جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد لېړو او ګازرو غذايي اهمیت | عالم جان ژمن

د لېړو او ګازرو غذايي اهمیت | عالم جان ژمن

د لېړو یا بینډۍ او ګازرو د کرنې، تولید او غذايي اهمیت په اړه تازه لیکل شوې علمي رسالې چې خورا مهمه منځپانګه لري نه یوازې د بزګر پاړکي، محصلانو بلکې د کورنیو لپاره یې لوستل زښت مهم ګنم.  

د دې لیکنې په لومړیو دوو پراګرافونو کې د لېړو (بامیه) خوراکي نبات او ګازرې چې د ارزښتناکو خوړو له ښو زېرمو ګڼل ګېږي چې غذايي ارزښت یې له پامه نه شو غورځولی څو کرښې رانقلوم. کورنۍ هم د مهالوېش په اساس وخت ناوخت له لېړوګانو او ګازرو د خوراک له‌پاره استفاده کوي؛ که چېرې په غذايي اهمیت یې وپوهېږي شونې ده په اغېزمن ډول یې وکاروي.

په دې اړه کورنیو ته د لا ښه معلوماتو له‌پاره د کتاب له منځپانګې د غذايي اهمیت کرښې رانقلوم:«ګازرې د کروټین بډایه سرچینه ده او له دې ځینې په بدن کې A ویټامین جوړیږي. دغه راز د B، K، E او C وتیامینونو ښه زېرمه ده. کلسیم پکټیت لري هغه مواد چې یو فوق العاده فایبرلرونکی پکټین دی چې په بدن کې د لوړو کلسټرولو د ټیټیډو سبب ګرځي. دا هغه سابه دي چې ۸۷ سلنه اوبه، پرېمانه منرالونه او د پوتاشیم، Bشپږ، مس، فولیک اسید، تیامنین او  دمګنیزیم ښه زېرمه ده. ګازرې د بدن له‌پاره اساسي تیلو، قندي موادو او نایترون ترکیباتت برابروي.»

«لېړو هغه نبات او سابه دي چې ډېره لږه کالوري لري. د A ویتامین، ټایمین، Bشپږ، فولیک اسید، رایبو فاوین، کلسین، جست او د غذايي فایبرو څخه ډېره غني ده. د فولیک اسید له لوړې کچې له امله یې اومیندوارو مېرمنو له‌پار له ۴ تر ۱۲ اوونیو پورې چې د ماشوم جنین د جوړېدو او ودې لومړي پړاوونه دي د خوړلو ډېره سپارښتنه کېږي؛ ځکه نوموړی اسید په کوچني ماشوم کې د عصبي ټیوب جوړښت لامل کېږي.»

پورتني غذايي اهمیت ته په کتو کورنۍ باید له دغو سبو ځینې زیاته ګټه واخلي په ځانګړي ډول د ماشومانو په جسمي وده کې خورا مهم دي؛ له سالم ماشوم سالمه کورنۍ او دغه‌راز سالمه ټولنه رامنځته کېږي.

د لیکنې په دې برخه کې د کرنې پوهنځي زده‌کړیالانو او بزګر پاړکي له‌پاره سپارښتنه کوم چې دغه دوه اثرونه خامخا ولولي.

قدرمنو بزګرانو ته د دې اثارو لوستل ځکه مهم ګڼم چې د دغو نباتاتو د مکانیزمه کرکیلې په برخه کې او د ناروغیو په تشخیص کې په ښه توګه مرسته ورسره کولی شي.

تر ټولو زیات د کرنې پوهنځي محصلانو ته خورا مهمې رسالې دي. د علمي څېړنو او سیمینارونو په برابرولو کې د یوې باوري او مسلکي ماخذ په توګه یې راوړلی شي.له نیکه‌مرغه دا اثار په پښتو ژبه تیار شوي دي. دا یو ښه اقدام او د پښتو ژبې له‌پاره په مسلکي برخه کې لاسته راوړنه یادولی شو.

په دغو علمي او مسلکي رسالو، لیکوال یې ښاغلي سید منتظرشاه هاشمي مسلکي او هر اړخیزه خواري کړې ده؛ خو د کرنې وزارت له اړوندې برخې هیله کوم چې دغه علمي رسالې بیاځلي په ښه کیفیت او د کتاب په بڼه په زیات شمېر سره چاپ او نشر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب