چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبشعردلته ..../ پروین ملال

دلته …./ پروین ملال

د سمندر دمرغو،
په لیری څنډ وکې،

دریګو غېږ کې

د ریګ د نرمو دیوالونو نه

کورونه جوړدی.

د سمندر په غاړه

د زړو څلو د تاریخ ژبه همدا وايې !

چې د سپوږمۍ د زیږیدو په کال کې

د دی مرغیو، غور، و ستر نیکونو

دلته د خپل نسل، دسپینو ګلو کر کړی دی.

دلته یې مېني دی له عشق جوړ کړی.

دلته د ښار په ډبرین زړه کې

دډبرینو دیوالونو د هرچاک غېږه کې

دښکلو ګلو اورنګینو پا ڼو،

دګلا بي پیروتو،

ابدی کور جوړ دی .

دا دبی باکو شاپيرو، وطن دی

دیوسف مخو زلمکو وطن دی

دلته د مځکې ناوی نه زړیږی

په اطلسی زرغون کمیس کې،
سر، وو، کال

دګلو شال په سروړی .

لمر یې هروخت،

دبارانو سره ، نکاح لولی

دلته ددی ناوی، زامن اولوڼې

دلوږی، تندی او مرګونو په نوم

زما دوطن بد مرغې نه پیژني.
۱۶ – ۱۰- ۲۰۱۵

  • – ویلزk

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب