چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeټولنیزتخلیقی تدریس | ژباړه: ښویالی محمدشفیق شرفزی

تخلیقی تدریس | ژباړه: ښویالی محمدشفیق شرفزی

 (Creative Teaching)

لومړۍ برخه

نوټ: د موضوع د طوالت او ارزښت په نظر کې نیولو سره دغه موضوع مې په دوه برخو وېشلې. په لومړۍ برخه کې د تخلیقي تدریس مبادات، تخلیقي فکر او دوېمه برخه کې پر تخلیقي تدریس لپاره د اړین توکو باندې رڼا اچول شوې ده.

تدریس یو سخته، پُرمسؤلیته او په عین وخت کې یوه تخلیقي دنده ده، په تخلیقي ډول تدریس کولو سره زده کړییزه پروسه مثمره، ګټوره او تاثیرګذاره کېږي. د مؤثره تدریس لپاره د ښوونکي پر مضمون حاکمیت سره سره د تدریس له روشونو او میتودونو سره بلدتیا یو ضروري امر دی. څو ورځې مخکې مې د مطالعې پر محال دغه موضوع مخې ته راغله نو جالبه او اړینه راته ښکاره شوه او داځکه، چې زموږ اکثره درانه ښوونکي زما په شمول د زده کوونکو او محصلینو دغې برخې ته توجو کمه وي. هر زده کوونکی له ځان سره یونه یو تخلیقي صلاحیت لري خو داچې څنګه یې وښایي دا نو بیا د ښوونکي دنده ده چې هغه سره ددغه صلاحیت په شو کولو کې لازمې مرستې وکړي، چې دې ارزښت ته په کتو مې دا موضوع په خپله خوږه (پښتو) ژبه ژباړلې ده هیله ده چې د توجو وړ مو وګرځي.

د اناتول فرانس (Anatole France) د وینا مطابق، هغه وایې( د تدریس د هنر اصلي هدف په زده کوونکو کې د فطري تجسس او پلټنې روحیه پېدا کول دي، ترڅو هغوی خپل راتلونکي ژوند ته په اسودګۍ او اطمنان سره ادامه ورکړای شي) (The whole art of teaching is only the art of awakening the natural curiosity of the young minds for the purpose of satisfying it afterwards).

د یو پلان شوي تدریس په سبب چې پر فطري تجسس مشتمل وي هماغه درس د تخلیقي فکر پر بنا استوار وي. په کوچنیانو کې د تخلیقي فکر په ترویجولو کې د ښوونکي رول له نصاب څخه زیات دی، ښوونه او روزنه؛ ډېر پراخه میدان دی، چې هره ورځ رنګارنګ تجربې او نظریي پکې ترلاسه کېږي، هره ورځ ممکن له مختلفو مشورو او نوي اصطلاحاتو سره مخ شو. د ښوونې او روزنې په ډګر کې له نویو روشونو څخه استفادې سره سره ښوونکي ته پکار ده، چې د نوي عصر مطابق شیان مطالعه کړي. د تخلیقي تدریس د ترسره کولو لپاره ښوونکی باید د نړۍ له تعلیمي پرمختګونو څخه اګاه وي. هغه ښوونکي تخلیقي تدریس په ښه شان سره ترسره کولای شي، چې هغوی پدې پوه وي، چې په ټولنه کې د نوي نسل د فکر او ضرورتونه یعنې څه؟.

د تدریس زده کړه، چې د نورو علومو د زده کړې په څېر تعبیرېږي، چې دغه علم د نورو علومو په پرتله ډېر ذهني چمتوالي ته اړتیالري. تر اوسه پورې داسې ټولنه نه ده لیدل شوې، چې د ښوونې روزنې د ماهرینو او ښوونکو د فکر او معیار څخه بره تللي وي، د ښوونکو د معیار مطابق ټولنه پرمختګ کوي. د ټولنې د ترقۍ او پرمختګ لپاره په هره زمانه کې د ښوونکو او د نظر خاوندانو ته بې حده ضرورت وي.

ښوونکي لپاره د تخلیقي تدریس ادراک ضروري دی ترڅو هغه خپل علم او پوهه په تنقیدي او تخلیقي انداز باندې استعمال کړای شي. تدریس یو دانشورانه کړنه ده، یو ښه ښوونکی له تخلیقي حکمت څخه په تدریس کې د امکان تر حده کار اخلي. سخت او پېچلي مسایل زده کوونکو ته په کم وخت کې په کامیابۍ سره انتقالوي.

داسې ټولګی به هېڅ نه وي، چې د ټولو زده کوونکو تجربې، مشاهدې، اهلیت، فهم او درک یوشان وي، په ټولګي کې دغه فرقونه په زده کړییز چاپېریال کوم تاثیر نه اچوي، بلکه د پلټنې او منبع یوه ذریعه ګرځي.

چېرته چې د افکارو او مالوماتو فرقونه موجود وي داکار د زده کړې لپاره میدان پراخوي او دغه تنوعات د ښوونکي لپاره د اکتساب په پروسه کې معاون او مرستندویه وي.

په دغه پس منظر کې د ښوونکي کردار ډېر ارزښتناکه دی. په ټولګي کې د زده کوونکو فردي توپیرونه نه تنها ضروري دی بلکه ډېر اړین دی. ښوونکی باید د ټولګي له تنوعاتو څخه اګاه وي د زده کوونکو لیاقت، خامیانې او خوبیګانې په نظر کې نیولو سره خپل تدریسي لاره ټاکي. د ټولګي فردي توپیرونه او تنوعات د تخلیقي تدریس په مټ ترسره کولای شي د ټول ټولګي د فردي توپیرونو باوجود هر زده کوونکي ته مساوي موقع برابروي. د زده کوونکو فطري تخلیقي صلاحیتونو بیداري، تخلیقي فکر په تشکیلولو او منظم تخلیقي تدریس سره کیدای شي.

زموږ د ښوونځیو په زده کوونکو کې لاتر اوسه د تخلیقي شعور او استدلال د پر مختګ پرځای روایتي ساکت او جامد نظریاتو تبلیغ او ترویج ته تدریس وایي. دغه شان تباه کوونکي نظریات د تخلیقي تدریس پر مټ په خپل قابو کې راوستلای شو.

په زده کوونکو کې فطري تخلیقي صلاحیتونو پېژندل او غوړول د زده کړې او تعلیم اصلي مقصد دی. په ټولګي کې هر زده کوونکي کې په پېدایشتي ډول سره اختراعي صلاحیتونه ټولګي ته نه راوړي، بلکه ښوونکی په خپلو هڅو او کوښښونو سره په کوچني کې د تخلقیت او اختراعیت ته پرمختګ ورکوي.

یو لایقه او پوه ښوونکی تل د خپل زده کوونکي د تخلقي سوچ په پيدا کولو کې مصروف وي. په کوچنیانو کې تخلقي شعور، تجربه، تدبیر او مشاهدې د صلاحیتونو د نه غوړېدا تر ټولو لوی سبب  ساکت او جامد نصاب کېدی شي.

د تخلیقي اظهار د ښه وسایلو د نه شتون په سبب د زده کوونکو تخلیقي صلاحیتونه رشد نه کوي او دغه ناوړه پدیده زموږ په تعلیمي نظام کې عام ده. شاګرد محورۍ میتودونو په کارولو سره د اکتساب عملیه چټکه او رنګینه کېږي نو پدې صورت کې باید د تدریس فرسوده، روایتي او زړو طریقو څخه ډډه وشي.

ښوونکو ته پکار ده، چې د تدریس د مؤثریت او مثمریت لپاره د مختلفو روشونو سره بلدتیا پیدا کړي. دا کار نه یواځې د زده کوونکو په تخلیقي اړخ کې د پرمختګ باعث کېږي، بلکه  زده کړییز او علمي عمل هم دلچسپه، رنګین، متحرک او فعاله کوي.

د کوچنیانو په زده کړییزه پروسه کې دلچسپي راوړل، د فطري تخلیقیت بېداري، د تخلیقي او اختراعي مصروفیتونو مناسبه روزنه، منظم سیستم بندي او په وړ او مناسب تدریسي لاېحې عمل کول د تخلیقي تدریس اساس ګڼل شوی.

ښوونکی د تخلقي صلاحیتونو د پرمختګ لپاره مناسب چاپېریال برابرولو کې د بریالیتوب په صورت کې پاتې کړنې چاپېریال خپله ترسره کوي، ښوونکی باید مازې د زده کوونکو پر ترسیل اکتفا ونه کړي بلکه په هغو کې د شوق او ذوق روحیه پېدا کړي.

په زده کوونکو کې که چېرې د شوق او ذوق روحیه پېدا شي، نو پدې صورت کې هغوی د خپل منزل لپاره خپله پلټنه پېلوي، د مؤثره تدریس او تخلیقي فکر د روزلو او پرمختګ لپاره د سازګاره او مناسب چاپېریال برابرول خورا اړینه برخه ده. د مناسب چاپېریال له برابرولو بغېر تخلیقي او اختراعي تدریس تصور هم نا ممکن دی د چاپېریال په غېږ کې د کوچني تخلیقي صلاحیتونه داسې نمو کوي لکه د ونې تازه څانګې او پاڼې چې د هوا په منځ کې لویېږي.

تخلیقي فکر

په زده کوونکو کې د تخلیقي فکر د ټولګي دننه د سرګرمیو او مصروفیتونو په ذریعه تشکیلېدای شي، زده کوونکي په یو روښانه کرښه بیول او له روایتي فکر څخه لرې ساتلو په صورت کې دوی له تخلیقي فکر اړخه اماده کېږي. د تخلقي فکر او شعور بېداره کولو او دې ته نمو ورکولو لپاره زده کوونکی باید یو بهتره سامع، شاهد او لیدونکی وي.

پرخپل وخت د خپلو معلوماتو او لاسته راوړنو د استعمالولو لپاره د دوی د حافظې ښه کول ضروري دي؛ ګټه یې داده، چې کله زده کوونکی د ښه سامع او شاهد کردار ادا کوي، نو تخلیقي فکر په دې کې خودبه خوده نمو کوي. د زده کوونکي چې څومره د سماعت قوت قوي کېږي په هماغه اندازه یې د مضمون په پوهېدو کې صلاحیت زیاتېږي او د پوښتنو او کونجکاوۍ روحیه یې پیاوړې کېږي.

په عام روشونو سره د زده کوونکو پرمختګ شونی نه دی، پدې سره د زده کوونکو تخلیقي صلاحیتونه نه شي غوړېدلی، د زده کوونکو د اکتسابي آسوده ګۍ او تخلیقي فضا د برابرولو لپاره ښوونکو ته پکار ده، چې خپل تدریسي موادو، میتودونو او طریقو باندې زیاته توجو وکړي. دلته یو څو کرښې د تخلیقي تدریس په طریقو باندې تورې شوې توجو مو ورته غواړم:

د ښوونکي مسلسلې هڅې په تخلیقي انداز سره تدریس کولو په ذریعه د زده کوونکو په ذهنونو کې معلومات دایمي نقش کېږي. د ښوونکي مشفقانه رویه او تخلیقي انداز تدریس نه تنها د معلوماتو په لیږد کې مرسته کوي بلکه د هر وخت لپاره د معلوماتو په بازیافت او اعاده کولو کې مرسته کوي. د معلوماتو د ارایې پر وخت ښوونکو ته ډېره ضروري ده، چې له پوره احتیاط څخه کار واخلي، ځکه چې د دغه معلوماتو پرمټ زده کوونکي خپلې پوهې سره ربط ورکوي.

زده کوونکو کې د فطرت پر اسرارو د غور کولو عادت پېدا کول پکار دي. پر زده کوونکو کې باید د حسیت د پرمختګ لپاره کار وشي.

پر زده کوونکو کې د تخلیقي فکر د پېداکولو ټوله ذمه د ښوونکي پر غاړه ده، ښوونکی د مناسب زده کړییز چاپېریال په برابرولو سره د زده کوونکو په ذهنونو کې زیات تخلیقي افکارو او استدلال پرمختګ کوي.

تجسس؛ پر زده کوونکو کې د تخلیقي فکر په پېدا کولو کې مهم رول لري، د ښوونکي د تجسس او پلټنې روحیه پر زده کوونکو او د هغوی پر تخلیقي فکر نیغ په نیغه اغېزه کوي.

بهتره طریقې سره د زده کوونکو د تجسس حس ته په پرمختګ ورکولو سره، تخلیقي چاپېریال په برابرولو سره او تنقیدي فکر او استدلال په روزلو سره ښوونکی د تدریس هدف په آسانۍ سره ترلاسه کولای شي. پر زده کوونکو کې د موضوع د اظهارولو صلاحیت پېدا کول خورا اړین دي، ځکه په تخلیقي فکر د وړاندې کولو لپاره د اظهار صلاحیت لویه وسیله بللی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب