پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد م.م. متخصصانو د طالبانو د امربالمعروف قانون لوی شاتګ وباله

د م.م. متخصصانو د طالبانو د امربالمعروف قانون لوی شاتګ وباله

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۰ مه) د ملګروملتونو متخصصانو د طالبانو د “امربالمعروف د قانون” په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې دا په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي شاتګ ښکارندويي کوي او د ځپونکو اقداماتو د زیاتېدو، او په ۱۹۹۰ کلونو کې پخوانۍ افراطي دورې ته د ستنېدو ښودنه کوي.

د ملګروملتو متخصصانو دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د طالبانو د امربالمعروف پر قانون د یوناما غبرګون ته طالبانو توند ځواب ووایه.

متخصصانو په یوه بیان کې وویل، دغه قانون د افغانانو په ژوند باندې د طالبانو “ظالمانه تسلط” لا ټینګوي. هغوی ټینګار وکړ چې د امربالمعروف قانون د طالبانو موجوده “تکراري پالیسۍ” پیاوړې کوي او پراخوي، لکه اجباري جامې، د ښځو لپاره د نارینه سرپرست (محرم) اړتیا او په عامه ځایونو کې د نارینه او ښځینه جلا کول.

د ملګرو ملتونو متخصصان په دې باور دي چې د طالبانو نوی قانون ځپونکونکي اقدامات زیات کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب