پـه نړۍکي تقريـباً چي څو زره ژبي شته، د هغو له جملې ځيني مشهوري او نړيوالي ژبي وي لکه: عربي، انګريزي، فرانسوي، هسپانوي، چينايي او داسي نوري.
ځيـني بيا داسي دي چي نړيوال/سيمه ايز شهرت نه لري. تر يوې قبيلې او يوې وړې سيمي رامحدودي وي.
هره ژبه ځان ته ګرامر، قواعد، اصول او جوړښت لري. پښتو ژبه هم له هغو ژبو څخه ده، چي په ميلونونو وګړي پرې ږغېږي. پراخ او بډای ادبيات لري.
يوه ژبه ده او يوه لهجه.ژبه او لهجه توپـير لري. پر دغه توپير بايد پوه شو.
ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده.
ژبه ټولنيزه او اکتسابي پديده ده، چي په ټولنه کي زده کېږي او ټولنيزي اړيکي جوړوي.
لهجه بيا د خبرو اترو طرز او طريقه ده. انګلش کي (DIALECT) ورته وايي.
د يوناني لغت «ډيالکټوس» څخه مشتق شوې کلمه ده.
ډيالکټوس د خبرو کولو طريقې ته وايي.
لهجه له ژبي راوزي يا پـه بـلـه وينا لهجه له ژبي راوتلې او په يوه ټاکلي قوم، موقعيت او جغرافيايي چاپـېريال پـوري اړه لري.
لهجه د ويونکو د جغرافيايي سيمو لـه بدلانه سره د ځينو کلماتو په ويلو او تلفظ کي توپـير لري.
د لهجو ډېروالی د ژبي په بـډايتـوب کي ستره ونډه اخلي، په لهجو کي د ژبي ډېره لغوي زېرمه خوندي وي.
پـښتو ژبه هم له لهجوي پلوه بـډايه ژبه ده. زياتي لهجې لري.
ژبه يوه وي خو لهجې زياتي وي لهجه بايد په ژبه تعبير نشي او نـه د يوې سيمي د اوسېدونکو لهجه د هغه ځای ژبه وبلل شي.
پر ځينو کـتابونو ليکلي وي په پېښورۍ پښتو، په کندهارۍ پښتو.
يعني دا ژباړه په پېـښورۍ يـا کندهارۍ پـښتو شوې ده، خو دلـته له پښتو څخه مطلب لهجه ده؛ يعني په پـېښورۍ او کندهارۍ لهجه ليکل شوي وي. يـا ويل کېږي په پېښورۍ پـښتو ئې خبري کولې. دلته هم خبره د لهجې ده؛ يعني په پېښورۍ لهجه ږغېده. لهجه ئې په ژبه تعبير کړې ده.
ځيني خپله لهجه خپله ژبه ګڼي؛ مګر هغسي نه ده. که هره لهجه موږ ژبه وبولو؛ نو په پـښتو کي زياتي لهجې شته په يوه پښتو کي به څـومره نوري پښتو ژبي پـيدا شي!!! اصلي پښتو به کومه يوه وي؟ کومه به اصلي پــښتو بولو؟
پښتو يوه ده، خو لهجې ئې زياتي دي. نـه بايد لهجه په ژبه تـعبير شي او نه بايد لهجه ژبه وبلل شي.
سلامونه،
د مرحوم اعلیحضرت م.ظاهر شاه په وخت کې مې یوه سندره د یو آماتور سندرغاړي په خواږه آواز کښې اورېدلې وه:”
زه د یار کړمه خبرې +شې خوژې لکه شکرې
شه پشتو وایه دلبره+ که هر څو وي لر او بره
قنداري که مشرقي وي ،وردګي که جنوبي وي
هر څه واېې ،وایه وایه
معشوقه مې شه راستایه
شه پشتو وایه دلبره ،که هر څو وي لر او بره!…”
فکر کوم، دا بدله ېې په قندهاري لهجه ویلې وه ؛ ما هم همهاغسې څې اورېدلې وه یاد ې راتازه کړ. خو!
اصل هدف مې دا دی چې ليکنۍ پښتو باید په ټولو لهجو یا ډیالکتونو کښې په یوه معیاري =ستڼډرد ( Standard) ولیکل شي . او لا تر اوسه پر ژب پوهاندانو، څیړندانو، عالمانو، لیکوالو،شاعرانو ، استادانو،ښوونکو، هنرمندانو، او د ادبیاتو نوو ځوانانو زدهکړیالانو ته بویه چې آ دښاغلي هوتک معصوم خان خبره ” دپښتو متون سمون غواړي” او د زیار بابا”‘ د خدای په پار یوه پښتو،کَره پښتو!”’ لپاره بیرته د پښتو ستوري یاد کړل شي او نوي ستوري کشف شي او د شپږ کروړه = ۶۰-۷۰ میلیونه پښتنو زړونه یو کړل شي!. آمیيييين.
منننه کوم.
په همدې هيله چي يو معياري لهجه او ټولو ته منلې وي
ښکلی او ګټوره لیکنه ده.
یوی بلی د یاد وړ موضوع ته هم باید اِشاره وسی ( لهجه یوه مسئله ده او د بیلو بیلو لغاتونو کارَوَنه بله مسئله ده ).
موږ یو پټی لرو چی د دوبی په موسم کی ډول ډول سابه او ترکاری پکی کرو.
څلور پنځه نور د لغمان او ننګرهار ګران دوستان مو هم د پټی ګاونډیان دی یعنی هغوی هم پټی لری.
بېله نعناع د بوټی چی مشترک لغات مو دی نور نو د هیڅ ډول سابو نومونه یو شانی نه دی.
حتی د ننګرهار او لغمان د دوستانو لغاتونه سره یو شان نه دی ( اختلاف لهجوی نه دی بلکه لغوی دی).
ممکن د پښتون قام پراخه جغرافیا او د پښتو ژبی پراخوالی ددی سبب وی چی د اشیاوو ځینی نومونه او اسمونه توپیر سره ولری.
کنداری پښتو می ځکه خوښه ده چی په سپین سترګی او وچ زور د 《 عاریت 》څخه کار اخلی او اکثره لغاتونه ئی د نورو ژبو څخه را شکَوَلی دی. یو کنداری اکاډمیک ادیب ته به ډیره سخته وی چی خپله انا او نیکه د ” مڼی د ونی تر سیوری لاندی ” کښیناستو ته وهڅوی ځکه هغه بوډاګان د ” د سیب د درختی تر سائی لاندی ” خوښ او راضی دی.
د ترکاری د نومونو مسئله به یوه وړوکی مسئله وی، ممکن نور ډیر اسمونه هم شتون ولری چی د پښتنو د یوی سیمی او بلی سیمی تر منځ توپیر پکی تر سترګو کیږی.
منننه مو کوم
ان شاالله نور اړخونه به هم راوسپړو.