جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو دفاع وزارت غواړي چې له روسیې د هوايي دفاع سیستم...

د طالبانو دفاع وزارت غواړي چې له روسیې د هوايي دفاع سیستم رانیسي

تاند (جمعه، د سنبلې ۹ مه) د طالبانو د دفاع وزارت د لوژستیک ریاست مشر ویلي چې دوی د روسیې د هوایی دفاع سیسټمونو ته اړتیا لري.

عبدالبصیر صابري د روسیې تاس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، ” موږ د هوایی دفاع او هوایی حریم کنټرول لپاره وسیلو ته اړتیا لرو، په راتلونکې کې، موږ پلان لرو چې د روسیې له خوا جوړ شوي تجهیزات وپېرو چې د هوایي دفاع وړتیا ولرو.”

عبدالبصیر صابري روسیه د ټکنالوژۍ په برخه کې یو پرمختللی هېواد وباله، ویې ویل، هرکله چې شرایط برابر شول، طالبان به له روسیې څخه تجهیزات رانیسي.

د طالبانو د دفاع وزارت د لوژستیک ریاست رییس زیاته کړه چې دوی اوس مهال په کافي اندازه مځکني پوځي تجهیزات لري.

د طالبانو دغه چارواکی هغه امریکایی پوځی تجهیزاتو ته اشاره کوله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه له وتلو وروسته یې په افغانستان کې پرېښودل.

عبدالبصیر صابري وویل، طالبان اوس مهال د سرحدونو د ساتنې لپاره “د امریکایانو له خوا پاتې شوې وسلې او تجهیزات کاروي.”

هغه د امریکایي ځواکونو د پاته وسلو په اړه وویل چې روغې رمټې دي.

صابري د دغو وسلو د وړتیا په اړه وویل: “موږ خپلې پولې پرې په کامل ډول ساتلی شو، ځکه چې کافي وسلې لرو.”

عبدالبصیر صابری له تاس اژانس سره په مرکه کې ادعا وکړه چې روسیه “تقریبا” د طالبانو حکومت په رسمیت پیژني، او زیاته یې کړه، “موږ باید تر پایه پورې د یو بل ملاتړ وکړو.”

د طالبانو د دفاع وزارت د لوژستیکې څانګې مشر زیاته کړه: “موږ له هیڅ هېواد سره کومه ستونزه نه لرو، موږ چمتو یو چې له هر چا سره اړیکه ونیسو او په نړیواله کچه ملګري شو.”

په ورته وخت کې، ده ومنله چې لویدیځ هیوادونه طالبان “بد خلک” بولي او د دې لپاره چې دوی د هیوادونو په تور لیست کې دی، نه شی کولی پرمختګ وکړي او له دوی سره ملګرتیا وکړي.

1 COMMENT

  1. هغه سکاټ اورګان او نور توغندي خو ستاسي پلرونو اشرارو پنجاب ته سوغات کړل.😡 کباړي مردار سوي جلالدین خرکاني د پکتیا د قل اردو هغه وخت قومندان سره په قران کریم کې لاسلیک وکړ سي دوی به وسلې نه پلوري. خو کباړي شوبلې په مینو والوزلې او د اورتې میړه پنجاب ته یې کباړ کړې😡نن یې سوډر زامن وایی موږ خلیفګان یو . تف لعنت ستاسي په طغوتي جهاد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب