پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههلمند کې پاکستان ته قاچاقیدونکې امریکایي وسلې نیول شوي

هلمند کې پاکستان ته قاچاقیدونکې امریکایي وسلې نیول شوي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۷ )  د هلمند لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې بهر ته یې د ۳۰ امریکایي وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.

د طالبانو ځایي مسوولینو ویلي، چې دغه وسلې د ګرمسېر ولسوالۍ صفار ساحه کې له یوه موټر څخه نیول شوي او دوه تنه یې په تور بندیان دي.

سرچینې د نیول شویو کسانو هویت او طالبانو سره یې تړاو نه دی په ډاګه کړی.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو پریمانه وسلې او پوځي تجهیزات پاتې وو، چې ویل کیږي یوه لویه برخه یې پاکستان او ایران ته قاچاق شوي.

طالبان په دې برخه کې د مخنیوي د هڅو خبر ورکوي.

1 COMMENT

  1. رښتیا طالبان باید دا افشا کړی چی قاچاقبرانو دا وسلی دچا نه ترلاسه کړی وی. هغه زاړه منصبداران باید تر تعقیب لاندی ونیول سیی او په خپلو منصبدارنو قوی نظارت باید ولری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...