Homeخبرونهافغانستان کې پر جنايي جرمونو د تورنو اسټرالیایي افسرانو رتبې او مډالونه...

افغانستان کې پر جنايي جرمونو د تورنو اسټرالیایي افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کېږي

تاند ( پنج شنبه ـ د سنبلې ۲۲مه) د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې او د یوشمېر اسټرالیایي رسنیو لیکلي ، چې له افغانستان تللي په جنایي جرمونو د تورنو اسټرالیایي افسرانو په اړه د یاد هېواد حکومت پرېکړه کړې چې رتبې او مډالونه به یې لغوه کړي.

د اسټرالیا دغه پخواني افسران، چې شمېر  له ۱۵ کم ښودل کېږي ، تورن شوي چې په افغانستان کې یې تر قوماندې لاندې کسانو جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

رسنۍ وایي د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارد مارلیس دا پرېکړه  نن پنجشنبه خپل پارلمان ته د معلوماتو ورکړې پرمهال څرګنده کړه.

د جمهوریت پرمهال اسټرالیا د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې افغانستان ته خپل شاوخوا ۱۵۰۰ سرتېري استولي وو چې تر ډېره په ارزګان ولایت کې اوسېدل.

دفاع وزیر د یاد افسرانو شمېره له ۱۵ کمه ښودلې خو مونه یې نه دي په ډاګه کړي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې په اسټرالیا کې یوه څېړنه چې په څلورو کلونو کې بشپړه شوې، ښيي چې افغانستان کې د اسټرالیا ۲۵ پخوانیو او برحاله ځانګړو ځواکونو، د ادعا له مخې ۳۹ افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...