چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهشمالي ولایتونو ته د مْلاهبت الله ۱۴ورځنی سفر پای ته ورسېد

شمالي ولایتونو ته د مْلاهبت الله ۱۴ورځنی سفر پای ته ورسېد

تاند ( جمعه ـ د سنبلې ۲۳مه) د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان شمالي ولایتونو ته ملا هبت‌الله اخندزاده ۱۴ ورځنی سفر پای ته ورسېده.

ذبیح الله مجاهد نن جمعه سهار دا خبرپاڼه په خپله ایکس پاڼه خپره کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی مشر ملا هبت الله اخندزاده دغه ۱۴ ورځنی سفر د روانې سنبلې میاشتې په ۷مه نېټه یې پیل کړی و.

خبرپاڼه کې راغلي چې، نوموړی په دې سفر کې د لوېدیځ، شمال، شمال ختیځو او شمال لوېدیځو۱۱ ولایتونو  څخه لیدنه کړه.

په دې ولایتونو کې یې د هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان له مسوولو چارواکو، علماو او سپین ږیرو سره لیدنې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا هب الله په دې لیدنو کې خلک د شرعي قوانینو عملي کولو ته رابللي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ملا هبت الله په عام محضر کې نه‌دی لیدل شوی.

نوموړی داسې مهال د شرعي قوانینو پر پلي کېدو ټینګار کوي چې د بشري حقونو مدافعې ډلې په‌دې برخه کې د نوموړي فرمانونه او احکام د ښځو په وړاندې ډېر سخت بولي او وایي دا فرمانونه تر ډېره د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.

3 COMMENTS

  1. تف 🤮 لعنت ستا په دغه طغوتي شیطاني قوانینو 😡 دغه قوانین د تاسي قبرکن سي، نه یوازي ستاسي سوډرانو بلکي د ټول بدبخته پښتون قوم ☹️

  2. دا پنجابی پاکستان کښی د امریکا په ډالرو تربیه شوی قادیانی چړیان اول ځل او هم دوهم ځل د امریکا په کومک د افغان ملت په اوږو سپاره کړۍ شول ، د امریکا ستر جاسوس خلیلزاد او پنجابیو په کومک اول ځل کښی د وحشی قاتلو تربیه شوو تنظیمونو څخه د سلاح جمع کولو پروګرام د دی تربیه شوو قادیانیو چړیانو اول ځل راوستلو سره سبوتاج کړ او دوهم ځل د امریکا په امر دا نوره تربیه شوو قاتلو غلامو قادیانیو تنظیمونو او د امریکا له خوا خاص تربیه شوو غلامانو په اتفاق سره قادیانیو قاتلو چړیانو ته افغانستان تسلیم کړ ، دی غلامو قادیانیو چړیانو افغانستان هیڅکله ندی فتح کړۍ بلکه پنجابیو او امریکا نظر ددوی خائینو پلیتو پلانولپاره دا رنګا رنګ ملی خائینین د قادیانی اسلام شعار لاندی په نوبت سره د افغان ملت په اوږو سپاره کړی دی او فعلی جعلی اختلاف د قادیانیو چړیانو او امریکا او پنجابیو مینځ کښی مصنوعی دی ددی قادیانیو سره اکثره قاتل ملی خائینین قاتل کمونیستان او ستمیان د سترو ږیرو لرلو سره یو ځای شوی دی او ددی قاتلو پلیتو په کومک او د امریکا او پنجاب په امر ئی دا وطنفروشه قادیانی چړیان روسیی او چین لمنو کښی هم اچولی دی او دا وحشی قادیانی چړیان امریکا د روس او چین نیږدی کولو څخه د ښه تره معلومات تر لاسه کولو لپاره د قاتلو کمونیستانو ماؤیستانو په وسیله بهترینه ګټه اخلی !!!!

  3. ملا جاهل چې ځان امیرالمومنین بولي ، یواځې د اسلام مقدس دین له هغو برخو نه معلومات لري چې د ښځو د ژوند په هکله د ځینو مفسرینو منفي برخې پکې شاملې دي . ښځه یوازې د جنسي غریزو د سړولو او اولادونو راوړلو ، د کور او پخلي تیارولو وسیله بولي .
    دا سړی نه په سیاست پوهیږي او نه په دین . ملا عمر یې شل کاله افغانستان د نړۍ د پنځوسو هېوادونو د جګړو میدان وګرځاوو ، په زرګونو بې ګناه انسانان یې پرې ووژل ، ملا هبټ بیا افغانستان د تور ښامار خوله کې واچاوواو له نړیوالو سره یې اړیکې په خپلو جاهلانه فرمانونو پرې کړې . د خلکو اقتصاد یې صفر ته راټیټ کړ. په میلیونونه افغانان یې مهاجرت او کډوالۍ ته اړ کړل . د ښځو پر مخ یې د تعلیم او زده کړې دروازې وروتړلې . خپلې خیېټې یې داسې وپړسولې ، چې ته به وایی ، دوه او درې بچیان یې په خېټو کې پراته دي .
    عدالت او قانونیت یې د شریعت په نوم له منځه یو وړ او د ځنګل قانون یعنې چې څوک زورور دی ، هغه حق په جانب دی ، رواج کړ.
    دوی ته دین د قدرت د لاس ته راوړلو او ساتلو او د تحریک د مخالفینو مخه نیولو لپاره یوه وسیله ده .
    چاته چې خپله ټولنه معلومه نه وي ، کلتور ، رواجونه ، قومي او ملي نورمونه ونه پېژني او د ژوند هره برخه یوازې په اسلام پورې وتړي او هغه هم ډېرتنګ نظره او د متآخرینو تفسیرو ته خپل ژوند وقف کړي ، ګران افغانستان او د اسلام مبارک دین ته به هېڅ خدمت ونکړي .
    نن د علم او تکنالوژي له برکته زمونږ نړۍ په یوه کوچني کلي بدله شوېده . یوه ښځه په خپل دفتر کې ناسته او له هغه ځایه سل ګونه او حتی زرګونه کیلومتره لرې د خپل هېواد رقیبان او دښمنان د بې پیلوټې الوتکې په واسطه له منځه وړي .
    زمونږ ملا بیا وایی علم مباح دی او ښځې د ښوونځي ته نه ځي ، غږ یې عورت دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب