نوی په دې معنا، چې دود مو حتا له اسلامه هم ړومبی دی، نو اول خو باید غیراسلامي څه ترې بیل شي، چې خپله همدا د دود د نوښت دلیل دی. او بیا اسلامي احکام هم ټول تغیر نه منونکي ندي، له ثابتو بغیر یې، اکثر د وخت، حالاتو او پیښو په وړاندې بدلیږي، چې له دې وجهې هم باید دود بدل کړو، د مردسالارۍ له مطلقیته راووځو او هم زمان او اړتیا ته په کتو نوي څه منلو ته تیار شو.
زموږ ټولنه، لمړی د ښځو او نر تر منځ توپیري چلند لري، بیا ډېر زیانمن رواجونه، چې باید دواړه له منځه ویسو، کوم چې په ښکاره د اسلام خلاف هم دي. او د همدغو د ختمولو او اعتدال ته د رسیدلو تر بریده باید هر افغان د فیمینېزم ملاتړ شي.
دلته یو څه نرانو ته جواز لري، ښځو ته نه. نرانو ته پکې حق ورکول کېږي، ښځينه وو ته نه، چې همدا د ښځو په وړاندې توپیري چلند او بې انصافي ده؛ لکه نران تعلیم ته پرېښودل کېږي، جنکۍ نه، له نرانو د واده د انتخاب په اړه پوښتنه کېږي، له جنکیو نه، چې همداسې په لسهاوو نور مثالونه شته، چې د خدای د دې یوه خلق کړي مخلوق او پخپله دایره (رالیږلي پيغام) کې ورته اجازه او عدالت شته، خو زموږ په ټولنه کې نه، چې د همدې د ختمولو او ریښتوني اسلام عملي کولو تر بریده هم باید فیمینېستان شو.
له دې هم بیا ډېر، زموږ درانده، نامناسب، تاواني او اکثر غیرانساني رواجونه د دې وړ دي چې بدل شي، بیا خاصکر د ښځينه وو په حق کې؛ او صرف و صرف موږ باید د ښځینه وو د شرعي او انساني حق غږ پورته کونه (فیمینیستي) باید د همدې رواجونو له وجې هم تر مناسب حده وکړو! د انجینو په بدل او بدو کې ورکول، په پیسو خرڅول، په کم عمري واده کول، له ځانه مشر ته په نکاح کول، د حمل په وخت جبري درانده کارونه، له تعلیم محرومیت او په لسهاوو داسې نور بد رواجونه/چلندونه دي، چې له وجهې یي یو معقول انسان د خاتمې په پار باید مبارزه وکړي، نور که فیمینیست بلل کیږي یا بل څه، خو دا کار باید وشي.
خو دا چې څنګه یې عملي کړو؟ نو باید د هرې ټولنې له حاکم فکري حالت، شعوري حد، لویې کلتوري برخې او ارزښتونو ته په کتو باید مخکې لاړ شو!
چېرې چې یو ادعا یا مبارزه کامیابېږي، نو راز به یې په منځلارۍ، کرار کرار مخته تللو او د هغې ټولنې او خلکو له ذهني کچې او کلي وضعیت سره برابر مخته تللو کې وي، کوم کې چې مبارزه پیلیږي. زموږ ځینې فیمینېست غواړې په همدا لمړۍ ورځ زموږ په دودئیزه ټولنه کې هر هغه څه ولري، چې نوره نړۍ کې اوس موجود دي، خو عملي کولو او عادي کولو یې لسیزې وخت نیولی. هلته د ښځو په اړه چې کوم ذهنیت دی، څه رنګ حقوق چې ورکړل شوي او یا یې د آزادۍ حد څومره دی، دوی طمعه لري هماغومره او په هماغه شکل کټ مټ دلته هم ولري او خلک ورته تیار هم کړي، چې دا ناممکن ده.
زه فکر کوم د ښځو په اړه بحث کې، لمړی که ښځو ته هغه حقوق وګټو، د کومو چې انساني فطرت غوښتنه کوي او یا د اسلام په دایره کې ورته تعین شوي وي، نو هم به مو لوی کار کړی وي، هم به مو نورو زماني اړتیاو ته د حل یوه لار جوړه کړې وي، چې هم یې په اړه مبارزه بې غبرګونه ده او هم یې کامیابه نتیجه ممکن ده.
له وخته مخکې او له امکانه زیاته، په یوه دودپاله ټولنه کې د ښځو حقوق په افراطیت غوښتل، خپله د ښځو په حقوقو تېری دی او شونتیا یې ناشوني کول دي!