پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد بې روزګارۍ په اوج کې؛ ټاپي پروژې ته د افغانانو هیلې

د بې روزګارۍ په اوج کې؛ ټاپي پروژې ته د افغانانو هیلې

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۲مه) له هرات وروسته به د ټاپي ګاز نللیکه هلمند ،کندهار او بیا پاکستان ته غځیږي.

د دې پروژې کار تېره ورځ پيل او یوځل بیا ژوند کولو ته د خلکو هیلې زیاتې شوې.

د دغو دوه ولايتونو اوسېدونکي خوښ دي، چې له ډېرو کلونو وروسته يوه مهمه سيمه‌ييزه پروژه یې له ولايتونو تېرېږي.

دوی وایي، د نورو پرمختګونو ترڅنګ به دا پروژه لسګونه اړمنو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د کندهار اوسېدونکی احمدګل وایي: ( ریښتیا هم ټاپي پروژه یوه لویه اقتصادي پروژه ده او هیله من ځکه یو چې د طالبانو له راتګ وروسته بې روزګاري اوج ته ورسېده او اوس هیلې شته چې کاري فرصتونه زیات شي.)

د هلمند اوسېدونکی میراخان په هېواد کې دا پروژه د کاري فرصتونو یوه کیلي بولي او تمه لري چې د دوی هیلې به ورسره په کاري برخه کې پوره شي.

نوموړی زیاتوي: ( څنګه چې لازمه ده او دا پروژه عملي شي نو باوري اوسه چې د کندهار او هلمند خو څه د زیاتو ولایتونو ځوانان به په کار او د بې روزګارۍ د دې سختې څپې یوه برخه به په کار بوخت شي.)

بل لورته بیا  هلمند کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، په هر قیمت چې وي د دې پروژې امنیت به خوندي ساتي او چا ته به اجازه نه ورکوي چې د دې پروژې د کارونو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

یو شمېر نور هېوادوال او اقتصاد پوهان هم د ټاپي پروژه د هيواد لپاره له ارزښته ډکه بولي او وایي؛ دا پروژه به له یوې خوا اقتصادي وده رامنځته کړي او له بلې خوا به د هېوادونو ګټې سره ونښلوي او سیمه ییز ثبات به پیاوړی کړي.

https://taand.net/?p=245160

طالبانو چهارشنبه په هرات ولایت کې د ټاپي پروژه افتتاح کړه او په همدې پار یې یاد ولایت کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.

د دغې نللیکې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی، چې ۸۱۶ کیلومتره یې په افغانستان کې له هرات، فراه او کندهار څخه تېرېږي.

دغه نللیکه به په مجموعي توګه ۳۳ میلیارد مترمکعبه ګاز لېږدوي. ۵ میلیارده متر مکعبه یې په افغانستان کې لګول کېږي. د دغې نل لیکې په اوږدو کې ۱۲ د فشار پمپونه لګول کېږي چې پنځه به یې په افغانستان کې وي.

که څه هم طالبانو ویلي چې له چهارشنبې څخه به په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار پیلیږي خو څرګنده نه ده چې د دې سترې پروژې ۷ میلیارد ډالره لګښت، کومه مالي اداره برابروي.

په راتلونکو ورځو کې به څرګنده شي چې ایا پر دې پروژې، چې د افغانستان لپاره زیات اهمیت لري او هیلې ورته ډېرې دي، کار په جدي ډول پیل شوی او که یو وار بیا پرانستونکي مراسم دي او بیا هم هیریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب