Home+ارواپوهنه د ټولو لپاره، یو غوره ادرس| حفيظ الله بشارت

ارواپوهنه د ټولو لپاره، یو غوره ادرس| حفيظ الله بشارت

موږ اکثره وخت د نورو په تجربو او نظرياتو پسې لالهانده وو، کوشش مو دا وي چې څنګه د نورو خبرې او تجربې راخپلې او زده کړو، حال دا چې نه له خپلو تجربو زده کړه کوو، نه مو يې کله د قلم بند کولو هڅه کړې او نه مو په خپل ظاهري او باطني ژوند کې راجذب کړې دي.

مثال: د ارواپوهنې په برخه کې زموږ ډېری مطالعه د زېړې ارواپوهنې يا انګېزه شي کتابونو په برخه کې وي. دا سمه ده چې د مبتدي لوستونکو لپاره د انګېزه شي کتابونو لوستل په دې ګټور دي چې دوی ته د مطالعې لپاره یو لوری او طریقه ورښودلی شي، خو ډېره لوستنه يې په دې ښه نه ده چې هرې خبرې ته يې د عمل جامه وراغوستل سخت دي او دا کار یې د لوستونکي بې باوري د زېړې روانپوهنې په متخصیصینو منځته راوړي.

په پښتو ژبه کې د دې برخې تر ټولو غوره کتاب “ارواپوهنه د ټولو لپاره” کتاب دی.

دا کتاب چې استاد مصطفی صفا لیکلی، ما د دوهم ځل لپاره ولوست.

دا کتاب نه یوازې موږ ته د ارواپوهنې اړوند ځينې مسایل په تخنیکي ډول معرفي کوي، بلکې له هرې موضوع سره تړلې داسې انګېزه شي جملې هم په‌ ځان کې لري چې زموږ په ټولنه کې یې د عملي جنبې فیصدي زیاته ده.

دا کتاب که موږ په پنځو برخو ووېشو نو معرفت به يې په لاندې ساده ټکو کې بیان کړو:

کتاب په لومړۍ برخه کې موږ ته ارواپوهنه، ذهن، شعور او لاشعور، احساس او ادراک، هيجان، انګېزه، عادت، اراده او…. په رسمي او درسي ډول معرفي کوي.

دوهمه برخه مو د ځینو رواني امراضو لکه، ذهني کمزوري، رواني ستونزې او حالت، وېره، وسواس، اضطراب، سادېزم، نارسېسېزم، اندېښنه، غوسه، ناکامي او ځينې نورو په کنټرول او د مخنیوي په لارو چارو پوهوي.

درېیمه برخه د ځينې عالمانو نظرونه د شخصیت په اړه راسپړي. په ورپسې برخه کې خوشالي، د خوشالۍ په کشف، له خوشالۍ سره پر تړلو عواملو او نورو باندې ژور بحث شتون لري.

په کتاب کې په ځينو روانپوهنیزو مشورو هم ګټورې خبرې شته. همداراز د کتاب په وروستۍ برخه کې شل ارواپوهنیز حکایتونه راوړل شوي دي.

دا کتاب ځکه د ټولو لپاره دی چې مغلق او مبهم موضوعات پکې په ډېره عامه او ساده ژبه لیکل شوې دي.
دا کتاب د خپل اغېزمنتوب له امله تر درېیم چاپ هم وتلی دی.

د کتاب دویم چاپ چې شاوخوا تر 420 مخونو رسېږي، په 1396 کال مستقبل خپرندويه ټولنې را ایستلی دی.

په مطالعې د روږدي کېدو لپاره شاید ډېری کسان له ناول، لنډې کیسې یا انګېزه شي کتابونو څخه پیل غوره وګڼي، خو زما په اند ارواپوهنه د ټولو لپاره يې هم غوره ادرس دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...