چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ ټېسټ لوبه لغوه شوه

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ ټېسټ لوبه لغوه شوه

تاند ( جمعه ـ د سنبلې ۲۳مه) افغان کرکټ بورډ وایي، د شدیدو او پرله پسې بارانونو له امله نن پنځمه ورځ هم لوبغالی د لوبې لپاره جوګه نه دی او لا هم باران وریږي.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې د زیاتو بارانونو له امله د لوبې مسوولینو د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه لغوه اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ هیلې ښودلې چې دواړه لوبډلې په راتلونکو نورو لوبلړیو کې د یو بل کوربه توب وکړي او خپلو هېوادوالو ته خوښۍ ور وبخښي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا ټیسټ لوبه د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې پلان شوې وه.

بل لورته افغان کرکټ پوهان په باور دي چې د کرکټ بورډ د بې پروایۍ له امله دا لوبه لغوه او له مودو وروسته د ټیسټ لوبې لاسته راغلی چانس ضایع شو.

د سویلي افریقا پر وړاندې ۵۰ اوره لوبو ته افغان لوبډله اعلان شوه

دا لوبه داسې مهال لغوه اعلانېږي چې تازه افغان لوبډلې له سویلي افریقا سره پنځوس اوره لوبو لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب