړه، غوا منډه کړې، ده څو لښتې یې نورې ورکړې، مخ یې ترې راوګرځاوه. د طبیعت پر پاکه هوا دې وېرې څپې خورې وې. له چینارونو یو دم ډزې وشوې، ماشوم د دیوال څنګ ته کېناست، ورو ـ ورو یې ساه اخیسته، د خړ موټر پر سر سرتېری ژر سر ټیټ کړ، شېبه وروسته د ډزو غږونه غبرګه شول، موږ په موټر کې ځانونه راټول کړل، د هر ډز له اورېدو سره مو د زړه ستنې کږېدې. ټول ښه ډارېدو. په دې هم پوهېدو چې شېبه په شېبه د مرګ غېږ ته ورنږدې کېږو؛ خو یو ته مو نه ویل سباوون په ماشوم کې سترګې ګنډلې وي، کونځې لمن، خړه خولۍ یې په سر وه. ماشوم د موټر خواته ورروان شو، ځمکې ته یې لاس کړ، پوچک یې لمن ته کړل، سباوون یې په اوږه لاس راکېښود کړل یې:

  • وینې؟

په ویړو شونډو جمال زیاته کړه:

  • پوچک ټولوي؟

ده ځان خبرو ته راجوړ کړ، بیا ډزو زور واخیست، ماشوم منډه کړه، پښه یې بنده شوه، پړ مخې ولوېد، په خاپوړو یې د دیوال بېخ ته ځان ورساوه، جوخت ودرېد، په خاورو ککړه لمن یې له نظره تېره کړه، په موټروان مو غږ وکړ:

  • استاده شا ته کړه، زور یې واخیست

په ږیره یې لاس تېر کړ:

  • کېنئ چې ازل مو نه وي پوره نه مړه کېږو

جمال خبرو ته خوله راجوړه کړه:

  • عجل په دوه ډوله دی مطلق او معلق…

تر هغه یې چې خبره بشپړاوه، بیا ډزې شوې، له موټرونو سوارۍ کښته شوې، د دیوالونو خواته غلي په کړوپو ملاوو ودرېدل، سباوون ماشوم ته ورنږدې شو، هغه د پوچکو په شمېرلو بوخت و، جمال سترګې په کې خښې کړې، په خوبولو منګلو کې راپورته کړ، د خیال په مزو یې وتاړه، لاس تر زنې یې ښه ژوره ننداره وکړه، سباوون ورو ورته کړل:

  • ځه ولاړ شه څه کوې

ماشوم پزه کش کړه، ګردجن لوستوڼي يې په پزه تېر کړ، په لمانده لوسټوني يې نظر ولګېد، شاته یې ونیوه، په شرمندونکي او غوسناک اواز یې وویل:

  • نې تولۍ ټولم

جمال جیب ته لاس کړ، د موبایل په سکرین یې ګوته کش کړه، له ماشوم څخه یې ویډیو پیل کړه، سباوون ته یې اشاره وکړه چې پوښتنې ترې پیل کړي؛ خو ماشوم پوه شو، جمال ته یې شا کړه له ځانه سره په کنځلو بوخت شو، سباوون په خندنۍ لهجه بیا ترې پوښتنه وکړه:

  • اې خیرنې ولاړ شه پلار به دې راشي بیا د وهي ګوره

ده ژر ورغبرګه کړه:

  • هغه تېر کال په جنګ کې شید شو

د جمال په زړه خواخوږۍ څپې وغوړېدې، ورو یې زیاته کړه:

  • ولې هغه سره پوچک نه ټولوې

جمال موبایل بېرته جیب ته کړ، ماشوم بیا ځان خبرو ته راجوړ کړ:

  • هغه ارزانه دي

سباوون بیا ترې سوال وکړ:

  • خئ دا ژیړ څه کوې

ماشوم شاوخوا وکتل، پوچک یې په پلاستکي خلطه کې واچول پورته شو په رفتار کې یې کړل:

  • دا ژر پوچک کیمته دي اغه نور غریبي نه جوړه وي

خړ ټانګ بیا ډزې پیل کړې، ماشوم په ګرمو پوچ منګولې خښې کړې، ژر ژر یې کڅوړې ته اچول، غوا په کلي کې تر کورنو پنا شوې وه.پای


جنډه
نورالله غازي
ښځې له خپل ورور سره بدل کړی و، خپله پیغلوکې لور یې وراره ته ورکړې وه او خپل ماشوم زوی ته یې ماشومه ښایستوکې ورېره په نامه کړې وه. د دوو کلونو راهيسې دا لومړی ځل و چې چې د ښځې زخمي زړه کې هوس راپورته شوی و. دسمال په لاس کور ته په خوښۍ روانه وه چې زوی یې مخې ته ورغی، هغه یې غېږې ته راجوخت کړ، پر مخ او تندي یې لیونۍ لیونۍ مچې ترې واخيستې، له دې سره په خیالونو کې ډوبه شوه، خپل زوی ورته لوی شو، ګورګوتي ويښته، سپينه خولۍ پر سر، توره ګڼه مونډۍ ږيره، غټ بريتونه….. یو ځل بیا یې غیږه خلاصه ګړه، زوی يې وروړاندې شو، د زوی ويښته يې د مور په تړمو اوښکو لانده شول.
 زوی ته يې په ژړغونې غږ وويل:
ــ  راځه زويه! پلار ته دې هم مبارکي ورکړو.
ځوانه ښځه په داسې حال کې چې زيړوکې اننګي يې پر اوښکو مينځل شوي وو، د کور پر ځای د لوړې غونډکۍ خوا ته روانه شوه. دا مخکې او زوی يې ورپسې شاته روان و، له زوی سره يې د کلي موسکي ماشومان هم ملګري شول، ټول په ځوانې ښځې پسې شاته روان وو، ځوانه ښځه هدېرې ته  ورپورته شوه، د خاورين قبر شناختې يې په تېږه په زوره زوره وټکولې او پرې نارې يې کړې:
ــ  اې خياليګره! اې ځوانيمرګه…. ستا يوازيني زوی ته مي دسمال راوړ! درته مبارک دي وي، مبارک، مبارک….
وروسته يې د زوی د کوژدې دسمال پرانيست، په داسې حال کې چې غمي غمي اوښکې يې په ډک دسمال کې څڅیدې، ميوه يې پر ماشومانو وويشله او خالي دسمال يې د خپل ځوانيمرګ میړه پر خړه لکړه کې جنډه کړ.
پای
—————————————————–
مسافري
سید عبیدالله نادرزما د یوه ملګري خاطره یا یوه لنډه د عبرت یوه کیسهد مسافرۍ شپی او ورځي به موپه یوه کور کې په مختلفو او بیلو بیلوملکونود خلکو سره تیرولي ،چې د کاره به راغلو سره به راغونډ شو ،او د خپل د ورځني د سترګو لید حال او تجربی به موسره شریکولی    او خوند به مو ترې اخیسته،ډیر ځله به د شپی سره کښیناستو او بانډارونه به مو سره کول ،زمونږ د بانډار د کیسو محتوا ټوله د دنیا په کارو بار په مادیاتو او د کارو بار د جوړولو ، او کله به مو ټوکي تکالي هم لرلی ، زمونږ یو ملګری چې ظاهرأ ډیر چپ او خاموشه وو ،په عین د حال کې خوش لباسه خوش صورته او پوه انسان هم وو ،او کله به یي داسي خبری کولي چې ډیر معنی داره به وي ،او د ده د ژور سوچ څخه یي سر چینه اخیسته ، او کله به مونږ د ده په لوړو خبرو نه رسیدو یانی نه پوهیدو ، د ده عادت داسي وو چې ډیر ځله به تر نیمو شپو ،یو ساقی خانه کې چې زمونږ د کور تر څنګه وو ،ناست وو او د څو جامونو د څخلو سره به یي ، خپله د سوچ سلسله نوره هم پسي وزغلوله ،د ساقي خاني ساقي او ټولو د میکدي ملګرو سخته عقیده ورته پیدا کړي وه ، چې کله به دی نه وو ، د ساقي خاني د ملګرو له خوا به یي ډیري پښتني کیدې ،که څه هم ده هم کارو بار درلود،سوچ وزګار هم نه وو، زمونږ د ځینو ملګرو سره چې دا توان وو او د ده په ویناوو یی سر خلاصیده هغوی به وییل : چې ډیر پوه سړی دی ، خو ذاتي او طبیعي پوهه هم ورسره د مطالعي څخه زیاته ده ، یوه شپه زمونږ د یو ملګري چې هغه هم په اصطلاح نیمه فلسفی وو ،زړه یي ډیر د ده د نیمو شپو ناستۍ ته په میخانه کې  تنګ شو ،چې یعنی دی ولي خوب ته نه راځي نو ورپسي ساقي خانی ته ورغی ،وي لیدل چې فلسفي ملګری یی ډوب په اندیښنو کې ناست دی ،ملګری می وایي : ما ترې و پوښتل : چې نیمه شپه ده ، راځه بیده شه خوب وکه ؟ ده راته وویل : چې خوب خو همغه یو خوب وي چې سړی ټول عمر خوب کوي ، یعني قبر ته ابدی خوب ته یي اشاره وه ، او زیاته یي کړه :چې بیا به د عدم د خوبونو څخه ستړي یو .خوب ته ډیر وخت لاشته ،خو د ځان د سموني او جوړوني د پاره ډیر لږ وخت مونږته راکړ شوی دی ،او د یو څو وزرونو خورولو مهلت راکړ شوی .او دي لنډ مهال کې باید د همت وزرونه وشوراوو .تر دي چې تیره شوه بیا به ځان ته هم ونه رسو، څه رسې و جهان ته ، او همداسي د حکمت او پند نه ډک یو څو ټکي یي نور هم ووییل چی ماته یی سخت ټکان راکړ ،ځکه په ریښتیا هم که د غفلت له خوبه ځان وباسې، .او خودې خواته راځې ، نو په رښتیا چې هم باید بیداره اوسې ،زمونږ نه ډېر وختونه او فرصتونه په هوسایني او خوب کې تیر شوي ،که د معرفت سترګي خلاصوئ ،نو په رڼو سترګو ماحول ته نطر واچوئ ،یقین ولرئ چې عادی ستونزی خو به ژر تر ژره حل کړو ،بلکه په ډیرو نورو اسرارو او په پټو رازونو به هم خبر شو.


د تابوت جوړولو کاروبار!

 ناصرخان شیرزی

جعفرعلی چې خپل هیواد ته نوی له مهاجرت څخه راستون شوی وو،غوښتل یې چې په ښار کې کاروبار شروع کړي.

څرنګه چې دکاروبار دشروع کیدو لپاره کاروباریان باید داسي یو تولیدجوړکړي ترڅو دهغې اخیستونکي ډیر وي او ښه ګټه وکړي.

نو جعفرعلي هم هڅه پیل کړه او له هرچاسره به یې دکاروبار دشروع کیدو په اړه مشورې کولې، او هرسهاربه له کوره وتلو او دماښام په تیارو کې به بیرته کورته راستنیدلو.

جعفرعلي چې له ډیرو ګرځیدو او مشورو اخیستلو نور ستړی شوی وو ،یوه ورځ په کورکې پاتې شولو.

 

نن ورځ ورته تربلې هرې ورځي ډیره سخته وه ،ځکه چې دڅو ورځو کړاونو او تکلیفونویې  کومه مثبته پایله نه وه ورکړې او دسوچونو او فکرونو ترڅنګ به یې ساړه ساړه اسویلي هم کول.

دغه وخت دکلي دجومات لاډسپیکر وټکیدو او په لوړ غږ سره وویل شول:

((یوضروري اعلان واورئ! ))

جعفرعلي ددې خبرې په اوریدو سخت وارخطاء شوو او له خپله ځایه راپورته شولو او غوږ شوو ، چې اوس به دڅه په اړه اعلان کیږي؟!

 

اعلان شروع شوو: ((نن دوه بجې به دکلي په هدیره کې پنځه جنازې یوځای خاورو ته سپارل کیږي، دوستان دي خبروي)).

جعفرعلي چې دغه اعلان واوریدلو نو دسمدلاسه یې دجنازې ځای ته درسیدو تکل وکړ او روان شوو.

کله چې هدیرې ته ورسیدلو ګوري ،چې دکلیوالو او دوستانو په منځ کې دپنځو ځوانانو جنازې ایښي دي.

جعفرعلي هم دکلیوالو په منځ منځ کې دځوانانو جسدونو ته ځان ور ورساوو.

ګوري چې دځوانانو جسدونه په تابوتونو کې ایښودل شوي ؛نو په ژړغوني غږیې وویل:

((زړه یې مه بوله تورکاڼی دسحرا دی * په لیدو دزخمې زړه چې زخمې نشي)).

جعفرعلي هم دنورو کلیوالو پشان ډیرخفه وو ، په همدې وخت کې دخپل کاروبار خبره په ذهن کې وروګرځیدله او دځانه سره یې وویل: اخ ! زماکاروبارهم پیداشولوهغه هم د «تابوت جوړولوکاروبار».


له عسکر څه پاتې وو

توریالی ملیار

د جنازې صفونه ودریدل، لمونځ اداشو، ملا وغږیده او عسکر خاورو ته ټیټ کړای شو، فاتحه خلاصه او ستر غم یوې خړې جونګړې ته اړم شو، بله ورځ جومات کې دوکانداران سره وپسنېدل، یوه وې کورنۍ یې له ما مالګه وړې، بل وې د بوجۍ اوړو پیسې پرې پاتې شوې، بل وې درې میاشتې مخکې مې ټیم غوړي ورکړي و، درملتون والا وې د پلار د نسخو پیسې یې تر اخره را نه کړې، یوه بل دا وخت د کور د کرایې پیسې هم یادې کړې، وې د دریو میاشتو یې ګورته ورسره یو وړې، یوه پکې غږ وکړ وې ملامت نه و، نه وې ورسره که نه بد معامله نه و.

مجلس ګرم و، ناڅاپه د نعیم زوی په بیړه جومات ته را ننوت په وارخطایئ یې وویل بابا مې خوده څنګه شو، چې ورغلو د بابا پښې په جایماز وې اوږه او سر یې بالښت ته تکیه پور یې پرې کړی و، مخامخ د سړې کوټې په یخ دیواله یې د ځوانیمرګ نعیم عکس ځړېده، برګه دریشي او ګوته په ماشه ولاړ و، د وره پر سر په رپک څو سپارې او یو قرآنکریم ایښي و، په میخ یې یو جوړ تسبیح ځړېدلې، په غولي د سترنجي پر سر دوې پيتې توشکې هوارې وې، یوه کونج ته څو پيوند پیوند توشکې، کمپلې ا وبړستنې ټولې وې، ماشومه  لمسۍ یې د کوټې په منځ کې ولاړه او ژړل یې، نیا یې ورته وې بچکې مه ژاړه هوا یخه ده اوښکې دې مخ چاودې کوي… ما دغو ټولو ته نظر اچولی و چا غږ وکړ وې پورته یې کړئ چې تر اوبو یې وباسو په مړي ځنډ نه دی پکار، یوه بل د کفن پوښتنه وکړه، میرمنې یې په ریږدیدلي غږ وویل کفن نه لرو، وې ګرمې اوبه؟ وې لرګي نشته، وې د اوبو ګرمولو لپاره یو لوی دیګ؟ وې لوی دیګ مو پخوا هم نه لاره، وې کور کې که کوم مشکي سابون وې؟ وې د کالیو مینځلو لا نشته. 

کونډې نږور یې غږ وکړ، د نعیم ټلفون پاتې دی خرڅ یې کړئ او په هغه کفن واخلئ، ټلفون یې په ریږدېدلو لاسونو خواښې ته ورکړ لا یې خواښې لاس نه و ور اوږد کړی چې موږ یو- یو په کفن، لرګیو، دیګ او …. پسې ووتلو.


انقلاب 

 لیکوال زلمي حلیمي 

ښه دباچاهۍ ژوند مودرلود جوړه غوایي، شنه فصلونه، داوبوډک کاریزونه دیمه کاری او… دکلاڅنګ ته دمېلمنولویه هجره به هره ورځ له مسافرو اوغریبوکلیوالوډکه وه دبزګرومیرمني به موپه کلاکي دډوډۍ په پخولوستړې وې پروار به یې لس منه اوړه خیشته ول. زه کوچنی وم عمرمي ترنهو کالو رسیدی په ښه اوبد دومره نه پوهیدم په هجره کي به ددروازې سره نژدې دپلارڅنګ ته کېناستم نیکه مي زما ترپیدایښت مخکي وفات شوي وکله کله به په هجره کي

راټولوکلیوالو دهغه دخانۍ، مېړاني اوځوانۍ کیسې کولې پرغریبوکلیوالواوبزګرویې دکلونوکلونو دغنموقرضونه پاته ول هغوی یې په بدله کي مزدوري او دځمکي کارونه ورکول. دنیکه ترمرګ وروسته مي دخانۍ ښه اوبد پلارته ورله غاړي ول هغه په څلورو ورونوکي ترنوروهغوپوه اوهوښیارکس یادیدي. په ولسوالۍ اولیروکلیوکي یې دقلم صفت کیده.

پلارمي خوراښه مرزا ومکتب یې نه ولوستی، خو دیني درس یې ډېرویلی و.له لریو سیمواوهجروبه طالبانوسپیني کتابچې ورته راوړې دوعا وسلام به یې ورنه غوښتل. یوه ورځ ناوخته دلویې کلا وروټکیده زه ورووتم دولسوالۍ موټرددروازې مخته ولاړ و موټروان خط راته ونیو په منډه مي پلارته راوړی هغه دهجرې کړکۍ ته ډډه لګولې وه لیک یې ولوست ښه شېبه وروسته په شونډوکي مسکی شوکاغذ یې کت کړدتوري صدرۍ دبغل جیب ته یې واچوئ. په هغه شپه یې کالي مالي سره تیارکړل مورمي پوښتنه ورڅخه وکړه

ـ خیرخودئ؟

پلارمي ورغبرکه کړه 

ـ ملکري مي خط راستولی دي کابل ته یې غوښتی یم.

سهارپرسپیدوښارته رهي سو دکورسرپرستي یې مشرورورته ورپرېښووه که موکتل شپږمیاشتي وروسته په رخصتي راغلی دطالبانوشپې وې ملګری یې دکابل والي وده ته یې داستخباراتودمسوول په صفت دنده ورکړې وه څوشپې یې کورتیري کړې بیرته کابل ته ولاړ داځل یې ترشپږو میاشتوډېرعمرتېرکړ یوه ورځ غرمه دکلا دروازې ته سور موټر ودریدی دشاپه باډۍ کي یې دوه کسه وسلوال په سپینوکالوکي ولاړ ول کلیوال ټول ورباندي راغونډووپلارمي دموټردمخ له چوکۍ راشوه شودڅنګ جیب ته یې لاس کړیوه بسته شنې روفۍ یې موټرچلوونکي ته ورکړې هغه پرخپله مخه ولاړ. ماښام هجره له مېلمنوډکه وه کلیوال ستړي مشي ته راغلی ول دشپې ناوخته دولسوالۍ له بازاره دلویواوکوچنیوماشندارو ږغونه اوریده کیدل دماشومانو زني له وېري رېږدېدې کلیوال ټول وهم اخیستي ول پلارمي مشراکاته وېل 

ـ نن دانقلاب لومړۍ شپه ده سبابه باچاهي پربل مخ اوښتې وې!

دشپې دوې نیمي بچې وې دکورمخي ته په مړوبتیوکي موټرودریدی له ښځواوماشومانوډک و دښارله جنګه راتښتیدلي ول په هغه شپه موکډي وتړلې پلارمي وېل 

ـ که عزت غواړئ نودانقلاب په سر وپای کي به ځان ساتئ.

دسهارپرخړه موحرکت وکړدکرزي دحکومت لومړۍ دوره موله کلي اوخانۍ لېري په مهاجرت کي تیره کړه.


1 COMMENT

  1. لیکنی له اخلاقی چوکاټه وتلی او کوم اصلاحی پیغام نلری، حتا ذوقی هم ندی او نه هم خندوونکی دی کوم ادبی صنایع او هنریت هم نلری، هسی شیطانی افکار دی.
    تاند د مشق ښه تخته ده، خو د اصلاح او سمون لپاره یی یو چاته ښکاره کوئ چی هغه یی په پنسل سم کړی بیا یی نشر کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب