دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د ډانیل ګولمین د مشهور کتاب "عاطفي ځیرکتیا" لنډیز

د ډانیل ګولمین د مشهور کتاب “عاطفي ځیرکتیا” لنډیز

صبغت الله عارفي

“عاطفي ځیرکتیا: ولې عاطفي ځیرکتیا (EI) د ځیرکتیا د ضریب (IQ) څخه ډیر رول لري” کتاب په ۱۹۹۵ زیږدیز کال کې د امریکایي ارواپوه ډینیل ګولمین لخوا خپور شو، چې دا کتاب د عاطفي ځیرکتیا (EI) اصلي مفهوم او د انسان په ژوند کې یې په شخصي او مسلکي بریا باندې رول په ګوته کوي.

پدغه کتاب کې ډاکټر ګولمین استدلال کوي چې د بشر د ځیرکتیا د ضریب دودیز معیار یعنې (IQ) یواځې په ژوند کې د یو انسان د بریالیتوب وړاندوینه نکوي، بلکې احساساتي/عاطفي ځیرکتیا – د خپلو احساساتو او همدارنګه د نورو د احساساتو پیژندلو، پوهیدو او اداره کولو وړتیا مو – هم په ژوند کې د بریالیتوب او هوساینې د ټاکلو یو مهم راز کیدلی شي.

د عاطفي ځیرکتیا یو څو اړین مفهومونه:

  1. د ځان په اړه پوهاوی: دا اړینه چې خپل احساسات او عواطف وپیژنئ او پرې د پوهیدو وړتیا ولرئ او پدې هم آګاه واوسئ چې د خپلو احساساتو په اړه مو دا پوهاوی په چلند، کردار او افکارو باندې څرنګه اغیز کوي. د ځان په اړه آګاه اشخاص د خپلو قوتونو او ضعفونو په اړه له ځان سره صادق وي او دوی خپل ارزښتونه او موخې په روښانه توګه درک کوي.
  2. پخپل ځان کنټرول: د ځان کنټرول یعنې د خپلو احساساتو د اداره کولو وړتیا، په ځانګړې توګه پداسې حالاتو کې د ځان کنټرولول چې د فشار لاندي یاست.

خلک په عمومي ډول د ډیرو احساساتو او عواطفو تر اغیز لاندې د راتلوو او د هیڅ احساس د نه درلودلو ترمنځ په یو طیف کې قرار لري، مګر ډېری وختونه دداسې حالاتو سره مخ کیږو چې شدید احساسات راباندې غالب شي چې بیا یې موږ ته کنټرول تقریباً ناممکنه ښکاري، پداسې حالاتو کې کلیدي او اړین ټکی دا دی چې ددې ‌ډول احساساتي ګډوډۍ موده راکمه کړو. هرڅومره چې د غصې، اضطراب یا خفګان شدت زیات وي، هغومره یې موږ ته آرامول هم ستونزمن وي.

قهر یا غصه داسې یو احساس دی چې تر ډیره بریده یې بشر ته کنټرول او مدیریت ستونزمن دی، له همدې امله د الاباما پوهنتون ارواپوه “دولف زیلمان” یې په اړه وایي: “موږ هغه وخت شدیده غصه احساسوو چې کله له فزیکي یا رواني خطر سره مخ شو. نو همدا حالت زموږ په وجود کې د انرژۍ یوه څپه رامینځته کوي چې موږ د جګړې لپاره تیاروي، او همدارنګه زموږ په هورمونونو کې یو غبرګون رامینځته کوي چې موږ ته د چټکو ګړندیو دفاعي غبرګونونو توان راکوي.”

ددې لپاره چې پخپل قهر/غصې برلاسي واوسو او په کنټرولولو باندې یې بریالي شو، مهمه ده چې د قهر په همغو لومړیو شیبو کې وضیعت ته مو د غبرګون په اړه له ځان څخه پوښتنې وکړو؛ د بیلګې په توګه، آیا زه په حقه یم؟ ددې غبرګون پایله به مې څه وي؟ آیا دا حالت په دومره غبرګون ارزي؟. د غصې پرمهال د ځان د آرامولو او د قهر د مدیریت موده باید داسې شیانو ته وقف شي چې فکر مو بلې خواته اړوي، لکه فزیکي تمرین، د آرامښت تخنیکونه، مطالعه، تلویزیون کتل، یا حتی لیکل. د منطق په واسطه ددې دوامدارو او په ټیټه کچه اندیښنو حل کیدل ګران دي او بالاخره په ویرې، حملو او فوبیا بدلیدلی شي.

کله چې موږ په دوامداره توګه په منفي فکرونو کې ډوب شو، دا مو د خفګان، ویرې او اندیښنو احساسات لا نور هم زیاتوي. د دې لپاره چې دا حالت کم کړو او په سمه توګه یې مدیریت کړو، باید داسې مثبتو فعالیتونو ته لومړیتوب ورکړو چې مو له دې دوامداره غمجنو فکرونو، وسواسو او ویرو څخه لرې ساتي، د مثال په توګه د وړو بریاوو نمانځل پداسې حالت کې مثبت ثابتیدلی شي. جالبه خو لا داده چې څیړونکو موندلې چې د نورو سره مرسته کول یو داسې ځواکمن عمل دی چې روحیه مو لوړوي، د خوښۍ احساس راکوي، روح مو آراموي او په بدن کې مثبته انرژي زیاتوي،مګر بدبختانه، موږ دا کار ډېر لږ ترسره کوو.

  1. هڅونه: په ۱۹۹۲ زیږدیز کال د چینايي اولمپیک د لامبو وهنې ټیم په هغه اندازه تمرین ترسره کړی و چې د امریکایي لامبو وهنې ټیمونه په خپلو شل کلنو کې ترسره کړی و؛ دا پدې معنا چې ددې ټیم غړو خپل تمرین هاله شروع کړی وو چې یواځې څلور کلن ول، چې دا چاره ځانګړي ځاني کنټرول ته اړتیا لري. د خپل ځان کنټرول اړین دی، پداسې حال کې چې هیله او امید هم تر ډیره مهم رول لري؛ د امریکا د کانزاس پوهنتون څخه رییک سنایډر موندلې وه چې هیله لرونکي محصلین پخپل لومړي سمستر کې غوره نتیجې ترلاسه کوي او لوړ هدفونه ټاکي. امید او خوشبيني د اضطراب او خفګان سره په مبارزه کې مرسته کوي او زموږ د بریا امکانات لا زیاتوي، چې دا هم د ځاني نظم او په هدف باندې د تمرکز پورې اړه لري. هڅونه (تشویق) د ورځنیو چارو، بریالیتوب، او هڅو په روانتیا (Flow)  کې مهم رول لري، چې د هنګري الاصله امریکایي ارواپوه، میهالی سیکسزنټ میهالي لخوا یې تعریف داسې شوی دی: روانتیا (Flow)  هغه حالت ته ویل کیږي چې پکې موږ د یوه فعالیت سره په بشپړه توګه بوخت یو چې پدې سره زموږ د تولید کچه لوړیږي. لدې سره سره، د خپل اوسني ظرفیت څخه یو څه زیاتې ننګونې په غاړه واخلو، مسؤلیت ومنو او د د کورټیسول په څېر د فشار هورمونونه په مناسب مقدار کې وساتو.
  2. خواخوږي: خواخوږي د عاطفي ځیرکتیا (EI) یو مهمه او اړینه برخه ده چې زموږ په ټولنیز بریالیتوب او احساساتي هوساینه کې اساسي رول لري. خواخوږي د انسان د ژوند د همغو اوایلو څخه پیل کیږي؛ خواخوږي د ماشومانو سره په ټولګي کې د ستونزو په اداره کولو کې مرسته کوي، او زیاتره هغه ماشومان چې ډیر خواخوږي وي، په تعلیمي لحاظ غوره لاسته راوړنې لري. څیړنې ښیې چې د احساساتي اړیکې نیونې ۹۰٪ یې غیر شفاهي وي، او حتی ماشومان هم د بل چا په غم کې خواخوږي او همدردي ښکاره کوي. ماشومان د دوه نیم کلنۍ څخه راپدېخوا په خواخوږۍ کې توپیر پیدا کوي، ځینې ډیر حساس وي، او ځینې نور یې بې پروا. د مور او پلار له خوا د ماشومانو احساساتو ته دوامداره غبرګون ښودل د دې وړتیا په وده کې خورا مهم رول لري.
  3. ټولنیز مهارتونه: ټولنیزې اړیکې د انسانیت یوه مهمه برخه ده، مګر د خپلو او د نورو د احساساتو اداره کول زموږ لپاره یوه ننګونه ده. په ژوند کې د نورو سره د اړیکو جوړول او رامینځته کول مو پخپل ځان د کنټرول او خواخوږۍ پورې اړه لري، ځکه چې که هره اړیکه جوړوو، نو احساسات مو خپریږي او زموږ پر تعاملاتو باندې اغیزه کوي. د یوې ښځې او خاوند تر منځ اړیکې اکثراً د احساساتي تړاو د نشتون له امله له ستونزو سره مخ کیږي، چې لدې امله متقابل سپکاوی، یو له بل سره د خبرو څخه ډډه او بلاخره طلاق/یو له بله لرې والی یې لویې نښې دي. نارینه او ښځې احساسات په بیلابیلو ډولونو تجربه کوي، نارینه اکثراً د خبرو اترو څخه ځان ګوښه کوي (لکه د ډبرې په څیر چپ پاتې کیږي) او ښځې اکثره نیوکې کوي، چې دا حالت د منفي کړنو یوه دوره رامنځته کوي او کیدای شي اړیکې خرابې کړي. پدې احساساتي وضعیتونو باندې پوهیدل او بیا یې اداره کول د اړیکو د بریا لپاره خورا اړین فکتورونه دي.

د عاطفي ځیرکتیا اغیزې:

  • په کاري ساحه کې بریالیتوب: ګولمین ټینګار کوي چې عاطفي ځیرکتیا په مسلکي بریا کې مهم رول لري. هغه مشران چې لوړه عاطفي ځیرکتیا لري، د ټیمونو په سمبالولو، د سازماني اړیکو په سم مدیریت کولو، او د مثبت کاري چاپیریال په رامنځته کولو کې ډیر ښه ظرفیت لري.
  • شخصي اړیکې: عاطفي ځیرکتیا په شخصي اړیکو کې هم خورا مهمه ده، ځکه چې دا افرادو سره مرسته کوي چې قوي او سالمې اړیکې جوړې کړي، شخړې په اغېزمن ډول حل کړي، او په ذات البيني اړیکو کې تل پاتې تګلارې وساتي.
  • فزیکي او رواني روغتیا: د ډاکټر ګولمین له نظره عاطفي ځیرکتیا د فشار په ښه مدیریت کې مرسته کوي، چې دا په مجموع کې د یو انسان په فزیکي او رواني روغتیا باندې اغیز کوي. هغه کسان چې لوړه عاطفي ځیرکتیا لري، ډیر مقاومت لرونکي وي، لږ امکان لري چې له اضطراب یا خپګان څخه وکړیږي، او عموماً ښه وضعیت لري.
  • رهبري/مشرتوب: ګولمین په ډاګه کوي چې اغېز لرونکي مشران عموماً د لوړې عاطفي ځیرکتیا څخه برخمن دي، او له همدې امله دوی خپلو ټیمونو ته مثبت الهام ورکوي او لارښوونه ورته کوي، آګاهانه پرېکړې کوي، او یو منظم او هڅول شوی کاري ځواک رامنځته کوي.

مهمې لارې چارې:

  • عاطفي ځیرکتیا (EI) د ځیرکتیا د ضریب (IQ) په وړاندې: که څه هم د ځیرکتیا د ضریب (IQ) یو اړین فکتور دی، مګر عاطفي ځیرکتیا په ژوند کې د بریا لپاره غوره وړاندوینه کوي. دا ټاکي چې موږ څرنګه د خپل چلند مدیریت وکړو، د ټولنیزو پیچلتیاو سره څه ډول چلند وکړو، او څرنګه غوره شخصي پرېکړې ونیسو.
  • د زده کړې وړتیا: د IQ برعکس، په یو انسان کې عاطفي ځیرکتیا کیدای شي د ځان په اړه د پوهاوي، همدردۍ، خواخوږۍ او ټولنیز تعامل له لارې په تدریجي ډول پرمختګ وکړي او وده وکړي.
  • متوازنه ځیرکتیا: د ادراکي او عاطفي ځیرکتیا تر منځ توازن د ټولیز بریالیتوب او هوساینې لپاره اړین دی.
  • احساساتي وړتیا: د احساساتي وړتیا پرمختګ کولی شي په انسان کې مسلکي فعالیتونو، شخصي اړیکو، او رواني روغتیا ته د په پام وړ وده ورکړي.

پایله:

ډانيل ګولمن د عاطفي ځیرکتیا (EI) په کتاب کې د عاطفي ځیرکتیا په اړه د پوهې او په انسان او ټولنه کې یې د پراختیا اهمیت برسیره کوي. د ځان په اړه د پوهاوي، د ځان کنټرول، هڅونې، همدردۍ، خواخوږۍ او د ټولنیزو مهارتونو په ودې سره، افراد کولی شي چې په شخصي او مسلکي ژوند کې ډیر بریالیتوب ترلاسه کړي. دغه کتاب پخپل ځان کې د عاطفي ځیرکتیا د پرمختګ لپاره یو لارښود دی، چې د انساني چلند دې مهم اړخ ته د ودې ورکولو لپاره نظرونه او ستراتیژۍ وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب