پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبان: تر دوه کیلو زیات وزن لرونکي چرګان راوړل نور منع دي

طالبان: تر دوه کیلو زیات وزن لرونکي چرګان راوړل نور منع دي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۷ )  د طالبانو د رژیم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې هېواد ته یې له دوه کیلو څخه د زیاتو وزن لرونکو چرګانو پر راوړلو بندیز لګولی.

د دغه وزارت د حيواني روغتيا او مالدارۍ لوی رييس مفتي ذاکرالله د افغانستان د چرګانو د روزونکو ټولنې له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، د هغو چرګانو واردات چې وزن يې له دوو کيلو ګرامه ډېر وي او دغه راز د هغو هګيو واردات هم بند شو چې له فريزر پرته افغانستان ته واردېږي.

طالب چارواکي وایي په همدې حال کې د چرګانو دانې، هګۍ او غوښې توليدوونکو څخه هم ژمنه واخيستل شوه، چې تر ۳ مياشتو پورې په بازار کې د چرګانو د دانې ټاکل شوې بيه نه زياتوي او د کرنې وزارت سره د کړې ژمنې پر اساس د چرګانو د غوښې او هګيو بيې هم نه لوړوی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د چرګانو افغان کاروباریانو شکایت درلود، چې له پاکستان څخه د چرګانو واردات زیات او د دوی کار ته زیان رسیدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...