Homeخبرونهد جنید د شعر جایزې ډېر ژر اعلانیږي

د جنید د شعر جایزې ډېر ژر اعلانیږي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۱ مه) ټاکل شوې چې د پښتو غوره شعرونو لپاره د جنید جایزې په نژدې راتلونکي کې اعلان شي.

د جنید کلنۍ جایزې د هېواد د مخکښ شاعر او لیکوال ډاکټر جنید شریف د بنسټ په نوښت له تېرو دریو کلونو راهیسې پښتو غوره شعرونو ته ورکول کېږي.

د جنید د ۱۴۰۲ کال د غوره شعر لومړۍ جایزې ملالې کلیوالې او نسیم ایثار وګټلې. کشمیر اندړ، عارف روان، ځولۍ لمن او شېبه ګهیځ یې نور ګټونکي وو.

همداراز د کال د فوق العاده شاعر جایزه د هېواد لوی شاعر پیرمحمد کاروان ته ورکړل شوه.

د جنید د شعر په جایزو کې ښځینه او نارینه شاعران/ شاعرانې په څو کټګوریو کې د سیالۍ له لارې ګډون کوي.

په افغانستان کې د شعري استعدادنو د هڅونې لپاره دغه مهمه جایزه له تېرو دریو کلونو راهیسې د هېواد د پښتو ژبې ځوانو شاعرانو ته ورکول کېږي.

د یادولو ده چې جنید بنسټ د شعري سیالۍ پر جایزو سربېره د پښتو ادب او فرهنګ یوه مشر او غوره خدمتګار ته هم هر کال یوه فوق العاده جایزه ورکوي. د جنید بنسټ په قول، د ادب او فرهنګ یو غوره خدمتګار ته د روان کال فوق العاده جایزه به لږ وروسته اعلان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...