یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېدریمخ، نوم او غږ | ایمل پسرلی

مخ، نوم او غږ | ایمل پسرلی

 په پېښور کې مې د نهم ټولګي بحثونه نه هېرېږي. درسونه به مو د سهار له نهو د ماپښين تر درو بجو و. غرمه دولس نیمې بجې به وقفه وه. دا به د ډوډۍ وخت و. هلکانو به دباندې لوبیا او شورنخود خوړل. ما له دوو نورو ملګرو سره عمومآ مېوه اخیسته. مالټې به وې. لږ مالګه به مو واخیسته، په وښو به ورته کښېناستو. بحثونه به مو یا په سیاست وو یا په سپورت. خو په نجونو به هم په داسې بڼه خبرې کېدې ته وا جرم کوو. خندا به شوه، ټوکه به وبلل شوه، یادونه به وه او بیرته به موضوع بدلېده. خو یو بحث لږ اوږد شو. یوه ټولګيوال مې د یو چا کور ته د تګ کیسه کوله. هلته د مېلمنو خونه بېټک بولي. ویل یې په بېټک کې ناست و او د « زنانه وو » غږ مې اورېدی شو. ښه مې یادېږي، یوه شېبه زموږ په درې کسیز ګروپ کې کامله خاموشي شوه. لکه یو چا چې لوی جرم کړی وي، داسې جرم چې د جبران وړ نه دی. جرم هلک نه و کړی چې غږ یې اورېدلی و او کیسه یې کوله. جرم ګواکې د هغو ښځو وو چې په خپل کور کې یې په لوړ غږ خبرې کړې وې. په دغو بحثونو کې د ښځو په تړاو بل نه هېرېدونکی بحث د سرښوونکي د مېرمنې نوم و. ګومان کوم فرزانه نومېده. بحث په دې تود و چې ولې یې د ښځې له نومه حتی موږ خبر یوو.

تر ټولو تود بحث مو بیا د یوه ټولګي وال د ګاونډۍ نجلۍ د لیدلو موضوع وه. ویل یې په تخت بام باندې ولاړ و چې نجلۍ یې ولیده. پړونی یې نه و په سر، وېښته یې ږمنځول، تر هغو چې یې دی لید نجلۍ بې غمه لوڅ مخ او لوڅ سر په خپل بام ګرځېده.

هلته د ښځې مخ، نوم او غږ تابو و، یا به نه و خو په تنکیو زلمو کې دغه ډول فکر ځالې کړې وې چې اقلآ د بې حیایي وړ یې وبولي. نجونو ته یې نه جبرانېدونکی تاوان وګڼي. موږ درې سره ملګري پوهنتون ته هم ګډ لاړو. هغو دواړو ټولګیوالو مې د محصلۍ په لومړیو کلونو کې واده وکړ. طبعآ نه یې د مېرمنو په نوم خبر شوم، نه مې یې غږ واورېد او نه کله ورسره مخامخ شوم.

کلونه وروسته د سوېډن په مالمو ښار کې د افغانانو غونډه وه. د دوو سوو کسانو په سالون کې ګومان کوم لس – دولس مېرمنې وې. په هغوی کې هم ځینې له لندنه مېلمنې ورغلې وې. استاد اعظم سیستاني په خپله وینا کې ګېله وکړه چې ان په لوېدېځ کې موږ فرهنګي ناستو ته مېرمنې نه راولو. ډېرو د تاسف په دود سر وښوراوه. خو له هغه وروسته هم د مالمو په غونډو کې د ښځمنو ونډه ډېره نه شوه.

ما د پېښور له ټولګیوالو ډېر وروسته په لندن کې له فرېبا سره واده وکړ. کله چې شپنه او برمل وزېږېدل موږ څلور سرو ګډ کورنی عکس واخیست. هغه عکس مې په فیسبوک خپور کړ. یوه دوست راته وویل، دا عکس لیرې کړه. د خواخوږۍ دلیل یې دا و چې د فریبا عکس خلک ویني. د شپنې د اتمې کلیزې په عکس هم ډېرو همدا وویل.

په ۲۰۰۷ کال کې کابل کې د ژورنالیستانو ټولنې لطف وکړ، زما په ویاړ یې د یوې غونډې تابیا وکړه. په دې شرط مې ومنله چې فرېبا هم راسره وي.

راته وویل شول چې هلته به ټول سړي وي. څلور نورې مېرمنې ما په غاړه واخیستې چې له فرېبا سره ملګرې شي. د شپېتو سړو تر څنګ پنځه مېرمنې په یوه کونج کې له ټولو بېلې کښېناستې.

په ۲۰۱۳ کال کې د شمشاد رادیو راسره د اختر په ویاړ مرکه کوله. ما فرېبا هم راسره مله کړه. پوښتنې موږ دواړو ځوابولې، ډيرې پوښتنې په کورني ژوند وې. د پېښور د ښوونځي ملګري اوس راسره په تماس کې نه دي. د خپل ټولګيوال د مېرمنې د نوم په پوهېدو، د غږ په اورېدو او د مخ په لیدو به اوس څه وايي؟ په هم هغه ښوونځي کې به د نهم ټولګي اوسني زده کوونکي څه فکر کوي؟ نه جبرانېدونکی تاوان که د ژوند د ملګري باور، ډاډ او ویاړ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب