پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهشاهین: د سپټمبر د یوولسمې په حملو کې هیڅ افغان ښکېل نه...

شاهین: د سپټمبر د یوولسمې په حملو کې هیڅ افغان ښکېل نه و

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۱ مه) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي چې د سپټمبر د ۱۱مې په حملو کې هیڅ افغان وګړی ښکیل نه و، او په هغه وخت کې د طالبانو حکومت دغه برید په کلکه غندلی و.

هغه زیاته کړه، له برید وروسته، په هغه وخت کې د طالبانو حکومت له متحدو ایالتونو وغوښتل چې د پېښې عوامل په بې پرې ډول وڅېړي.

شاهین په عین حال کې وویل چې متحدوایالتونو د طالبانو حکومت ته د تور ګوته ونیوله، او د ۲۰۰۱ د سپتمبر یوولسمه د هغه برید لپاره خبرداری و چې امریکا د هماغه کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان وکړه.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د سپټمبر د یوولسمې په حملو کې د طالبانو د حکومت د لاس لرلو تورونه ناسم وبلل.

تر دې مخکې یو شمېر طالب چارواکو د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو انکار کاوه او هغه یې یوه دسیسه بلله.

د راپورونو له مخې، په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز پر دوو اسمانڅوکو ودانیو او همداراز پینتاګون د حملو لپاره د الوتکو په تښتونکو کې ۱۵ د سعودی، دوه د متحده عربي اماراتو، یو د مصراو یو د لینان اتباع وو.

په دې برید کې، چې مسوولیت یې د القاعده شبکې په غاړه وو، شاوخوا ۳۰ کسان ووژل شول.

3 COMMENTS

  1. د یوه پردي سړي له پاره د خپل کور ړنګول، د هیوادوالو وژل شل کاله په افغانستان د جګړې تپل د ناسم سیاست شته والی او له خپل هیواد او خلکو سره د بې پروايي په معنی ده.

  2. موږ هم په دې پوه یو چې د سپتمبر دیوولسمې په پیښه کې افغانانو لاس نه درلود خو په دې ټول پوهیږي چې تاسو شل کاله بې ګناه افغانان ارګ ته درسیدو دپاره قتل کړه .دهغه پتمنو مېرمنو اوښځو پلرونه ، ورونه او میړونه مو ووژل چې نن په بازارونو کې سوال کوي
    اویا شپې او ورځې دکور په څلورو دیوالونو کې په لوږه اوغربت کې تیروي ستاسي لوڼې په ګاونډ او یا عربې هیوادونو کې د لوړو زدو اجازه لري خو د خوار افغان لور ئې پخپل وطن کې نه لري دا جهالت ته به ترڅو د کلتور جامې ګنډئ ؟ کله مو فکر کړي ؟ چې هغه ځل امریکا او نورو … د سپتمبر ۱۱ درته بهانه کړه او تاسو ئې د صحنې څخه لیری کړلا ست دا ځل به بیا یوه بله پیښه درته بهانه کړي او چې څنګه ئې دکابل تخت درته ډالۍ کړي وو دغه ډول به مو بیرته وشړئ ځکه ټول اسلامې او غیراسلامې هیوادونه په یو جهت روان دی او تاسو ددې ټولو په مخالف جهت

  3. معلومه خبره ده چي د تالبانولاس په ۱۱ د سپټمبر کي وو ، ولي تالبانو بنلان عرب ترهګر په افغانستان ساتالي او په امريکايانويي نه سپاره. بنلادن او د هغه ډله خو په افغانستان کي وه او د بن لادن تر لارښوني لاندي په امريکا حمله وشوه. دبنلادن په موجوديت کي امريکا په افغانستان کي حمله وکړه.
    دا کار هم ښکاره ده چي تالب امريکا دافغانستان په پايتخت کيناوه.
    تالبان بي له افغانانو نور څوک له منځه نه وړي او نه بل څوک غواړي د خپل اولس ويني دافغان اولس د خلاسون لپاره تويي کړي دا مسؤليت دا فغانانو ده چي ځان له تالبه خلاس کي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب