Homeخبرونهمتقي د ټي ټي پي د ملاتړ په اړه د پاکستان ادعا...

متقي د ټي ټي پي د ملاتړ په اړه د پاکستان ادعا رده کړه

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۹ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ټي ټي پي د ملاتړ په باب د پاکستان د استازي څرګندونې رد کړې.

پرون (چهارشنبې) د افغانستان په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي وویل چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي، چې ده فتنه الخوارج وبلل، هره ورځ د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوړي او پر پاکستاني ځواکونو حملې کوي.

ده همداراز ادعا وکړه چې پاکستان کره اسناد او شواهد لري چې ټي ټي پي د طالبانو د ځینو عناصرو له ملاتړه برخمنه ده.

خو امیرخان متقي نن په یوه خبري غونډه کې د پاکستان د استازي څرګندونې رد کړې.

متقي چې د خپل وزارت پروګرامونه او بریاوې تشریح کولې، همداراز وویل چې د تېر یوه کال په موده کې د بهرنیو چارو وزارت توانېدلی چې د سیمې په کچه د هېواد بهرنۍ سیاسي استازولۍ کنټرول او مدیریت کړي او دمګړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د افغانستان ۳۹ سیاسي استازولۍ د اسلامي امارت اطاعت کوي.

متقي زیاته کړه چې د بهرنيو چارو وزارت له لوري د ډيپلوماتيکو اړيکو او سياسي درک رامنځته کولو د هڅو پر دوام قزاقستان او قرغيزستان هېوادونو د خپلو ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم بهر کړی او روسيه به هم په نژدې راتلوونکي کې ورته اقدام وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې په افغانستان کې روان حقایق په نظر کې ونیسي او د هغو مطابق قضاوت وکړي.

طالبان له ملګروملتو غواړي چې په دغه سازمان کې د افغانستان چوکۍ دوه ته وسپاري خو ملګري ملتونه او ګڼ هیوادونه د ښځو په وړاندې د طالبانو تبعیضي پالیسیو ته په کتو د هغوی حکومت په رسمیت نه پېژني.

2 COMMENTS

  1. ملا جانه د رسمیت پېژندلو کلي له تاسو سره ده ، نړیوالو ته سوال مه کوئ . په خپله له ځان سره فکر وکړئ ، چې ستاسو کوم اعمال او کړنې د دې سبب شویدي چې نړۍ تاسې په رسمیت نه پېژني ؟ که له خپل لجاجت نه تېر نه شئ ، لرې نه ده ، چې ستاسو موقته پروژه به ختمه او افغانستان به یوځل بیا د شریرو ، مفسدو، سړي وژونکو او د پردیو جاسوسانو لاس کې ولوېږي . خو ملامتي به ستاسو په نوم د افغانستان په معاصر تاریخ کې ثبت شي .

  2. ! د مور میړه کافرستان داسي تاختونه درباندي کوي. وجه یې دا ده سي ځان د دومره ذلیله کړ هیڅوک د نه پیزني . ځکه به هر څوک د خپل بام واوره ستا کور ته دراچوي. نو تاسي خو کونیان د مدرسو لوطیان یاست کله غرور ضمیر لرۍ. د تا سوډر خو به هم یوه اورته تورغري درنه یرغمل کړې وي. ای ستا په طغوتي جهاد کې م وکړم 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...