جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اسلامي همکارۍ سازمان استازي له متقي سره په خبرو کې د...

د اسلامي همکارۍ سازمان استازي له متقي سره په خبرو کې د نجونو د زده کړو اوکار پر اهمیت ټینګار وکړ

تاند (جمعه، د سنبلې ۹ مه) د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت په کامرون کې د اسلامي همکارۍسازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۰مې ناستې په څنډه کې د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی سره ولیدل.

د اسلامي همکارۍ سازمان د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د اقتصادي، امنیتي او بشري وضعیت په برخه کې د طالبانو د هڅو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د  د اسلامي همکارۍ سازمان استازي همداراز د افغانستان په اړه د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا  د پریکړه لیکونو پر تطبیق کېدو هم خبرې وکړې.

طارق علي بخیت په طالبانو باندې غږ وکړ چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې او د ښځو د کار په اړه پر محدودیتونو او خپلو پرېکړو بیا کتنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د طالبانو له حکومت سره د مهمو مسلو لکه زغم، په اسلام کې اعتدال، د ښځو تعلیم او په عامه ژوند کې د هغوی د ګډون په اړه د رغنده خبرو اترو د دوام پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.

د اسلامی همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰مه ناسته پرون (پنجشنبه) د “اسلامی همکارۍ په سازمان کې د ترانسپورت او مخابراتو د بنسټونو پراختیا؛ د بې وزلۍ او ناامنۍ پر وړاندې د مبارزې کلیدی وسیله” په نوم پیل شوه او نن هم دوام لري.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د غړو هېوادونو مشرانو  په خپله تېره غونډه کې د زده کړې لپاره د ښځو او نجونو د حقونو پر درناوي، بشري حقونو ته پر درناوي او په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت پر جوړوېدو ټینګار کړی و.

2 COMMENTS

  1. متقي له بهرنيانو سره ډېرې ژمنې وکړې، خو چې هېواد ته راستون شي، نو نه پوهېږم چې يا ترې خپله ژمنه هېره شي او يا خو پر خبره يې څوک غوږ هم ګروي، نو بېچاره پخپلو ژمنو کې رښتونی ونه خته او پاتې راغی.
    په ژمنو ورکولو کې ډېر مخته دی، خو په عملي کولو کې بيا ډېر شا ته پاتې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب