Homeخبرونهجرمني رسماً تایید کړه چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې...

جرمني رسماً تایید کړه چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې پیل کړې

تاند (جمعه، د سنبلې ۹ مه) د جرمني د فدرالي حکومت ویاند سټیفن همبستریت په یوه اعلامیه کې رسماً تایید کړه چې خپل هیواد ته یې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

ښاغلي همبستریت بې له دې چې خپل هیواد ته د ایستلو افغان کډوالو د شمېر په اړه جزییات وړاندې کړی، وویل چې دا لومړنۍ ډله ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایستل کېږي.

هغه ایستل شویو افغانانو ته په اشارې وویل: “دا ټول افغانان جنایتکاران وو چې په جرمني کې د پاتې کېدو حق یې نه درلود او د ډیپورټ په حکم کې شامل شول.”

د جرمني حکومت په دې اعلامیه کې د هغو افغان کډوالو په شړلو ټینګار کړی چې په دې هیواد کې په جرمونو کې ښکیل دي.

تر دې مخکې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي وو چې برلین له دریمو هېوادونو سره په خبرو اترو بوخت دی چې د طالبانو له حکومت سره د جرمني له مستقیمې اړیکې پرته افغانستان ته د “افغان جنایتکارانو” د ایستلو لارې چارې ومومي.

د جرمني د پریکړې په ځواب کې چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه بیا پیلوي، د طالبانو حکومت غوښتنه کړې وه چې دوی دې دریمو هیوادونو ته ونه ایستل شي او دا مسله دې د ډیپلوماتیکو چاینلونو له لارې حل شي.

د بخښنې د نړیوال سازمان غبرګون

 د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو ایستل له طالبانو سره د جرمني د حکومت د ښکیلتیا خطر لري.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په جرمني کې د قانون حاکمیت باید له نړیوال قانون څخه د دغه هیواد پیروی تر پوښتنې لاندې نه راولي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۸ “جنایتکارو” افغان کډوالو د ایستلو په غبرګون کې د جمعې په ورځ (د اګست په ۳۰ مه) وویل چې په افغانستان کې له عدالت څخه پرته اعدامونه، ورکیدنې، شکنجې او ځورونې معمول شوي دي. دغه دفتر په ضمني ډول د جرمني پر حکومت غږ وکړ چې په هر ډول شرایطو کې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...