پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپاکستان له ټي ټي پي سره د خبرو لپاره د افغان طالبانو...

پاکستان له ټي ټي پي سره د خبرو لپاره د افغان طالبانو وړاندیز رد کړ

تاند (جمعه، د سنبلې ۹ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبې) د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ د منځګړتوب لپاره د طالبانو د حکومت وړاندیز رد کړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې زهرا بلوچ وویل، پاکستان په پام کې نه لري چې له ټي ټي پي سره خبرې وکړي. له دې ډلې سره خبرې هغو زرګونو قربانیانو ته سپکاوی بولي چې په پاکستان کې وژل شوي دي.

هغې دا څرګندونې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستي وړاندیز په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وکړې.

مجاهد په یوه مرکه کې وړاندیز کړی و چې د طالبانو اداره د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرواترو اسانتیا برابرولی شي.

زهرا بلوچ د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د منځګړتوب پر ځای د ټي ټي پي پر ضد کامونه واخلي.

افغان طالبانو په ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې چې ګنې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...