Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: د بودیجې د کمښت له امله ټول اړمن...

د خوړو نړیوال پروګرام: د بودیجې د کمښت له امله ټول اړمن افغانان نشو پاللی

تاند( پنج شنبه ـ د سنبلې ۲۲مه) د خوړو نړیوال پروګرام “WFP” په یوه راپور کې ویلي، چې د بودیجې د کمښت له امله نه دي توانېدلي چې له مې تر اکتوبر میاشتې پورې څه باندې ۱۱ میلیونه اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.
په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د مرستو په موخه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې اړمن افغانان پرې وپالي.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم له نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د اړمنو افغانانو د اړتیا لپاره د ۶۰۳ میلیون ډالره د مرستې غوښتنه وکړه.
اوچا د افغانستان ۱۷۱ ولسوالۍ د لوړ لومړیتوب لرونکي او ۲۷۷ ولسوالۍ په منځنۍ کچه مرستو ته اړمنې سیمې بللي او ټینګار یې وکړ چې۱۰۴ میلیون ډالره تر ژمي مخکې په بېړني ډول پکار دي چې د ژمي تر رارسیدو وړاندې هغو سیمو ته مرستې ورسوي چې په ژمي کې د مرستو رسول ورته ستونزمن دي.

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د اړتیاوو له زیاتېدو سره سره، د مرستو د کمېدو په اړه جدي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د اړتیا وړ بودیجې یوازې په سلو کې څه کم ۲۵ سلنه یې ترلاسه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...