دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولي

طالبان وايي، ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۲ مه) وروسته له دې چې طالبانو د امربالمعروف نوی قانون اعلان کړ او د نړیوالو له غبرګونونو سره مخامخ شو، د طالبانو د حکومت یوه ویاند وویل، دوی له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن دي.

ملګري ملتونه او اروپایي اتحادیې خبرداری ورکړی چې دغه قانون چې له ښځو څخه غواړي چې د مخ په شمول خپل ټول ځان پټ کړي او په عامه ځایونو کې خپل غږ پورته نه کړي، ښایي له بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د طالبانو د تعامل امکانات زیانمن کړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت دا حرګندونې وروسته له دې وکړې چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د دوی پر نوي قانون د ملګروملتو د استازندوی دفتر د نیوکو په ځواب کې وویل چې نور به له ملګروملتو سره همکاري ونه کړي.

فطرت د شنبې په ورځ خبریالانو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل، چارواکي “له اسلامی قانون سره سم له ټولو هیوادونو او سازمانونو سره مثبتو اړیکو ته ژمن دي.”

هغه وویل، “خبرې اترې د ستونزو د حل لارې او د اړیکو د پرمختګ او پراختیا لپاره یوازینۍ لار ده،” او له ملګروملتونو او سازمانونو یې وغوښتل چې د طالبانو له چارواکو سره مثبت تعامل ولري.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه واک بیا ترلاسه کړ، خو تراوسه پورې هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. په وروستیو کې په قطر کې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو په کوربه توب په خبرو کې له طالبانو سره د دیپلوماتیک تعامل لور ته یو څه پرمختګ وشو خو شنونکي وايي چې د امربالمعروف په شان قوانینو او نورو اغراطي اقداماتو له رسمیت پېزندلو سره د طالبانو واټن نور هم زیات کړی دی.

1 COMMENT

  1. هسې بد کوئ تاسو هیڅ انساني قانون او انسانیت ته احترام نلرئ. تاسو مطلق وحشیان او د انسانیت او اسلامیت دښمنان یاست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب