چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهټرانسپورتي شرکتونو ته الکترونیکي کتابچې ورکول کیږي

ټرانسپورتي شرکتونو ته الکترونیکي کتابچې ورکول کیږي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۷ )  د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ځمکني ترانسپورت شرکتونو ته یې د برېښنايي کارټونو او کتابچو د وېش لړۍ پيل کړه.

 د دغه وزارت یوه مرستیال مولوي عبدالسلام حيدري وويل: ټولو ترانسپورتي شرکتونو ته برېښنايي کارټونه او کتابچې وېشي او د هر کارت او کتابچې د نوي کولو په بدل کې به د کال ۱۰۰۰ افغانۍ له شرکتونو واخيستل شي.

 طالب چارواکو د دغه نوي پروګرام په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو یو شمېر ټرانسپورتي شرکتونو او څارونکو یې له دې پریکړې هرکلی کړی او د فساد د مخنیوي لپاره یې اغېزناک ګام بللی.

د دوی په وینا، که د طالبانو رهبري د افراطي ملایانو په لاس کې نه وای او دوی ملت او نړۍ سره د تعامل ظرفیت لرلای، د فساد ضد ځینې ګامونه یې هیله بښونکي وو او کیدای شو، چې له دې اړخه د افغانستان ځپل شوې حکومتولي بیرته رغول شوې وای.

د طالبانو منتقدین بیا باور لري، چې که دوی هر څومره هم د فساد ضد شي، خو چې ملي ارادې ته درناوی ونه لري، دا خپله لوی فساد او خطر دی، ځکه په شفافیت سره ټول کړي عواید ټول د خپلې ایډیالوژۍ او سرزورۍ قرباني کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب