شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبتشویش/ اجمل پسرلی

تشویش/ اجمل پسرلی

په پراګ کې په ښاري اورګاډیو کې څوکۍ داسې نه دي چې د ښځو بیلې وي د نارینه و بیلې. که څوک  د ښځو څنګ ته ناست وي یا د نارینه و څنګ ته سره غلي وي، هڅه کوي چې ونه خوځي څو څنګلوری یې په عذاب نه شي. ګڼ کسان کتابونه هم لولي نو بل ته یې پام نه وي

 زما څنګ ته یو څوک کښیناست، خوځیده راخوځیده. تر سترګو لاندې مې ورو ور وکتل، ښځه وه. په فکر کې شوم چې په پراګ کې د خلکو اعصاب ارامه وي او دا ګوره هم پښې خوځوي او هم یې لاسونه خوځي.

خپل کتاب ته ځیر شوم. څنګلورې مې راسره ولګیده. ځان مې ونه پوهاوه خو دې به کله پښه وغځوله کله به یې بیرته ورټوله کړه. په اړخ مې وروکتل، سترګې یې له اوښکو ډکې وې. زړه مې وکړ چې پوښتنه پرې وکړم، که یې خپل حال راته ووایه یو د خیر خبره به ورته وکړم، بیا مې وویل، زړه یې په تنګ دی هسې نه پوښتنه هم پرې بده ولګیږي. بیرته مې خپل کتاب ته سترګې ونیولې. دې ټکه ټکه ټکه پښه له مځکې وهله او ورو ورو یې سلګۍ وې.

 کتاب مې بند کړ، دوه زړونه مې یو کړل چې پوښتنه وکړم، چې خوله مې راټوله کړه، دا پاڅیده، تمځی یې رارسیدلی و او کوزه شوه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب