چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Home+لوی اشخاص | محمد مصطفی سمون‎

لوی اشخاص | محمد مصطفی سمون‎

د لویو اشخاصو اغېز هغه وخت په خپلو تجربو او ژوند کې حس کولای شو، چې د دوی د ژوند تجربې، ستړې، کوښښونه، مبارزې او د ژوند بېلابېل پړاوونه مطالعه او یا یې ترې واورو.

دوی هر یوه د دې شېبو سره د حالاتو مطابق چلند کړی او خپلو موخو ته د رسېدنې لپاره یې دا ټولې ستونزې او سختې په ځان منلې دي.

دا منل او تيارېدنه یې په فزیکي او ذهني لحاظ وه، چې د ژوند تجربې یې موږ اوس په پاڼو کې لولو او خپل راتلونکي ته د دوی څخه په الهام ځان داسې ستونزو ته اماده کوو.

لوی اشخاص د یوې ورځې، میاشتې او کال پیداوار نه وي، بلکې دا د کلونو سختو شپو ورځو پایله وي، چې اوس یې هر څوک د لوی شخص په توګه پېژني او ځیني داسې مفکر ذهنه اشخاص پکې وي، چې په بېلابېلو جغرافیو کې د هغه شناخت او ذهني پراختیا له مخې مشهور وي.

د بېلګې په توګه به داسې ووایو، که یو څوک د کلي په کچه فکر کوي هغه به په همدې کچه مشهور وي او که څوک د یوې ولسوالۍ په کچه فکر لري هغه به د ولسوالۍ په کچه او که څوک د ولایت په کچه فکر ولري هغه همداسې او که د زون په کچه وي هغه به د زون په کچه او که د یو هېواد په کچه فکر لري هم همداسې او که د نړۍ د بېلابېلو خلکو په اړه فکر لري او د ژوند مبارزه یې هم همداسې په نړیواله کچه وي دا بیا د نورو لپاره په یو ایډیال اوړي، چې د ټولنې هر وګړی یې بیا د خپل ایډیال په ډول مني او د ده له مبارزو څخه په خپل ژوند کې الهام اخلي.

که ژوند د حقیقي عینکو وګورو ډېرې وړې او پناه شوې برخې به خپله ځان راته ښکاره کړي. دا ځکه چې څومره د ټولنې د وګړو خواږه درسره وي همغومره به دې وړو مسایلو ته پام وي، چې څنګه د دې خلکو د ښوونې او روزنې په برخه کې څه وکړې. انسان هر څه د کتاب له پاڼو، تجربو او لویو اشخاصو له ناستې ولاړې زده کوي او بیا یې له ځانه شروع، د کورنۍ او د ټولنې په وګړو پلي کوي، چې خپلې غوښتنې پرې تحمیل نه کړي، بلکې د ټولنې، ژوند، تجربو او پوهې کچې ته په کتو داسې پلان شوې کړنلارې پلي کړي، چې انسان ته پکې خیر وي.

موږ هر څه لولو؛ خو دې باریکیو ته نه متوجه کېږو، چې دا لویو اشخاصو څنګه له ځان، کورنۍ، ټولنې، ژوند، خلکو او په ټوله کې د ژوند چاپېریال سره چلند کړی. همدا رازونه را پیدا کول انسان له تېر، اوس او راتلونکي مهال سره د یو زنځیر په شان تړي، چې له اوسمهاله څنګه ګټه واخلي او راتلونکي ته تګلارې جوړې کړي. دا ځکه چې تېر مهال همدا تاریخ برخه ګرځي، اصلا خو تاریخ د انساني ذهن د بدلون مطالعه ده، چې انسان له دې دوو تارونو سره تړي. یعنې له اوس او راتلونکي مهال سره یې د یوې لارې په توګه وصلوي.

بیا همدا تړښت نور افکار او لوی اشخاص زېږوي، چې د وخت په تېرېدو سره د ټولنې په اړه لویې تګلارې او کړنلارې جوړوي. له دې سره بیا د مختلفو انسانانو څخه د اغېزمنتیا له امله د یوه نوي فکر او روښانې راتلونکې لپاره د ژوند جوړولو ښه فرصتونه او اسانتیاوې رامنځته کوي، چې ټولنه د یوه نظم او یووالي لوري ته بیایي.

له دې انساني جوړجاړي د خواخوږۍ او یو بل منلو لارې رامنځته کېږي او بیا هر څه د پراخ فکرۍ او لرلید په رڼا کې ویني.

د لویو اشخاصو مطالعه، ورسره ناسته ولاړه د دې جوګه هم کېږي، چې هر انسان د لویې حوصلې، زغم، پراخ لیدۍ او د ژوند له ټولو اړخونو سره د چلند په اړه متوجه کوي.

دا هم را زده کوي، چې څنګه له حالاتو او هرې موضوع سره معقول چلند وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب