پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeسپورتد سویلي افریقا پر وړاندې ۵۰ اوره لوبو ته افغان لوبډله اعلان...

د سویلي افریقا پر وړاندې ۵۰ اوره لوبو ته افغان لوبډله اعلان شوه

تاند( پنج شنبه ـ د سنبلې ۲۲مه) د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د سویلي افریقا پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په اعلان کړ.

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې به دوام وکړي.

حشمت شهيدي، رياض حسن، عبدالمالک، رحمن الله ګربز، رحمت شاه، درويش رسولي، اکرام عليخېل، ګلبدين نايب، محمدنبي، عظمت عمرزی، راشد خان، ننګيال خروټی، الله محمد غضنفر، فضل الحق فاروقي، فريد ملک، بلا سميع او نويد ځدراڼ هغه لوبغاړي دي چې په دې نوملړ کې شامل دي.

افغان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره د هند په ګریټرنویډا لوبغالي کې ټېسټ لوبه لري چې د باران له امله یې د لوبې څلورمه ورځ هم ضایع شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب