Homeادبشعرد ارواښاد عبدالله بختاني خدمتگار په مړینه

د ارواښاد عبدالله بختاني خدمتگار په مړینه

استاد محمد معصوم هوتک

ساندو بیا ونـــــــــــیاوه مخ د ادب کور ته

د بختان وړانگه غوټه سوه تیاره گور ته

د پښتو په چـــــــــوپړ ستړی خدمتگار مو

جگه غاړه ســـــــــو تسلیم د مرگي  پور ته

زمانه د مــــــــــــــــرگ و ژوند اوږده لړۍ ده

غځېدلې مخ و شـــــــــــــــــاته کښته پورته

” دوا” نسته د اجل رنځ دئ مرگــــــــــــوني

” خدمتگار عبدالله” ولاړئ د حق لور ته

ـــــــــــــــــــــــــــ

آشاوا ـ کاناډا

۲۴ فبروري ۲۰۱۸ع

حل:

“خدمتگار عبدالله” تاریخي ماده ده چي ابجدي ارزښت ئې(۱۴۰۷) کېږي. له دغي مادې څخه چي د “دوا” ابجدي قیمت (۱۱) د (نسته) په قرینه منفي سي، ۱۳۹۶ پاتېږي. ارواښاد عبدالله خدمتگار بختانی د ۱۳۹۶ ش کال د کب پر پنځمه د شنبې په ورځ وفات سو. خدای دې وبخښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...