پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهحامدکرزی طالبانو ته؛ د هېواد پرمختګ لپاره د نجونو پرمخ د تعلیم...

حامدکرزی طالبانو ته؛ د هېواد پرمختګ لپاره د نجونو پرمخ د تعلیم دروازې پرانیزئ

تاند ـ پنج شنبه ـ د سنبلې ۲۲مه / د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ایکس پاڼه د ټاپي نللیکې پروژې پیل افغانستان لپاره یوه مهمه ملي اقتصادي پروژه وبلله او په هیواد کې دننه ددې پروژې د چارو د پیل هرکلی یې کړی.

حامدکرزي زیاته کړې: “د داسې مهمو پروژو د پرمخ بېولو او د وطن د ترقۍ او تعالي لپاره روزلي او مسلکي کدرونه په هره معنی ضروري دي.”

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او په هیواد کې د تعلیم او روزنې د ودې لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی داسې مهال د نجونو د تعلیم پر وړاندې د بندو دروازو د پرانیستو غوښتنه کوي چې اوسمهال په هېواد کې د نجونو د تعلیم په تړاو پوښتنه کول هم طالبانو تر امر ثاني ځنډولې ده.

د طالبانو د بیا واک ته رسيدو کابو څه باندې درې کاله کېږي خو دوی لا په دې نه دي توانېدلي چې د نجونو د تعلیم لپاره د دوی په وینا مناسب چاپیریال او طرحه برابره کړي.

هغه څه چې د نړیوالو ترڅنګ یې له عامو افغانانو سره هم ډېرې پوښتنې پیدا کړي.

1 COMMENT

  1. ملک ميراجان می څنګ ته ناست دی همدا اوس. وایی کرزی صایب ته ولیکه چی طالب خپله پنجابي ماموریت انجاموي، لکه تا چی يوخت آی ایس آی ته په شوق وظیفه کوله، آی ایس آی مامورینو ته دې په اييیییيسلامي اخلاص د افغانستان پيلوټانو ترجماني کوله چی د افغان پوځ طیاری چی د ملي ناموس درجه یی درلوده، تورکونيو ته تسلیم کولی.

    آخر کي ملک صاحب وایی چی دام ور ولیکه چی
    ستاسی په عربي- پنجابي ګنده جهادونو کې د سپي پنځمه پښه واچوم …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب