لیکوال: اسدالله بلهار جلالزی
مرحوم مولوي عبدالاحد وحید چې اصلي نوم يي عبدالحی دی د غزني ولایت د اندړو ولسوالي په علیزو کلي کې د ملا عبدالخالق په کور کې يي نړۍ ته سترګې وغړولي. په ماشوم توب کې يي لومړنۍ زده کړي له خپل پلار څخه وکړي. صرف، نحوه، نظمیات او… يې ولوستل، بیا يي پلار په په نورالمدارس فاروقیه کې شامل کړ. په مدرسه کې يي څو کاله پرله پسې دیني درسونه ولوستل ترڅو چې ورڅخه مولوی فارغ شو. مولوی عبدالحی وحید له دغې نوموتي مدرسې له فارغیدو سره سم د غزني ښار د سنايي په لیسه کې د ښوونکي په توګه کار پیل کړ.
مرحوم عبدالاحد وحید هغه مهال چې لا د مدرسې طالب العلم و، شعر ویلو ته مخه کړه. چې د هغه مهال له ځینو شعرونو سره به يي خپل تخلص (افضلي) کیښ. د ده د شعرونو او نثرونو هغه کتابچې چې زما په کتابتون کې راسره دي په ډیری ناچاپ شویو شعرونو کې يې داسې شعرونه لیدل کیږي چې په همدې مدرسه کې د هستیدلو په مهال ویل شوي دي. چې بیلګې به يي وروسته وړاندې شي.
مولوي عبدالاحد وحید هغه مهال په وحید، وتیالی (مشهور) شو، چې لیکنې او شعرونه يې په سنايې ورڅپانه کې خپاره شول، په سنايي ورځپاڼه کې يي ډیری شعرونه له ۱۳۴۴- تر۱۳۴۶ کاله پورې خپاره شوي دي. په ۱۳۴۷ کال کې د ترجمان په نوم طنزیه اونیزه کې په دنده ګمارل شوی دی. چې لیکنې يي تر ۱۳۵۱ کال پورې د ترجمان په ګڼو کې لیدل کیږي. څه موده يي په کمکیانو انیس کې هم کار کړی دی. مرحوم استاد عبدالله خدمتګار بختاني د پښتانه شعرا په ۴۰۸ مخ کې د ده د لنډې پیژندګلوي ترڅنګ د زیږیدوکال ۱۳۱۲هـ او د مړینې نیټه د ۱۳۵۲ کال د زمري د میاشتي دولسمه نیټه ښودلې او وايي چې په کابل کې مړ او خښ شو.
مرحوم پلار به مې تل د وحید د لیکنو، شعرونو او طنزونو په باب کېسې کولي او دا خبره به يي ډیره کوله: که وحید په ځواني کې نه وای وفات شوی او څه موده ژوندی وای نو ډیر ګټور څه به يي تخلیق کړي و. په دې لنډه لیکنه کې به د ده د شعر او لیکنو پړاونو او منځپانګې یا پیغام ته نظر وکړو.
د مرحوم وحید د شعر پړاونه په دریو مرحلو ویشلی شو. په مدرسه کې د هستیدلو او لومړنیو شپو ورځو شعرونه، چې دا برخه شعرونه يي تر یوه بریده د صوفیانه مزاج په رنګ رنګین دي.
لکه چې وايي:
په مذهب د عاشقانو کذاب بویه
بې له یاره چې ښادې څوک په جنت کا
چې حصار د حفاظت ځان لره غواړي
نور د اوښکوحباب ځان ته عمارت کا
*****
یادا:
ستا د عشق په طوفاني مستو څپو کې
سپور حباب غوندې د اوښکوپه بهیر یم
له ماښامه د افکارو په خلوت کې
تر سبا ستا د سبا مخ په تصویر یم
******
او یادا:
د انالحق سندرې وايې منصور
دار له دیدار د خپل مولا پسي ځي
موسی د طورد غره رڼا غوښتله
قارون په ځمکه کې دنیا پسي ځي
څوک بت خانې ځیني کعبې له درومي
وحید په خپله مدعا پسي ځي.
*****
بل ځای بیا خپل ځان ته مبارکې ورکوي او د خپل زړه په لیونتوب ویاړي. دی په خپله د ګوښي والي او غرونو تګ ته اشاره کوي.
د محبت امتحان
دا لیونتوب دمبارک شه لیونی زړګیه
په کټارو دعشق کامل سوری سوری زړګیه
له کوره تښتي څه ور وشول نه پوهیږمه زه
د غروهوس تل درسره دی غرنی زړګیه
د زړه خواله به سره کړو غم به په ګډه ګالو
ای نازولي په ما ګران اوکمکې زړګیه
څوچې پتنګ غوندې ستي نکړې خپل ځان نه به شي
د محبت په امتحان کې بریالی زړګیه
ژړا په کارنه ده وحیده ځه له سره تیرشه
د هغه یار په مخ کې ځان کړه سپینلی زړګیه
*******
وینو چې زموږ د پورتنیو ادعاوو اثبات يي په خپله وکړ.او په خپله هم ګوښه خوښی شوی دی. هڅه يي کړي چې په شعر کې هم وعظ، نصحت، پند او اندرز بیان کړي. ورمیالي ته يي مخه کړي دي. ورومونه وايي، د ټولنې وګړي د واعظ اونصحت له لارې نیکو کارونو ته را بولي. دی په دې پړاو کې د دیني زده کړو ټینګاری ښکاري.
د ده وراره طبي ډاکټر نجیب الله علیزی وايي: (زموږ د کورنۍ مشرانو به تل ویل: کله چې يي درسونه پای ته ورسول یوه موده، ګوښه نیشین شو. غلی او ډیرې خبرې به يي نه کولي، موږ انګیرله چې په درسونو او مدرسې پسې خوابده دی. په دغه وخت کې به يي له کلي د باندې په دښتو کې ورځي تیرولې چې ځینو کلیوالو خو به ورباندې د عاشق، او چا خو به ورباندې دي عصبی ناروغ خیال کاوه. په همدې موده کې به ډیر وخت په مطالعه لیکنو او د شعر ویلو باندې بوخت و. )
معلومیږي چې وحید د خپلې ورکې او سکون په لټون څه موده په دښتو او میرو سرشوي. هغه ورکه چې دی يې د خلکو د ښه ژوندانه، فلاح او نجات له پاره غواړي، هغه ورکه چې د خلکو د دارینو د فلاح سبب شي. خو هالته يي هم نا ارام ذهن او زړه سکون ونه مونده. ورکه يې هم پیدا نکړه، کلي ته راغي هالته يي هم نه سکون و موند او نه ورکه يې دلته هم نه وه. بیا نو ښار ته پسي روان شو له خپل کور، کلي، مدرسې او سیمې څخه ووت. دلته يي هرڅه په خوځښت او حرکت کې ولیدل، د منډو، نویو پرمختګو میدان ته اک پک پاته شو، نو یې د ځان غم هیر شو. د ټولو غم يې لا د اوږو دروند بار شو. او دا څرک هم ورته ولیګیده چې د هغې ورکې چې دی يې په لټون پسي دي څرک يې پیدا کړ. نو لومړی يې خلکو ته د هغوئ د نجات اوژوغولو لارې چارې د شعر په ژبې بیان کړي. په دغه وخت کې يي شعربل پړاو ته دننه شو. دا نو رندانه پړاو دی.
مرحوم وحید په دې پړاو کې لومړی خلک متوجې کوي، هغوئ ته نارې وهي چې له خوبه پاڅیږئ. د زمان له کاروان سره یوځای حرکت وکړئ. چې دا حرکت د پوهې، علم او زده له حصول پرته هم ناشونی دی. ده که په لومړۍ مرحله کې خلکو ته واعظ کاوه او هغوئ يي دیني زده کړو او سمې لارې ته رابلل، خو اوس يي ژبه تیره او ستوغه ده دی او د دیني زده کړو تر خوا يې د وخت له غوښتنو سره سم عصري زده کړو ته هم را بولي. کار، وطنپالنې او د خپلو حقونو له پاره مبارزې ته هم دعوت ورکوي. له هغوئ غواړي چې له خوبه پاڅیږي. هغوئ ته نارې وهي چې نور وګړي اوس د ځمکې نه مخ په بره روان دي. تاسو هم باید د لوړتیا په لورې د سیفل الملوک غوندې د اوسپینې څپلۍ په پښو کړئ! زیار وباسئ د علم او فن وخت دی په دي دګر کې باید په وړاندې تګ وکړئ لکه دا:
دوران دعلم اوفن دی
راپاڅیږه افغانه مناسب نه دی غفلت
دنیا جوړکړی پلان د نوي ژوند نوي نهضت
دوره د ناپوهي سستي لټي ولاړه بیدار شه
دوران د علم اوفن دی وخت د کار او د خدمت
وخت درنه تیریږي سستي مه کړه پاڅه پاڅه
کاروان د ژوندانه روان په ډیر سرعت
ترڅو به لا پرکاله د غفلت په خوب ویده يي
سرجګ کړه بیا څه وګوره په سترګود عبرت
زاړه دي که واړه دي واړه بوخت په یوه یوه کړه دي
ځلمیان دي اوکه پیغلي ټول لري یو یو صفت
څوک والوتل اسمان ته د سپوږمۍ سره یاري کړې
څوک درومې بل جهان ته بل غرض بل يي حکمت
سیالان درځینی ولاړل ای وحیده شولي پاتې
کله چې د وحید صاحب شعرونه په دې مرحله کې لولو، راته جوتیږي چې برخه شعرونو يي تر یوه بریده د شعر له حالت څخه د شعار حالت ته میلان پیدا کړي، خو دلیل يي دادی چې غواړې خپل ولس له فلاکتباره حالت څخه وژغوري، هغه د نجات لاره یوازې او یوازې د پوهي، علم ، لیک او لوست په ترلاسه کولو او کار کولو کې ویني ځکه خو بیا هم په ټینګار سره هغوئ په نړۍ کې نوي صنعتي پرمختګونو، ایجاداتو، او انکشافاتو يي متوجې کوي. لکه دا:
د علم اوزیار کاروان
نوی ژوند نوي دنیا نوی جهان دی
نوی علم نوی فن نوی دیوان دی
زوړ انسان دی زړه ځمکه نپوهیږم
چې محور يې بدل شوی که دوران دی
چې د جیټ اود راکټ پاس يې په لاس دی
نوی خیال نوی فکر ویښ وجدان دی
تلیفون که تلګراف که تلویزیون دی
جهان ګرد که د مریخ په خوا روان دی
که جوړ شوی له زرې نه هایدروجن دی
که اتوم د انساني خیال امتحان دی
مصنوعي سترګې غوږونه اشنا څه دي؟
اوس لاسي زړه جوړ له عقله د انسان دی
له لاسي کوڅرو کار چې اخلې ګوره
هرسړی د هوايي مارغه په شان دی
نورڅه نه دي ترپړاوه رسیده دي
د نړۍ د کار اوکسب سترکاروان دی
ته هم پورته د غفلت خوبونه پریږده
ای وحیده وخت تیریږي بیا ارمان دی
******
مرحوم وحیده په دغه پړاو کې لکه بسمل مرغه، په سختو شیبو کې هم نارې وهي ترڅو ویده زلمیان وګړیالي، هاندیالي،او هڅیالی شي. او د نړۍ له نورو ځوانانو سره د تکړه ماڼیالانو یا تمدنیانو په څیریون او حرکت وکړي. په دغه وخت کې مرحوم په خپلو شعري هڅو بسنه نه کوي. د نثر له لارې هم غواړې خپل ولس را ویښ کړي. وحید د داسې ځوانانو په لټون او پایڅوړ پسي راوتی، خو په لوی ولس کې یوڅو د ګوتو په شمار سیالان او مخیالان مومی، او له هغوئ سره یوځای د خپل ولس د هیلو، غوښتنو او ارزوګانو ترجمانې ته ملاتړي، په دغه وخت هم د ده شعر او هم يي نثربدلون مومي، نوې خبرې نو مفاهیم کله په نرمه او پسته ژبه کله هم په ستوغه او تروه لهجه د هغوئ په مخ کې بیانوي او له هغوئ غواړي چې حرکت وکړي او د ښه ژوندانه له پاره د نوی نسل د روزلو په مقصد خپلې هڅې ګړندئ کړي. دی د طنز په ژبه هغوئ د پوهې په لور را بولي، او همدا ډول يي له خرافاتو سره د مبارزې ډګر ته د رادانګلوپه تکل دی. ښه به وي چې د بیلګې په توګه د مرحوم وحید یوه طنزیه لیکنه په ګډه ولولو.
ښه سړی ؤ ښهِ دي مله شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
د ښو غوښو ښه شوروا وي، په ښه کور کې پیدا شوی، ښه دروند او سنګین سړی ؤ. د خوار او غریب، شتمن اوبډای توپیر يي نه کاوه. ټولو ته يي په یوه سترګه کتل او ویل به يي:
خوار هم انسان دی، بډای هم، او خان هم د خدای پیدا کړی او مزدورهم، ټول د یوه بابا آدم اولاد یوو. نه له یو او بل نه په انسانیت کښي کم او نه یود بل نه لوړ یوو. ټول خدای ج پیدا کړي یوو، او ټولو ته هغه خدای روزي راکوي. نو باید موږ هم یوبل ته په سپکه ونه ګوور.
د خان او غران سره يې هم کومه ورانه ویجاړه نه درلودله. خو دومره خبره وه چې د کونډې او یتیم غریب او مزدور حق يې ترې نه خوندې کاوه او اجازه يي نه ورکوله چې د هغوئ په ژوند څوک لوبې وکړي. ده به ډیر ډیر ویل زه د مظلوم ملګری یم. د ظالم لاس ماتوم، که څوک چاته په غریبه سترګه ګوري او دهغوئ حق ته يي سترګې ډومارلي وي نوزه يې سترد ښمن یم او ترڅو چې مې وس وي تر هغوو به يي ورسره وهم. دا سبب و. چې ځینو،ځینو فکر کاه چې ګوندي عدالت د خان او غران سره مخالفت دی. عدالت ښه قوي، به ځان باند او داعتبار وړ سړی و. هرچا سترګه ځینې کوله او ځکه د کلي خوار او غریب، دهقان او مزدور ټول ورسره په آب کښي ول. که چیري دی نه وای نو خدای شته چې خان او غران به پخوا لا دغه کلی په کنډواله بدل کړی وای. ښه سړی و. ښه يي مله شه، خوار او غریب ډیر ورسره په غوره کې ول. خو اوس نه پوهیږم ناروغ او که چیرته تللی دی. چې خان او غران بیا بک بک کیږي خوار او غریب ته د سړیتوب حق نه ورکوي. هرڅه چې دی. خیر اصلاح به شي، خو خدای دي وژني نه او که مړ شو نو خدای شته چې د خان او غران خو به بلي وي خو د مزدور او دهقان خوار او غریب خوله به په خاورې شي.
په دې پړاو کې وحید هڅه کړي چې په شعر سربیره د نثر له لارې د ځوان کول را ویښولو ته لیڅې را ونغاړې او هغوئ ته وپاموي چې د ناکامیو مخه نیول کیدای شي که تاسو لاس په کار شي. لکه دا لیکنه:
ناکامي او دهغې مخه نیول:
ناکامي او شا ته پاته کیدل خورا ترخه دي.
هیڅوک نه غواړي چې ناکام او شاته پاته شي.
هرڅوک غواړي مخ ته ولاړشي،ورسیږي او مطلب تر ګوتو کړي.
خو سره دې ډیر وګړي شته چې ناکام او په پړاونو له مقصد نه شاته پاتې دي.
موږ په دې باره کې چې ناکامي سره دومره تریخوالي او منفوریته چې هرڅوک او هرڅه کرکه ځینې لري. ولی منځ ته راځي.
ډیر فکرونه مې ووهل.
خو اخیر د الهام فرشتو په لوړ غږ او ډیر فصاحت سره داسې راته وویل:
ـ ناکامي دلټي،بیکاري او مایوسي نتیجه ده.
کوم سړی چې لټ او بیکاره وي.
زحمت نه ګالي، زیار نه باسي، ستړتیا نه خوښوي، کار نه کوي ناکام او شاته پاته کیږي. دا رنګه کوم څوک چې یو ځلې يي اقدام کړی وي. خو مطلب ته نه وي رسیدلی نو ثبات يې له لاسه ورکړی، مایوسه وی.
دوهم ځلي اقدام نه کوي هغه شاته پاتې کیږي. ولی څوک چې د لټي، بیکاري او مایوسي نه ځان وژعوري کار وکا .
زحمت وګالي که یوځل ناکام شي دوهم ځلي بیا اقدام وکړي، ثبات او متانت د لاسه ورنه کا نو هغه څوک به هیڅکله ناکام اوشاته نه پاتي کیږي. د نبوع ځښتنان او رسیدلي خلک ټولو په همدې ډول له تکلیفونو ځانونه نه دي سپمولي. د ناکامي سره يي خپل عزم له لاسه نه دی ورکړی او مطلب ته هم رسیدلي دي.
د غټانو، پوهانو اومخترعینو د قیصو اوسوانحو د تاریخ له مطالعې دا خبره راته ښه څرګندیږي. بنا په دې هرڅوک چې د ناکامي څخه کرکه کوي او نه غواړي شاته پاتې شي. کار دي وکا، زحمت دي وګالي نه دي مایوسه کیږي.
د لټي، بیکاري او ناامیدي څخه دي ځان وژغوري. څوچې بالاخره د ناکامي مخه ونیسي. کامیاب اومطلب ته ورسیږي.
په ټوله کې د مرحوم عبدالاحد وحید د شعرونو، نثرې ټوټو او طنزیه لیکنو له منځپانګو راته دا پیغام په ډاګه کیږي، چې ده د ولس د سوکالي، نیکمرغ کیدو، هوسايي او خوشحالي له پاره قلم چلولی او غواړې خپل ولس، هم د پوهي، علم، کتاب، او قلم لارې هوسا، بسیا او سوکاله وویني. د مولوي عبدالاحد وحید پر شعر او نثر ډیر څه لیکل کیدای شي خو اوس همدمره.
ماخذ:
۱- بختانی عبدالله – پښتانه شعرا
۲- هیوادملی زلمی – فرهنګ وادبیات زبان پښتو
۳ـ ترجمان اونیزه – ۱۳۴۷ کال
۴ – سنايي ورځپاڼه – ۱۳۴۵کال
۵ـ د وحید ناچاپ شعرې اونثرې ټولګي. زما کتابتون