Homeخبرونهترکمنستان له افغانستان سره ۹۳۰ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه

ترکمنستان له افغانستان سره ۹۳۰ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه

تاند ( جمعه ـ د سنبلې ۲۳مه) طبیعي پېښو سره د چمتووالي په برخه کې د مبارزې ملي اداره په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې له ترکمنستان څخه یې تر ۹۳۰ ټنه څخه زیات د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه.

خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې مرسته کې ۱۹۸ ټنه غنم، ۱۵ ټنه غیر الکولي مشروبات او د ميوې اوبه، ۲۰۰۰ قوتۍ د ماشومانو خوارکه، ۵ زره شیریني او بیسکویت، ۱۹۵ ټنه کیمیاوي سره، ۱۷۴ ټنه ډيزل تیل، ۱۶۸ ټنه پټرول تیل او ۱۸۳ ټنه سیمنټ شامل دي.

په ورته وخت کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا مرسته یې د ټاپي پروژې د پيل، برښنايي لینونو، ترانسپورت او په پوله کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ښو اړیکو په پار ترسره کړې ده.

ترکمنستان داسې مهال افغانستان سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کوي چې، د تېرې چهارشنبې په ورځ د ټاپي پروژې د کار د پيل په پرانیسته کې د ترکمنستان ولسمشر وویل، د دغو مهمو پروژو تطبیق نه یوازې د ترکمنستان او افغانستان د ګټو لپاره، بلکې د سیمې د ګټو لپاره هم مهم دی.

قربان قُلي بیردي محمدوف ویلي وو یادې پروژې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې به یوه نوی باب پرانیزي.

هغه زیاته کړې وه چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ اړیکې تاریخي دي، متقابل درناوی، مساوات، ورورولي او ښه ګاونډیتوب د دواړو هیوادونو تر منځ یو مهم مثال دی او په راتلونکې کې به دا اړیکې نورې هم پراخې شي، او همداراز د ترانسپورت، مخابراتو، انرژۍ او بریښنا په برخو کې د دواړو هیوادونو همکاري د افغانستان لپاره ګټوره ده او د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوه نوي باب د پرانیستلو او حقیقي دوستۍ یوه بیلګه ده.

د یادونې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د کړکېچ د مدیریت کمېشنر یانز لنارچیچ هم له افغانستان سره د شاوخوا ۱۰۰ ټنو اړینو طبي توکو د مرستې ژمنه اعلان کړه.

نوموړي ویلي وو چې دا مرسته چمتو ده او ژر به افغانستان ته ولېږدول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...