دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمیرمنله ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ

له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ

نگين كرگر
د نوامبر پنځه ويشتمه (د ليندۍ د مياشتې څلورمه) د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له نړيوالې ورځې سره برابره ده او دا ورځ هر كال په افغانستان كې لمانځل كيږي. افغانستان چیرته چې ښځې  په سړکو وھل کیږي وژل کیږي، پزې یې پرې کیږي، سنګساریږي، او خوله یې ټپیږي. او بیا اوباشان له ھغې د اور لمبې پورته کوي. او یا یې په ډبرو ولي، انسان به کله د انسانیت په مانا ځان پوھوي؟
دا تاوتریخوالی یوازې د نارینه و لخوا نه دی، بلکې په ‌‌‌‌‌‌ډیرو کورنیو کې ښځې هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سبب ګرځي.

له دا ډول تاوتریخوالو څخه یو دا دی چیې کله د اینږور بچی پیدا شي خواښې یې مکمل استراحت ته نه پریږ‎دي  خواښې باید په دې پوہ شي چې دغه ماشوم نهه میاشتې پکار وي چې نړ‎ۍ ته راشي او نهه میاشتې یې مور ته پکار دي چې د ھغې وجود بیرته طبیعی حالت ته راشي ماشوم او مور یې په دغه وخت کې پورہ استراحت او پاملرنې ته اړ‎تیا لري. کله چې ماشوم ویدہ شي نور مور یې ھم باید ورسرہ ویدہ شي تر څو بیخوبه نه اوسي خصوصاً د شپې چې مور خپل ماشوم ته شوگیر وباسي.

هيلري كلينتن دي د مرګي هیره شي چې ښایسته پوهه لري او سیاست مداره ده او له همدې طالبانو څخه یې مارینوتې جوړ کړي و او د ناچو ناچو سندره یې ورته ویله.

نړۍ په دې فکر کې ده چې تر ۲۰۳۰ پورې به جنستي توپیر (واټن) gender gap ختم کړي او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره به قانون بدل کړي خو د شړومبو په وطن کې لا اوس هم نکتایي داره طالبان ویکیپیدیا لولي. د شړمبو او د چونډۍ‌‌‌‌ نسوارو خمار له سره ایسته کړئ.

د ځمکې په سر 2.7 بیلیونه ښځې د قانون په اساس د نارینه و سره هم مسلکه کار نه محرومې دي
104 نړیوال اقتصادی ځواکونه قانوني اجازه نه ورکوي چې ښځې دې مشخصو کارو کې ونډه واخلي.
59 پیاوړي اقتصادلرونکي هیوادونه د جنسي تعبیض قانون لا نه لري او په اتلسو اقتصادي پیاوړو هیوادونو کې لا میړه صاحبان حق لري چې د ښځو د کار مخنیوی وکړي.

87% افغانې میرمنې له فزیکي، روحي او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ دي، او د دې نه دوشپیته فیصده یې دا درې رقمه تاوتریخوالی سره مخامخ دي.

نور د ملګروملتو د دوه زره اتلسم  کال د بشری حقوقو راپور ولولئ نه ویکي پیډیا. نو په داسې وطن کې همدا لوستي تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډیر ظالم او ځان برتر ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب