پولیو یا فلج یوه خطرناکه ناروغي ده چي انسان د تل لپاره معیوبوي. د دې خطرناکي ناروغۍ د مخنیوي لپاره، په ټول ژوند کي، یو څاڅکی واکسین کفایت کوي او د تل لپاره انسان ورڅخه ژغورل کیږي. د بی بی سي راډیو یو وروستی راپور وايي چي طالبانو یو ځل بیا په ځینو سیمو کي د ګوزڼ ضد واکسین د کور په کور کمپاین مخه نیولې او خلک مجبور دي چي خپل ماشومان،د واکسین لپاره، جوماتونو او یا مشخصو ځایونو ته یوسي. بی بی سی د روغتیا د نړۍ وال سازمان په حواله وايي چي تر دې دمه په افغانستان کي د ګوزڼ د ناروغۍ ۱۸ پیښي ثبت سوي دي چي ۱۱ یې په کندهار او ۴ یې په هیلمند کي دي.
د بی بی سی د دې پورتني راپور په مقابل کي له عکس العملونو څخه سړی د خپل هیواد د خلکو د پوهي اندازه لګولای سي. البته عام خلک د فیس بوک او ټویټر له استعمال سره بلد نه دي او دا د هغو کسانو عکس العملونه دي چي ځانونه پوهان او باسواده بولي.
کوثر جنت لیکي: دا ټولي مرداري اوبه دي.
ګلابي مصدق لیکي: د خوک له منۍ جوړ واکسین ورکۍ خپلوتنکیو ماشومانو ته د بدبخت اولادو.
طالب یار لیکي: د پاسه ورباندي د بران ( باران) په شان بامونه ( بمونه) واروي کفار او بیا وایی چي ماشوم ګوزان واهلی ( وهلی) دی الله دی تاسو تابه ( تباه) او برباد کړي.
وکیل افغان لیکي: شه دي چي بند کړی یې دی.
وکیل احمد افغان لیکي: کافران د واکسین په نوم ډول ډول دواوي راباندي تجربه کوي چي په نتیجه کي یې د خدای پاک تخلیق چي انسان دی له ډول ډول ګواښونو سره مخ کړ.
اوس به نو سړی دې ناپوهانو ته څه ووايي؟ بمونه د پولیو له واکسین سره څه ارتباط لري؟ د افغانستان او پاکستان په کلیو او ښارونو کي په سلو کي ۹۵ ملایان د پولیو د واکسین پر ضد دغه ډول ناروا تبلیغات کوي او د خپلو وطنوالو د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي. طالبانو هم د عام ذهنیت په پیروی د پولیو د واکسین د کارکوونکو په مخ کي ډول ډول خنډونه ایجاد کړي دي.
طالبان د خپل دې اقدام لپاره یوازي یو دلیل درلودلای سي او هغه دا چي وايی هسي نه د پولیو د کارکوونکو او په کورونو کي د ښځو ترمنځ غیرمشروع جنسي رابطه قایمه نه سي؛ نو بهتره دا ده چي دا واکسین په جوماتونو کي وسي. د طالبانو دا فیصله د پولیو د کارکوونکو او د ملګرو ملتونو د نړۍ وال روغتیایی سازمان د مامورینو په کار کي ځکه خنډ پیدا کوي چي زموږ خلک لا اوس د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کي دونه پوهه نه لري چي خپل ماشومان دي د واکسین لپاره جوماتونو او مشخصو مرکزونو ته یوسي.
د پولیو ناروغي ساري ده او معمولاً د پنځو کالو څخه په عمر کښته ماشومان نیسي خو د دې معنا دا نه ده چي لویان په دې ناروغي نه اخته کیږي بلکه ډېر احتمال لري چي لویان هم په پولیو له اخته ماشوم سره د تماس له امله په دغه خطرناکي ناروغۍ اخته سي.
په افغانستان کي په ۲۰۲۰ کال کي د پولیو د ناروغۍ ۵۶ پیښي ثبت سوي وې خو په ۲۰۲۱ کال کي یوازي ۴ پیښي ثبت سوې مګر په روان کال کي یې شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی او که په همدغه بې احتیاطي سلوک ورسره وسي نو ښايی د پولیو ناروغي یو وخت په افغانستان کي یوه لویه روغتیایی ستونزه سي.
د افغانستان پخواني جمهورریس محترم حامدکرزي دوې ورځي مخکي پر خپله ایکس پاڼه په افغانستان کي د پولیو د ناروغۍ د زیاتېدلو له امله خواشیني ښودلې او د طالب چارواکو څخه یې غوښتي دي چي د پولیو د واکسین په مقابل کي خنډونه لیري کړي او د پولیو د واکسین کارکوونکو ته اجازه ورکړي چي کور په کور واکسین تطبیق کړي. محترم حامد کرزي په هیواد کي د روغتیا په برخه کي جدي ستونزي او د دغه راز مصیبتونو اساسی عامل د زده کړي او پوهي د سطحي ټیټوالی بولي او د تل په څېر یې پر طالب چارواکو ږغ کړی دی چي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتنونو دروازې پرانیزي.
د ملګرو ملتونو د روغتیایی موسسې وروستی رپوټ، چي د انټرنیټ له لاري خپور سوی دی، هم د خلکو د پوهي د سطحي ټیټ والی د پولیو د واکسین په مخ کي له خنډونو څخه بولي او لیکي« د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه چي د بولیو د ناروغی ۹ پیښي پکښي ثبت سوي دي د تېرو څو کلونو راهیسي د پولیو د ناروغۍ د خپرېدلو خطرناکه سیمه بلل سوې ده. د پولیو د ناروغۍ د واکسین د کارکوونکو د فعالیت په مخ کي څو خنډونه موجود دي چي په هغو کي امنیتي ستونزي، ځینو سیمو ته د رسېدلو په لار کي مشکلات، د پولیو د کارکوونکو د قتلېدلو پیښي، د خلکو بې ځایه کېدل، د تعلیم کمبود او بېسوادي او له یوه ځایه بل ځای ته د غیرواکسین سویو کسانو خوځېدل او انتقال دی»
راپور زیاتوي چي که چارواکي د پولیو واکسین کارکوونکو ته د کور په کور ګرځېدلو اجازه ورنه کړي نو د دې خطر سته چي دا ناروغي به دونه پراخه سي چي له کنټروله به ووزي او نورو هیوادونو ته به یې لمن پراخه سي.
چې کوم د لودګۍ کار وي، طالب به ورباندې ټینګ ولاړ وي. وه ساده خانه، طب ساینس دی. واکسین والا پوه شه او کار یې.