پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د زمزمې نیازۍ غزل

د زمزمې نیازۍ غزل

ناپوهي نه وه خو لږ ډېره خوش باوره ومه

چې په سلګۍ سلګۍ حالاتو کې سندره ومه

ما مې دې خپلو ارادو ته غرونه هم راټیټ کړل

چې ستا د نیت له مخې څومره مختصره ومه

ستا د څیپړو با وجود به غاړه هسکه  وړمه

دې مرحلې ته به رسیږي ژوند، خبره ومه

هغې ویل د خپل انصاف ثبوت به څه درکوم

دور یې نه دی کنه زه به پیغمبره ومه

موږ به د تشې خندا بیه دومره لوړه پرې کړو

زمانې زه دې ،له دې بل مخ ناخبره ومه

خدای خبر ولې زه په ټول کلي شکمنه ومه؟

خدای خبر ولې زه په هر چا بې باوره ومه

ما ستا د عطرو خوشبوي ساتلی ونه شوله

چې زه لا څومره بې کماله بې هنره ومه

دا ستا په خوښه مې د بلې ښار کې پريښودلې

چې بختوره ده هغه که بختوره ومه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب