دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهطالبانو له ترکمنستان سره د ریلارې او د تورغونډۍ بندر د پراختیا...

طالبانو له ترکمنستان سره د ریلارې او د تورغونډۍ بندر د پراختیا په اړه موافقې لاسلیک کړې

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۱ مه) ترکمنستان او د طالبانو حکومت د تورغونډۍ بندر د پراختیا او له تورغونډۍ د هرات د صنوبر تر سیمې د ریللارې د جوړېدو دوه قرادادونه لاسلیک کړل.

طالبانو نن (یکشنبې) وویل چې دا قراردادونه ترکمنستان ته د دوی د اقتصادي پلاوي د سفر په لړ کې لاسلیک کړي دي.

طالبان وایي، ترکمنستان به ډېر ژر د دواړو پروژو عملي کار پیل کړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت په وینا، له تورغونډۍ څخه تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومتره پټلۍ جوړول د طالبانو او ترکمنستان د چارواکو تر منځ د دوه اړخیزو موافقو یوه برخه ده.

طالبانو وویل، د توغونډۍ بند او ریللارې پراختیا به سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د چټک لیږد په شمول ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې د ترکمنستان چارواکو او طالبانو په عشق اباد کې په یوه غونډه کې د اقتصادي همکاریو څو موافقې لاسلیک کړې.

دا موافقې د انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې د ګډو پروژو د پلي کولو په هدف لاسلیک شوې دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ترکمنستان د چارواکو او طالبانو ترمنځ لیدنه د جمعې په ورځ د اګست په ۳۰مه ترسره شوه.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری، عشق اباد ته د سفر پر مهال د دې ډلې د پلاوي مشری کوله. د افغانستان بانک، مالیې او د بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم په پلاوي کې شامل وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب