پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر د شمال ولایتونو ته سفر پیل کړی

د طالبانو مشر د شمال ولایتونو ته سفر پیل کړی

تاند (جمعه، د سنبلې ۹ مه) طالب سرچینې وايي چې د طالبانو مشر ملاهبة الله اخوندزاده، چې په تېرو درو کلونو کې یې هڅه کړې چې خلکو ته ځان ډېر ونه ښيي، په ولایتي سفر وتلی دی.

طالب سرچینو تاند ته وویل چې ملاهبت الله اخوندزاده وړمه شپه د بادغیس په مرکز قلعه نو کې تېره کړه، د ورځې (پرون- پنجشنبې) مرغاب ولسوالي ته لاړ او تېره شپه یې د بادغیس په غورماچ ولسوالي کې تېره کړه او ټاکل شوې ده چې نن (جمعه) فاریاب ولایت ته لاړ شي.

طالب سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، تاند ته وویل چې د دوی مشر ټپال په ټپال تر بدخشان ولایت پوري سفر کوي.

دا د ۲۰۲۱ د اګست په پنځلسمه، له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، لومړی ځل دی چې مشر یې ولایتونو ته سفر کوي.

ډ طالبانو ویندویانو او رسنیو تراوسه پورې د خپل مشر د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي.

اخوندزاده، چې په کندهار کې اوسي، تر دې پخوا یوازې کابل ته سفر کړی و.

4 COMMENTS

  1. د طالبانو مشر ملاهبة الله اخوندزاده په د سفر کي مو مقصد څه ده؟
    که مو مقصد د اولس د ژوند د وضعي ليدل وي تاسو خو د اولس له ليدلو دا دری کاله کيږي چي ډډه کړي او ځان مو پټ کړي.
    داسي بريښي چي ته يو فانتوم يي چي نه اوريدل کيږي نه ليدل کيږي او حتا په لمانځه کي هم ستا مخ چاتر اوسه نه دی ليدلی.
    زما په ياد دي شپيته کاله پخوا به تالبان کلي په کلي کور په کور ګرزيدل او وظيفه به ټولوله له اولس سره مو نزيکت درلود ترننه پوري په بعضي برخو کي تاسوته په همغه سترګه کوري خو په ډيرو بر خو د وتن کياولس له تاسو نه کرکه کيږي د تاسو ښه راغلي ته څوک نه را وځي چي تاسوته چکي ووهي ځکه تاسو له اولس نه ټول حقوق سلب کړي او ارادي مو تري اخستي.
    ملاهبة الله اخوندزاده ته له اولس سره داسي کوم پيغام نه لري بي له غير انساني قيوداتو نه چي شريک ئي کړي.
    ملاهبة الله اخوندزاده موږ اولس ته ته نه ئي راغلی ستاراتګ درواغ ده په فانتوم موږ عقيده نه لرو .

  2. نور ولس ستاسو پر منافقت پوهه دی، کوم ملا هیبو؟ دا پنجابی چل او ول باندی دی اوس ټول پوهیږی ـ ستاسو ښځی غیی له ملا هیبو سره دی ـ

  3. د افغانستان خلک داسی حیران دی چی اوس سه وکړی هغه خوا که دوی سره جګړه کوی نو شمالی ټلواله هم د سړی ځامن نه دی نو دا ځنی کارونه د طالب هم صحی ده چی خلک غواړی همداسی وکړی خو بل خوا چی ګوری دوی د افغانستان تاریخ او کلتوری مسایل کی ډیر په سپک نظر ګوری نو اوس پښتانه حیران دی چی سه وکړی ځکه طالب ټول پښتانه دی کنی وخت دا کوم حرکات او ځنی مسایل چی دوی کوي باید دا نظام ړنګ شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب