چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د پولیو واکسین پر تطبیقونکي ټیم برید کې دوه تنه...

پاکستان کې د پولیو واکسین پر تطبیقونکي ټیم برید کې دوه تنه ووژل شول

تاند ( پنج شنبه ـ د سنبلې ۲۲مه) رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي، چې له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمه کې د پولیو واکسین پر تطبیقوونکي ټیم برید شوی.
دا برید چهارشنبه وروسته له هغې شوی، کله چې پاکستان د دې ویروس د له منځه وړلو لپاره خپل وروستی ملي کمپاین تر ګواښ لاندې سیمو کې پیل کړ.
پاکستاني پولیسو ویلي، د چارشنبې پر ورځ ناپیژانده وسله‌والو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د ګوزڼ یا پولیو پر واکسین‌کوونکو ډزې وکړې چې له امله یې یو واکسیناتور او ساتونکی پولیس یې وژل شوي دي.
د برید د سیمې د پولیسو افسر وقاص رفیق رویټرز ته ویلي چې پېښه د باجوړ په اړوند سیمه کې د ګوزڼ واکسین پر کاري ډلې داسې مهال رامنځته شې، چې دوی د واکسین کمپاین ته روان ول.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي؛ دوی د دې اوونۍ په پیل کې خپل وروستی ملي کمپاین پیل کړ، چې موخه یې ۳۰ ملیون ماشومانو ته واکسین کول دي.
پولیو یوه ګواښوونکې ناروغي ده چې یواځې په پاکستان او افغانستان پاتې او نوره نړۍ ترې پاکه اعلان شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب