Homeخبرونهخواجه اصف کابل ته د تګ په اړه د پښتونخوا د اعلي...

خواجه اصف کابل ته د تګ په اړه د پښتونخوا د اعلي وزیر پر څرګندونو غبرګون وښود

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۱ مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د طالبانو له رژیم سره د مخامخ خبرو په اړه د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر امین ګنډاپور پر څرګندونو غبرګون وښود.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، خواجه اصف د خپل هیواد د ملي شورا په غونډه کې وویل: “له افغانستان سره د مخامخ خبرو په اړه د ګنډاپور څرګندونې پر فدراسیون برید دی. صوبې نه شي کولی له بهرني هیواد سره مخامخ خبرې وکړي.”

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وړمه ورځ د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي و چې اجازه ورکړي چې کابل ته لاړ شي او له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

خو د مرکزي حکومت د مثبت ځواب له نه ترلاسه کولو وروسته یې پرون (چهارشنبه) وویل چې کابل ته به یو پلاوی واستوي.

ده زیاته کړه:« افغانستان مو ګاونډی هېواد دی، چې په یوه ژبه سره خبرې کوو. موږ پرېږدئ، چې ورسره خبرې وکړو چې دا په پاکستان کې څه روان دي او دغه ستوتزې د خبرو له لارې هوارېدای شي.»

1 COMMENT

  1. خواجه سرا پوهیږي ، چې دا ټول پلانونه د دوی دي او خپل شاګردان یې دي ، بنا کله اجازه ورکوي ، چې په افغانستان کې ورور وژنه بنده او ښه ګاونډیتوب ته وفاداره شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...