دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر له بادغیس څخه فاریاب ته تللی

د طالبانو مشر له بادغیس څخه فاریاب ته تللی

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۱ مه) باختر اژانس وايي، د طالبانو مشر ملاهبة الله اخوندزاده، چې څو ولایتونو ته په سفر وتلی، پرون (شنبې) د فاریاب ولایت له ځايي چارواکو سره په کتنه کې د شرعي حدودو پر تطبیق ټینګار کړی دی.

د باختر اژانس د راپور له مخې، اخوندزاده په فاریاب کې طالب چارواکو ته ویلي چې له غرور او کبره ځان وساتي. د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو مرسته وکړي.

تر دې مخکې په بادغیس ولایت کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي و چې د دوی مشر ملاهبة الله اخوندزاده د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت له چارواکو سره په قلعه نو کې کتلي و.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي رسنیو د ملاهبة الله اخوندزاده د سفر تصویرونه نه دي خپاره کړي او د سفر خبر یې هم په ځنډ خپور کړی دی.

مخکې تر دې چې طالبان د خپل مشر د سفر جزییات افشا کړي، د پنجشنبې په ورځ خبرو سرچینو تاند ته ویلي و چې ملاهبة الله اخوندزاده بادغیس ته تللی او غواړي چې په بل ټپال کې فاریاب، جوزجان، بلخ او تر بدخشانه پورې وړاندې لاړ شي.

د طالبانو مشر عموماً له خلکو سره نه ویني او سفرونه هم نه کوي خو دا په تېرو درو کلونو کې، چې طالبان واک ته رسیدلي دي، لومړی ځل دی چې نوموړی ولایتونو ته په سفر وتلی دی.

د طالبانو مشر د شمال ولایتونو ته سفر پیل کړی

 

2 COMMENTS

  1. ‌د خلیلزاد او د باجوه د ننني عصر نالیدلی جن او ساده روبات پت پت په گرحیدو راغی، خو د ریموت کنترل یی له ای آیس ای سره دی او ای آیس ای د آیم ای شپر او د سی آی ای په خوسه گرحوي. عجیبه بی شرمه جن دی چی ای آیس ای ته معلوم، خو له نورو پت دی.

  2. دغه کافرستان ای ایس ای جوړ کړی هیبتو سوډر ده. دده وینه د جناح فرنګي مردار وینه ده. که څوک هیبتو ته شیخ یا امرالمومنین وایی هغه ددجال د لښکرو یوي لښکري ده😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب