پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو په دایکنډي کې ۱۴ تنه وژلي

نامعلومو وسله والو په دایکنډي کې ۱۴ تنه وژلي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۱ مه) ناتایید شوی راپورونه وايي چې نامعلومو وسله والو نن د غور په خومي سیمه کې پر خلکو ډزې کړي او لږترلږه ۱۴ تنه یې وژلي دي.

ویل شوي چې وژل شوي کسان په خټه هزاره او د دایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالیو اوسیدونکي دي.

راپورونه وايي چې پهدې پېښه کې ۴ تنه نور ژوبل شوي دي.

د پېښې قربانیان له غور ولایت څخه خپلو کورونو ته روان وو چې ماسپښین مهال په لاره پرې ډزې شوي دي. خو ځینې نور راپورونه وايي چې دا کسان د دایکنډي له سنګ تخت څخه غور ته روان وو چې د هغو کسانو هرکلی وکړي چې د کربلا له زبارته خپلو مېنو ته بېرته راغلي دي.

ځینې سرچینې وايي چې وسله والو کسانو دا کسان له موټرو کښته کړي او لومړی یې لاسونه ورتړلي او بیا یې پرې ډزې کړي دي.

تراوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو ګومان کېږي چې دا برید به داعش کړی وي. داعش پر شیعه ګانو بې موجبه بریدونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب