شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د تصویر اخیستلو شرعي حیثیت| زبیر افغان

د تصویر اخیستلو شرعي حیثیت| زبیر افغان

انځور اخیستل هم یوه اختلافي موضوع ده، په دې اړه ګڼ کتابونه بېلابېلو فکري مکتبونو ته منسوبو کسانو لیکلي دي. د کم و کیف له یو څه اختلاف سره زیاتره يې په دې اند دي چې له اړتیا پرته انځور ناروا دی.

زما په اند که د دې موضوع ټول احادیث سره یو ځای شي، مطلق يې د مقید په رڼا کې وکتل شي، د حدیث شان ورود تر نظر تېر شي، که د حکم خپل خاص مورد وي، په نظر کې ورسره ونیول شي، د واقعې په اړه راغلي احادیث که مطلق راغلي وي که مقید، شوې پېښه د هغه تفسیر وګڼل شي او په همدې رڼا کې دغه روایت شوي ټول احادیث تفسیر شي، هيڅ یو يې له نورو مجرد او بېل تفسیر نه شي، یوازې یو حدیث يې د حکم اخیستلو لپاره کافي ونه ګڼل شي، په دې توګه اختلاف هم له منځه ځي، که بیخي ورک نه شي کمېږي حتمن، د نصوصو سم، منطقي او معقول تفسیر به هم وړاندې شي چې نه به واقعیت له نظره لوېدلی وي، نه به نصوص مجرد تفسیر شوي وي، نه به شانزول او شان ورود له پامه اچول شوی وي او نه به یو نص په بل وهل شوی او ترمنځ به يې ټکر ته په لوی لاس زمینه برابره شوې وي.

تر دې وضاحت وروسته زه د انځور اخیستلو په اړه هغه روایت راوړم چې شان ورود يې خپله پکې ذکر شوی دی او د حکم حیثیت يې هم ځنې معلومېږي:

عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ أُمَّ حَبِيبَةَ، وَأُمَّ سَلَمَةَ ذَكَرَتَا كَنِيسَةً رَأَيْنَهَا بِالْحَبَشَةِ فِيهَا تَصَاوِيرُ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ أُولَئِكَ، إِذَا كَانَ فِيهِمُ الرَّجُلُ الصَّالِحُ، فَمَاتَ، بَنَوْا عَلَى قَبْرِهِ مَسْجِدًا، وَصَوَّرُوا فِيهِ تِلْكِ الصُّوَرَ، أُولَئِكِ شِرَارُ الْخَلْقِ عِنْدَ اللهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».(۱)

ژباړه: له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې ام حبیبې رض او ام سلمې رض رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کلیسا ذکر کړه چې دوی په حبشه کې لیدلې وه، په هغې کې تصویران وو، رسول الله ص ورته وویل: د هغوی چې به نیک سړی وفات شو، دوی به يې پر قبر عباتخانه جوړه کړه، د هغه انځور به يې پکې نقش کړ، نو دا به د قیامت په ورځ د الله په خوا کې ډېر بدترین کسان وګڼل شي.

دغه حدیث د انځور  هغه علت په ډاګه کوي چې ولې حرام شوی دی، شان ورود يې روښانه کوي چې دغه حکم تر چیشي ور کول شوی دی او دا هم روښانه کوي چې ایا دغه حکم خاص دی که عام؟

هر هغه تصویر چې خلک يې عبادت کوي، یا د تقدس تر حده ورته احترام لري، دغه انځور هر وخت حرام دی. له انځور څخه منعه د همدې لپاره وه چې خلکو یوازې د هغه کسانو انځورونه ساتل یا يې اخیستل چې تقدس يې ورته در لود، رسول الله ص يې علت بیان کړ، چې دغه انځورونه د هغو نیکانو خلکو وو، چې له دوی سره یوځای يې ژوند کاوه، کله چې به مړه شوو، خلکو يې د یاد تازه کولو په پار انځورنه جوړول، بیا به همدا انځور وروسته نسل ته پاته شو، هغوی به د خپلو پلرونو هدف ورک کړ، فکر يې کاوه چې هغوی يې عبادت کاوه، نو دوی به يې هم عبادت پيل کړ.

په کور کې د انځور د نه ساتلو عامل همدعه کېدلای شي چې ایینده د عبادت وسیله نه شي، حتا دومره سختي پر شوې ده چې مطلق انځورونه يې بند کړي دي، یعنې یو ځای حکم له علت پرته ذکر شوی دی، یا ممکن رسول الله ص مطلق حکم ور کړی وي، یا ښايي له راویانو څخه مطلق روایت شوی وي، هغوی يې علت او شان ورود نه وي روایت کړی.

له انځور څخه که هدف د خلکو ګمراه کول وي، مثلن: یا د خدايي عبادت پر ځای، خلک د هغه عبادت هم پيل کړي یا يې همدومره احترام وکړي، یا هم دا فکر خلکو ته ور کړل شي چې انسان هم کولای شي چې د خدای په شان مخلوق جوړ کړي، نو د انسان انځور وباسي او په دې توګه د خلکو په اذهانو کې د خدایي عظمت د کمولو شیطاني هڅه کوي، له دې امله هغو کسانو ته هم ګوتڅنډنه شوې ده چې په دې هدف انځور سازي کوي، روایت کې راغلي دي:

عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَنَا مُتَسَتِّرَةٌ بِقِرَامٍ فِيهِ صُورَةٌ، فَتَلَوَّنَ وَجْهُهُ، ثُمَّ تَنَاوَلَ السِّتْرَ فَهَتَكَهُ، ثُمَّ قَالَ: «إِنَّ مِنْ أَشَدِّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ، الَّذِينَ يُشَبِّهُونَ بِخَلْقِ اللهِ».(۲)

ژباړه: له عائشې رض روایت دی، دې ویل: رسول الله ص ما ته راغی، ما د نري ټوکر یوه پرده ځړولې وه چې پر هغې انځور جوړ شوی و، د ده د مخ رنګ سره واوښت، بیا يې پرده څېرې کړه، وې ویل: د قیامت په ورځ هغو کسانو ته سخت عذاب ور کول کېږي چې له الهي تخلیق سره مشابهت كوي.

دغه حدیث روښانه کړه چې له الهي تخلیق سره مشابهت کول، د الهي تخلیق له عظمت څخه د مخلوق غافله کول دغسې حرام دي لکه څوک چې د خدای له عبادته خلک ګرځوي.

اوس خبره صفا شوه، د انځور د حرمت دوه اساسي عوامل دي چې دواړه يې له شرک څخه د اسلامي ایمان د ساتلو لپاره دي. که نن هم څوک د عبادت لپاره انځور ځړوي، لکه ځینو کسانو د پيرانو عکسونه په موټر یا رکشه کې ځړولي وي چې بیا يې موټر له اوښتلو بچ شي یا هم غلا نه شي یا دې ته ورته، دا حرام او مشرکانه عمل دی، یا دا هدف ولري چې د خدای له تخلیق سره مشابه تخلیق کوي، د دې لپاره چې د الهي تخلیق له امله چې د خدای کوم عظمت د مخلوق په ذهن کې دی، هغه ته صدمه ورسوي، نو دا شیطاني عمل دی چې خلک د مخلوق له خالقه ګمراه کوي، الله به يې سخته سزا ور کړي.

که د انځور په اخیستلو کې دا دوه علته وجود ونه لري، یا هم دومره ورته اړتیا وي لکه د نن زمانې په ډيجټل نړۍ کې، نو بیا انځور اخیستل حرام نه دي، بلکې په ټولنه کې د امن، استقرار او مجرمانو د نیولو لپاره اړین دي، د کاروباري چاپيریال د خوندیوب لپاره لازمه ده چې ډيجټل وسایل وکارول شي چې د معاملاتو په برخه کې ډاډ رامنځته شي؛ نو نه یوازې انځورونه حرام نه دي، بلکې اړین دي.

په قران کريم يو ځای پر سليمان عليه السلام د پيرزوينو په لړ کې وايي:

 يَعْمَلُونَ لَهُ مَا يَشَاءُ مِن مَّحَارِيبَ وَتَمَاثِيلَ.(السبأ: ۱۳)

د سليمان لښکريانو به ورته د هغه د خوښې عبادتخانې او مسجمې جوړولې.

دا چې تماثيل څه شی دی؟ د عربي لغت کتابونه کاږي:

«‌تِمثال [مفرد]: ج تماثيلُ: اسم ذات، ما يُنحت مُشبَّهًا بالمخلوقات من عباد وحيوان وغيرها».(3)

تِمثال چې تماثيل يې جمع ده، اسم ذات دی؛ هغه توږل شوي شي ته ويل کېږي چې له مخلوقاتو سره مشابه وي، لکه انسانان، حيوانات يا نور.

کله ناکله اوسني تصوير ته هم تمثال ويل کېږي، خو اصلن هغه شيان دي چې له مختلفو شيانو به يې په توږلو جوړ کړل، ډبره به يې وتراشله، د انسان، حيوان يا به شي مجسمه به يې ور څخه جوړه کړه، که دغه شی د عبادت له پاره وکارېږي، هم تمثال ورته وايي، قران کريم وايي:

ﵟإِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَا هَٰذِهِ ‌ٱلتَّمَاثِيلُ ٱلَّتِيٓ أَنتُمۡ لَهَا عَٰكِفُونَ ﵞ [الأنبياء: 52]

هغه وخت چې ابراهيم عليه السلام خپل پلار او قوم ته وويل: دغه مجسمې(بتان) څه دي چې تاسو ورته عبادت کوئ؟

دلته وينو چې همدغه تمثايل بتانو ته هم ويل شوي دي، نو که عبادت يې نه کېږي، بيا يې د حرمت له پاره هيڅ دليل وجود نه لري، که توږل شوې مجسمه وي يا هم د اوس وخت ډيجټل تصويرونه او که عبادت يې کېږي، يا هم د تقدس په سترګه ورته کتل کېږي، لکه د پير تصوير چې مريد را ځوړند کړي، په دې سره غواړي چې هغه يې د وظيفې مهال هر وخت په وړاندې حاضر وي، دغه حرام دی او ښايي د مريد اولادونه يې د عبادت يو ډول وبولي او په شرک اخته شي.

نو که سليمان عليه السلام ته د مجسمو جوړول نعمت وي، په داسې حال کې چې هغه هم د ابراهيمي دين پيرو دی، لکه زموږ پيغمبر، نو زموږ د نبي لپاره به ولې حرام وي؟

اساسي خبره همدغه ده چې هلته يې عبادت نه کېدی او زموږ د نبي په زمانه کې يې عبادت کېدی، له دې امله دغه حرام شول او هغه نعمت.

که مطلق احاديث پر خپلو ځای صحيح وګڼل شي او په مقيد يې تفسير هم ونه شي، نو دا يوازې د هغه وخت عربي ټولنې ته لارښوونه ده، ځکه څوک چې په يوه شي عادت شوی وي، نو له دې عادت څخه د خلاصون لپاره دا ښه لار ده چې په هغه نژدې وخت کې يې وسايل او ظروف هم ونه ګوري، د شرابو د حرمت په کيسه کې موږ وينو چې رسول الله ص يې له لوښو هم منعه وکړه، ځکه د دې لوښو په ليدو ښايي خلک بېرته شراب څښلو ته هوسېدلي وای، تر يوه وخته رسول الله ص منعه ور څخه وکړه، بيا يې بېرته اجازه ور کړه چې خلک يې استعمال کړي. نو مطلق مجسمې او انځورونه د هماغو خلکو لپاره حرام ول، چې وختونه يې په شرک کې تېر شوي وو، همدې مجسمو ته يې عبادت کاوه، که دا مجسمې بېرته ورته پرېښودل شي، نو خدای مه کړه چې بېرته د همدې بتانو عبادت به يې پيل کړی وای، له دې امله ور څخه منعه شوې ده، دا چې اوس زموږ په ټولنه کې دا هيڅ شی وجود نه لري، نو پر مجسمو يې د حرمت ټاپې او همدا شان ډيجټل تصويرونه يې حرام بلل، مطلق بې ځایه او له حالاتو، ظروفو، زمان او مکان څخه پر ناخبرۍ سره بېره د نصوصو له اصلي پيغام څخه هم د دوی ناخبري ښيي.

۲۰۲۲/۳/۲۶

سرچینې:

(۱)(صحیح مسلم، کتاب المساجد و مواضع الصلاة، باب النهي عن بناء المسجد علی القبور واتخاذ الصور فیها… ح: ۵۲۸)

(۲)(صحیح مسلم، کتاب اللباس والزینه، باب لا تدخل الملائکه بیتا فیه کلب و لا صور، ح: ۲۱۰۷)

(3) «معجم اللغة العربية المعاصرة» (3/ 2067)

2 COMMENTS

  1. عکس اخیستل به خد نه غواړی خر په‌ ښکلا څه پوهیږي! عکس اخیستل خو یو فزیکي پروڅيس دي نو ملا کله غواړې چې د انسانانو ستر ګې خلاصې شي ! که علم منځته راشي نو ملا او ترانې یې موزیم ته ځي او دوی به بیکاره په انزوا کې پاته کیږي ، د ډار ترانې یې بی قیمته موزیم ته ځي او ملا سوډربه بیکاره پياته کیږي ! له ښځو سره ملا سوډر حساسیت لري خو چړیان به هم له صحني نه ورکیږی نو ملا صیب حمار ه توړۍ لټوي او نور انسانان به له دې چړي غودو سرهڅخه نفرت لري ! تف لانت وحشی طائفه

  2. دا ښکلې لیکنه په دې جمله پیل کیږي چې شريعت کې عکس اخیستنه هم اختلافي موضوع ده،؟ زه یو تپوس کوم چې شريعت کې غیر اختلافي موضوع کومه ده،؟؟؟؟ ایا مونږ کې اختلاف نشته؟ د احنافو او نورو په لمونځ کې توپیر نشته؟ ویره د احنافو او نورو توپیر نلري؟
    چې تول اسلام په طالب کې خلاصه کړو نو همدې طالب هغه بل دور کې تلویزیون ناروا باله د امر معروف والا به د خلکو د کورونو بامونو ته ورختل، انتنونه يې راغورځول او کورونو کې یې تلویزیونونه ماتول خو دا ځل روا شوي دي…. مطلب کیسه پوره ګډه وډه ده. حکمتیار او مودودي او ….عقيده لري چې اسلامي نظام کې احزاب روا دي او طالب وايي جایز نه دي. د ښځو تعلیم وګوره! د اختر ورځ دریاده کړه…. هههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب